د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو)

دافغانستان دکرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون د رئیس پیغام!

 

4 میاشتې 2 اونی ago

السَّلامُ عَلَيْكُم ورَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكاتُهُ!
الحمدُ لله ربِّ العالمين، والصلاةُ والسلامُ على سيّدنا محمدٍ وعلى آله وصحبه أجمعين، وبعد!

!قدرمنو علم‌پالو، دين‌پالو، مجاهدپالو او تاريخ‌ پالو هېوادوالو 
بې له شکه د يوه ملت عزت، وقار، خپلواکي او هر اړخيز پرمختګ د هغوی د افرادو د فکري سلامتۍ، اسلامي باور، علمي بصيرت او د متخصصو، متعهدو او مسلکي ظرفيتونو له شتون سره نه شلېدونکی تړاو لري 
بناءً د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې له هغو بنسټيزو علمي مرکزونو څخه شمېرل کېږي چې اساسي موخه يې د عصري علومو، ژورو څېړنو، توليدي بهيرونو، علمي ترويج او نوې ټکنالوژۍ له لارې د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور بنسټيزه پياوړتيا ده

دغه علمي او تحصيلي نهاد د ليسانس او ماستري په کچه د باکيفيته، متعهدو او فکري پلوه روزل شوو علمي، مسلکي او متخصص کادرونو د روزنې دروند مسؤليت پر غاړه لري، تر څو ياد کادرونه د امت او وطن د خدمت په مقدس ميدان کې د عملي رسالت اداء کوونکي وګرځي 
کرنه د يو هېواد د اقتصادي نظام د ملا تير حيثيت لري، او د معاصرو ټکنالوژيو مدبرانه کارونه کولای شي دغه حياتي سکتور له رکود څخه د ودې، ځان‌بسياینې او پايدار پرمختګ پر لور سوق کړي

له همدې امله، ياد تحصيلي بنسټ د لوړو زده کړو وزارت د نافذه قوانینو، مقرراتو او لارښوونو په رڼا کې پوره کوښښ کوي چې د عصري لابراتوارونو د تجهيز، د علمي څېړنو د پياوړتيا، او د توليدي او تطبيقي پروګرامونو د پراختيا له لارې د زده کړو علمي چاپېريال لا غني، منظم او معياري کړي

زه د دې علمي مرکز د درنو استادانو، څېړونکو او اداري کارکوونکو له نه ستړې کېدونکو هڅو څخه په درنه مننه او قدردانۍ يادونه کوم، چې د ملي وجدان، اسلامي مسؤليت او اخلاص له مخې د علم، خدمت او اصلاح په لاره کې په ثابت قدمۍ روان دي

له ټولو قدرمنو علمي او اداري کارمندانو، محصلینو او همکارانو څخه هيله کوم چې له سختو حالاتو او ازمېښتونو وروسته د اسلامي سپېڅلي نظام تر سيوري لاندې د تحصيلي بنسټونو بيا فعالېدل د الله جل جلاله د ځانګړي رحمت، لطف او الهي نصرت څرګنده نښه وبولي او په پوره امانتدارۍ، تقوا او علمي ژمنتيا سره له دې تاريخي فرصته ګټه پورته کړي، څو د هېواد د ابادۍ، د ملت د سوکالۍ او د اسلامي نظام د ثبات، تقويې او استحکام په لار کې اغېزمن خدمت ترسره شي

والسلام عليكم ورحمة الله وبرکاته

مولوي شبیراحمد عباس

VacanciesAll available vacancies

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۴:۱۷

اناسټو پوهنتون، دوهم کمپس، عینو مینه، ٣٧ سړک، کندهار، افغانستان.

Background image

د خالی بستونو په هکله خبرتیا!

انسټو پوهنتون په لوړ بخشونو کي خالي بستونه لري د علاقمندان کولای سي تر ۱۴۰۳/۵/۱۹ نیټی پوري خپل غوښتنلیکونه د اناسټو پوهنتون د بشری منابع امیریت څخه  ترلاسه کړي د نورو معلوماتو لپاره د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۲۳:۱۳
Background image

د اناسټو پوهنتون د علمي کادري بستونو خبرتیا!

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژی ملي پوهنتون د ۱۴۴۴ ه ق کال لپاره د دوکتور، ماسټر او لیسانس په سویه علمي کادري بستونه د لمړي ځل لپاره په لاندي توګه اعلان کړي

:دنباتي علومو پوهنځی . . .

تازه خبرونهنور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۳۴
Background image

د حکمونو، فرمانونو او د امربالمعروف و نهی عن المنکر قانون عمومي بورډ غونډه تر سره سوه

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د حکمونو، فرمانونو او د امربالمعروف و نهی عن المنکر قانون عمومي بورډ (۳مه) ګڼه غونډه، د پوهنتون د رئيس مولوي شبیراحمد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۲۴
Background image

د رهبري شورا نوبتي غونډه تر سره سوه

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د رهبري شورا درېیمه ګڼه غونډه د پوهنتون د رئیس محترم مولوي شبیر احمد عباس صاحب په مشرۍ د ریاست په مقام کي ترسره سوه، چي په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۱:۲۲
Background image

د اناسټو پوهنتون د روان کال د دوهم سميستر د نهايي ازموينو بهير پیل سو

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د تدريسي بهير د پای ته رسېدو او د آزمويني کمېټې د پرېکړي سره سم، د اناسټو پوهنتون د ۱۴۰۵ ل. کال د دوهم سميستر نهايي. . .

پېښېټولې پېښې

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۴:۲۸
Background image

اناسټو پوهنتون کي د پروپوزل (څیړنیز اثر) لیکلو لارښود د ارائیې کنفرانس دایر کړل شو!

اناسټو پوهنتون کي د پروپوزل (څیړنیز اثر) لیکلو لارښود د ارائیې کنفرانس دایر کړل شو!
نن  شنبه د ۱۴۴۶/۱/۲۸ هـ ق نېټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون کي  استادانو ته د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۴:۳۰ ANASTU
Background image

اناسټو پوهنتون په لوړو نمرو د کيفيت د لوړاوي او اعتبار ورکوني د لومړي پړاو ترلاسه کول په شانداره ډول ولمانځل.

اناسټو پوهنتون په لوړو نمرو د کيفيت د لوړاوي او اعتبار ورکوني د لومړي پړاو ترلاسه کول په شانداره ډول ولمانځل.
په همدې موخه د سې شنبې په ورځ د ۱۴۴۶/۱/۲۴ نېټه دافغانستان د کرنیزو علومو او . . .

تازه اعلانونهAll announcements

جمعه ۱۴۰۲/۵/۶ - ۶:۳
Background image

د اناسټو پوهنتون د لیسانس برنامې د روان سمستر د وروستیو آزموینو د پیل خبرتیا!

د اناسټو پوهنتون د لیسانس برنامې د روان سمستر د وروستیو آزموینو د پیل خبرتیا!
د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د آزموینو د څار او ارزونې کمیټې د ۱۴۴۵/۱/۹ نېټې او ۱۱مه . . .

داوطلبینور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۵:۰ اناسټو پوهنتون، دوهم کمپس، عینو مینه، ٣٧ سړک، کندهار، افغانستان.
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۵:۵ اناسټو پوهنتون، دوهم کمپس، عینو مینه، ٣٧ سړک، کندهار، افغانستان.
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۵:۶ اناسټو پوهنتون، دوهم کمپس، عینو مینه، ٣٧ سړک، کندهار، افغانستان.
Background image

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

د ستراتیژک پلان د هر اړخیزتوب او بډاینې په موخه د ناستې ویډیو