د نباتي علومو پوهنځۍ پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکټور یوه پیاوړې برخه سهیل لویدیځ زون دی او د ډېرو با ارزښته نباتي کورنیو د تولید لپاره مساعد اقلیمي شرایط لري. کندهار ولایت د بېلا بېلو غلو دانو، میوه جاتو، سبزیجاتو او صنعتي نباتاتو کوربه ګڼل کیږي او د تولید لوی مرکز دي. له دې مرکز څخه په زیاته پیمانه محصولات د هیواد د بیلا بیلو برخو ترڅنګ د آسیا ډېرو هیوادونو کي مارکېټ لري. که څه هم د کندهار د صادراتو کچه د اوسني عصر او پرمختګونو په پرتله کمه ده خو ځیني محصولات لکه انار، انګور، انځر، بادام، زیره او نور د بهرنیو اسعارو د لاسته راوړلو له پاره مهم اهمیت لري. دا چې نه یوازې کندهار بلکې د ټول هیواد په کچه د کرنې او مالداری سکتور ډیر زیات پرمختګ او مثمرې ودې ته اړتیا لري او اړینه ده چې دا برخه پیاوړې شي او دوامداره کار ورته وشي د همدې لپاره د افغان دولت د انکشافي او فرهنګي پالیسیو پر اساس په ۱۳۹۱ هـ، ل کال کي د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون بنسټ کېښودل شو.
د نباتي علومو پوهنځۍ د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د ایجاد سره سم په ۳۶۵/۳۷۲ - ۲۰/۱۰/۱۳۹۱ ګڼه نیټه حکم د پوهنتون په اکاډمیک تشکیل کي منظور او ځای پر ځای شوې ده. د نباتي علومو پوهنځۍ د پیل سره سم اته (۸) څانګي (اګرانومي، هارټیکلچر، نبات ژغورنه، د نباتاتو بایوتکنالوژي، کرنیزه انجنیری، خاوره پوهنه او اوبو لګونه، ځنګل پوهنه او طبیعي منابع او جنتیک او دنباتاتو اصلاح) د لیسانس او فوق لیسانس پروګرامونو د پرمخ بیولو لپاره د وزارت مقام لخوا رسماً منظور سوې دي. په همدي اساس او امکاناتو ته په کتو سره د ۱۳۹۲ هـ،ل کال د حوت په میاشت کي لومړی دوره ۲۱ تنه د ماستری محصلان د اګرانومی څانګي ته جذب او د هند هیواد (IARI) او انسټو پوهنتونونو په ګډه همکارۍ په ۱۳۹۵ کال کي فارغ شول، په ترتیب سره د یادي څانګي په دویمه تحصیلي دوره کي نولس (۱۹) تنه محصلان د اګرانومی څانګي څخه فارغ، دریمه تحصیلي دوره کی شل (۲۰) تنه محصلان د اګرانومی څانګي څخه فارغ او همدا شان څلورمه تحصیلي دوره کي لس (۱۰) تنه محصلان جذب او اګرانومي څانګه کي په تدریس او څیړنو بوخت دي.
د وخت د مسؤولینو له اړخه د لوړو زده کړو وزارت ته د منظوري اخیستلو په موخه ۲۲۷/۱۱۱ - ۱۲/۲/۱۳۹۷ ګڼه نیټه لیک له مخي د نباتي علومو پوهنځۍ کي د فوق لیسانس په کچه د اګرانومی، هارټيکلچر او نبات ژغورني څانګي د دوهم ځل لپاره منظوري او د ماستري د زده کړو ته د محصلانو د جذب حکم اخیستل سوي او په همدي اساس او امکاناتو ته په کتو سره د دې پوهنځۍ دریو (اګرانومي، هارټیکلچر او نبات ژغورني) څانګو ته په ۱۳۹۷ ل ل. کال د لوړو زده کړو وزارت په حکم د کانکور آزموینې له لاري (۱۷) تنه په هارټیکلچر او (۹) تنه په نبات ژغورنه څانګه کي د ماسټری زده کړي پروګرام ته جذب شول چی تدریس او علمی څیړنو کارونه یی پای ته رسیدلی دی او اسناد یی تر پروسیس لاندی دی. دا چي د پوهنځۍ ګڼ شمېر استادان د ماسټری او دوکتورا سند ترلاسه کولو او ظرفیت لوړولو په منظور د هیواد په دننه او بهر کي په لوړو زده کړو بوخت دي او ډیر استادان بیا د خپلو لوړو زده کړو له بشپړیدو څخه وروسته ۴ تنه د دوکتورا او ۵ تنه د ماستر په کچه په مختلفو څانګو کی بیرته خپل وظیفوی اشغال کړی دی او سلسله روانه ده نو یاد منظور سویو څانګو کی به د ۱۴۰۳ کال په جریان کی د پلان له مخی د هندوستان هیواد IARI)) پوهنتون سره د تفاهم نامې له مخي او په داخلی امکاناتو سره به نوی محصیلان جذب سی.
د کندهار پوهنتون د پخوانۍ کرهڼي پوهنځۍ او څیړنیز فارم د ادغام له پاره د لوړو زده کړو وزارت له خوا با صلاحیته موظف هئیت اناسټو پوهنتون ته تشریف راوړي وو چي د یادې پوهنځۍ او اړوند فارم ټول علمي او اداري تشکیل او وسایل د ځانګړي طرحې له مخي د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون په نباتي علومو، حیواني علومو او کرنیز اقتصاد او توسعې پوهنځۍو کي مدغم کړي. د ادغام په پایله کي د پخواني کرهڼي پوهنځۍ ۳ لویي څانګي (اګرانومي، هارټیکلچر او نبات ژغورني) د نباتي علومو پوهنځۍ د مشابهو څانګو سره یو ځای او ترڅنګ ئې ۵ نورې څانګي (خاورې پوهنه او اوبو لګونه، ځنګل پوهنه او طبیعی منابع، د نباتاتو بایوټکنالوژي، جنتک او د نباتاتو اصلاح او کرنیزه انجنیری) د هغه لس کلن پلان له مخي چي اناسټو پوهنتون د هند هیواد سره لري، د فعالېدو چاري بشپړي شوې. یاد هئيت د پخواني فارم د بستونو د موضوع ترڅنګ په هره تحصیلي څانګه کي استادان د هغو د اخیري تحصیلي سند، سویې او د څانګي د تشکیل د ایجاد له مخي تنظیم او د پوهنتون د علمي شورا په (۱۱) ګڼه ۴/۱۲/۱۳۹۹ نیټه فوق العاده غونډي ته وړاندي کړه چي تر تائید وروسته ترتیب شوی جدول ئې د منظوری په موخه وزارت مقام ته وړاندي کړل او منظوری یی تر لاسه سوی. د یادوني وړ ده چي نباتي علومو پوهنځۍ (۴۴) تنه استادان، (۳۱) تنه محصلین په فوق لیسانس برنامو او (۱۵۵) تنه محصلین د لیسانس برنامې په مختلفو څانګو کي لري.
لرليد
د نباتي علومو پوهنځۍ به؛ په لوړ کميت او کيفيت سره د نباتي توليداتو د توليد، نباتي نسلونو د اصلاح او دوديزو کرنيزو چارو عصري کولو په برخه کي د هيواد په کچه د ليسانس او فوق ليسانس علمي کادرونو او ظرفيتونو د روزلو په برخه کي لوی مرکز وي.
رسالت
نباتي علومو پوهنځۍ هڅه کوي چي د علمي کادرونو په واسطه د پرمختللي او په عصري ټکنالوژۍ سمبال علمي، تدريسي، توليدي څيړنيز او روزنيز چاپيريال په رامنځته کولو سره د هيواد د کروندګرو د اقتصادي پياوړتيا سبب وګرځي.
موخي
- • د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د علمي کادرونو روزل.
• د کرنيزو محصولاتو کميت او کيفيت ته پراختيا ورکول.
• د هيواد په کچه د کرني په برخه کي د نوي ټیکنالوژۍ او د کرني عصري طريقو رواجول او د في واحد ځمکي څخه زيات حاصلات لاسته راوړل.
• پر محلي او اصلاح سويو نباتي نسلونو باندي علمي څيړني تر سره کول او د هغوی مثبتي پايلي ترويجول.
• د ملي، سيمه ايزو او بهرنيو تحصیلي او څیړنيزو موئسساتو سره اړيکي ټينګول، تر څو علمي او څيړنیزي لاسته راوړني له يو بل سر شريکي کړو.
• د پورته موخو د لاسته راوړلو لپاره په لوړه سطحه داسي علمي کادرونه روزل چي اسلامي مقدساتو او افغاني کلتور ته وفادار پاتي سي او د هيواد د کرنيز سکټور د پراختيا او انکشاف سبب وګرځي.
ارزښتونه
- د يوې سپېڅلي او اسلامي روحيې په شتون سره وطن پالنه.
- معیاري او باکیفیته لوړي زده کړي.
- د څېړني بډاینه.
- سالمه اداره او اغېزمنه رهبري.
- اکاډميکه آزادي رامنځته کول.
- حساب ورکونه.
- په کارونو کې شفافیت او د فساد مخنيوی.
- د هر ډول تبعيض څخه ډډه کول.
د نباتي علومو پوهنځۍ څانګي
- اګرانومي څانګه
- هارټیکلچر څانګه
- نبات ژغورني څانګه
- د نباتاتو بايوټکنالوژۍ څانګه
- خاوره پوهنه او اوبو لګولو څانګه
- جنيټک او د نباتاتو اصلاح څانګه
- ځنګل پوهنه او طبیعي منابعو څانګه
- د کرنيزي انجينرۍ څانګه
کمېټې
1. علمي شورا
2. د فوق لیسانس برنامو د انسجام کمېته
3. د نشراتو کمېټه
4. د تحصيلي نصاب د نظارت او ارزوني کمېټه
5. د څېړنو ژباړي او تاليف کمېټه
6. د کيفيت لوړاوي کمېټه
7. د ازموينو کمېټه
8. د نظم او ډیسپلين کمېټه
9. د محصلانو شورا
10. د برېښنايي زده کړو کمېټه
11. د ستراتيژيک پلان کمېټه
12. د چاپيريال ساتني او سرسبزی کمېټه
13. د فرهنګی چارو کمېټه
د ستراتیژيک پلان خلاصه
عملیاتي پلانونه
د ۱۴۰۲ کال تدابيري او کاري پلان د پنځه کلن ستراتیژيک پلان په رڼا کي ترتیب سوی او لاندي ستراتیژيک اهداف او نوري ټولي برخي په کښي نغښتي دي:
• ساختماني او تخنیکي برخه
• د علمي او ظرفيت لوړوني برخه
• د علمي څېړنو، نوښت او انتقادي تفکر د عامېدني برخه
• د کيفيت د لوړاوي د اعتبار د ترلاسه کولو برخه
• د مالي خپلواکي د ترلاسه کولو برخه
• د قانون د حاکميت او اداري فساد د له منځه وړلو برخه
• په ټولنه کي د پوهنځۍ د موثریت برخه
• د اړيکو دپياوړتيا برخه
• نشراتي او فرهنګي برخي
• د مرستو دجلب او جذب برخه
د کړنو لنډ راپور
• ټولې اداري او اکاډمیکی چارې د مهالویش سره سم تر سره شوي دي.
• څلور تنو د دوکتورا تر کچې خپلې زده کړې بشپړ او پوهنتون راستانه شول.
• د کیفیت د لوړاوي د ۳۷۱ شاخصونو پر بنسټ اسناد تیار او د کیفیت د لوړاوي له آمریت سره شریک شول.
• د هلمند پوهنتون، زابل, اورزګان او دایکنډی د لوړو زده کړو مؤسسسو علمي کادر ته د شمولیت په موخه کادري آزموینه اخیستل شوي دي.
• د شریعت ږغ رادیو په پروګرام کې ګډون شوی دی
• په بیلابیلو د پوهنځۍ اړوند برخوکی د علمي کادر له خوا علمی کنفرانسونه دایر شوي دي.
• پاکستان هېواد ته د لنډ مهاله پروګرام لپاره دوه تنه استاد معرفي شوی.
• د پوهنځۍ د ځان ارزونې او کلني څار راپور تر چمتو کېدو وروسته د پوهنتون د کیفیت د لوړواي له آمریت سره شریک شول.
• په لوړو زده کړو وزات کې د نباتی علومو پوهنځۍ د فوق لیسانس لپاره د تحصیلي نصاب په لومړي، دوهم او دریم کلستر کې فعالهګډون تر سره شو.
• د لسانس برنامه دوهمٍي دوري د محصلينو د نتايجو نهایی کیدل.
• د استادانو لپاره د رسمي ایمیل ادرس جوړول.
• د پوهنځۍ اړوند ټولو استادانو د کړنو يو کلن راپورونه تکميلول.
• د روان تحصيلي کال د محصلانو د څیړنیزو پروژو پروفوزل ارایه
• استادانو د ترفیع اسناد پروسس کول.
• د چارو څخه پر وخت ليدنه.
• استادانو د تقرر اسناد پروسس کول.
• د پوهنځي او پوهنتون په کچه په ټولو غونډو او کمیټو کی فعاله ګډون کول.
|
بروشور |
|
په بل فایل کی مل دی |
|
کتلاک |
|
په بل فایل کی مل دی |
|
د اړیکو شمیره |
|
۹۳۷۰۰۳۰۱۱۸۸+ |
|
ایمیل ادرس |
په درنښت
پوهندوی قدرت الله احسان
د نباتي علومو پوهنځۍ رئیس