اناسټو پوهنتون کي د پروپوزل (څیړنیز اثر) لیکلو لارښود د ارائیې کنفرانس دایر کړل شو!
Event dates
Event dates -
اناسټو پوهنتون کي د پروپوزل (څیړنیز اثر) لیکلو لارښود د ارائیې کنفرانس دایر کړل شو!
نن شنبه د ۱۴۴۶/۱/۲۸ هـ ق نېټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون کي استادانو ته د پروپوزل (څیړنیز اثر) لیکلو لارښود د علمي څیړنو د مرستیال ښاغلي دوکتور شریف الله شریفي او د علمي څیړنو د آمر پوهنيار کرامت الله فاضل له لوري ارایه کړل سو.
په یاد کنفرانس کي چي د اناسټو پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو ګډون درلود، دوکتور صاحب شریفي د څیړنیز اثر لیکلو په عمومي احکامو، د لیکنې په اصولو/ قواعدو، د څیړنیز اثر په معنوي او شکلي جوړښتونو باندې مفصله وینا وکړه او همدارنګه د ښاغلي شريفي لخوا د وزرات مقام د څیړنو، تألیف او ژباړې ریاست د مونوګراف لیکنې لارښود ارایه سو. په تعقیب یې پوهنیار فاضل د څیړنیزې موضوع په ثبت، له لیکلو وروسته د اثر په دفاع او د اړوند برخو په آته ګونه فورمونو باندې بحث او معلومات ارائیه کړل. ښاغلي فاضل د پروپوزل د مختلفو برخو په تشریح سره یادونه وکړه چې د علمي څیړنو معاونیت لخوا د پروپوزل او څیړنیز اثر سافټ فارمټونه د ټولو اړوند فورمونو سره یو ځای د وزرات مقام د لارښوونو او نوي لارښود مطابق جوړ شوي دي چې د ټولو پوهنځیو سره به شریک کړل شي.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو لخوا د موضوع اړوند هر اړخیزې پوښتنې مطرح سوې، چې د دوکتور صاحب شریفي او ښاغلي فاضل لخوا ورته ځوابونه وویل سوه.
۱۴۴۶/۱/۲۸. ۱۴۰۳/۵/۱۳
د نشراتو آمريت