اناسټو پوهنتون په لوړو نمرو د کيفيت د لوړاوي او اعتبار ورکوني د لومړي پړاو ترلاسه کول په شانداره ډول ولمانځل.
Event dates
Event dates -
اناسټو پوهنتون په لوړو نمرو د کيفيت د لوړاوي او اعتبار ورکوني د لومړي پړاو ترلاسه کول په شانداره ډول ولمانځل.
په همدې موخه د سې شنبې په ورځ د ۱۴۴۶/۱/۲۴ نېټه دافغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د مرکزي کمپس د غونډو په تالار کي مراسم نیول سوي وه، په يادو مراسمو کي د اناسټو پوهنتون «رهبري، استادانو او کارمندانو»، د کندهار پوهنتون رئیس شيخ مولوي عبد الرحمن طيبي، د کندهار د اقتصاد رياست رئیس مولوي عبد السلام بريالي، د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي انعام اللّٰه سمنګاني، د کرهڼي،اوبو لګولو او مالدارۍ رياست رئیس الحاج مولوی فضل الباري فضلي ګډون کړی وو.
مراسم د قرآن کریم دڅو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل سول، ورپسې د اناسټو پوهنتون رئیس الحاج مولوی سيد محمد داؤد آغا هاشمي په پرانستونکې وينا کي ګډونوالو او په خاص ډول يي د يادو رياستو رئيسانو ته د ښه راغلاست تر څنګ په يادو مراسمو کي دهغوی د ګډون نه دزړه له کومی مننه وکړه، همدارنګه يي د اناسټو پوهنتون ټول پرسونل ته د يادي بريا مبارکي وويل او زياته يي کړه چي د اناسټو پوهنتون رهبري، استادانو او کارمندانو دا ثابته کړه چي و اسلامي نظام، دندې او د ملت خدمت ته ژمن دي او په راتلونکې کي د لا زیاتو هڅو، زيار او کوښښ هوډ لري.
ورپسې د کيفيت د لوړاوي آمر پوهنيار سيد حکمت اللّٰه انيس ګډونوالو ته مبارکی وویل او زياته يي کړه د نيکمرغه اناسټو پوهنتون په لوړو نمرو د کيفيت د لوړاوي او اعتبار ورکوني لومړی پړاو ترلاسه کړئ، وروسته يي د لوړو زده کړو وزارت د هغه مکتوب متن د ګډونوالو سره شريک کړی چي د لومړی مرحلې د اعتبار ترلاسه کولو اړوند اناسټو پوهنتون ته راغلی وو.
ورپسې د کندهار پوهنتون رئیس شيخ مولوي عبد الرحمن طيبي داناسټو پوهنتون رهبري، استادانو او کارمندانو ته ديادي بريا مبارکي وويل او د علم پر ارزښت يي وينا وکړه ښاغلي طيبي زياته کړه افغانستان د ديني علم څخه غني دي ولي په عصري علومو کي زيات زيار او هڅو ته ضرورت دی ترڅو په يا ده برخه کي په ځان بسيا سو.
ورپسې د اناسټو پوهنتون رهبري، د پوهنځيو رئيسانو، د څانګو او آمريتو آمرينو ته د رياست له لوري تهیه سوي ستاينليکونه ورکول سوه.
دمراسمو په ترڅ کي داناسټو پوهنتون او کندهار د اقتصاد رياست تر منځ د ګډو همکاريو هوکړه ليک هم لاسليک سو چي لمخې به يي دواړه لورې په ښکيلو برخو کي ديو بل په ګټه فعالیتونه پرمخ وړي.
مراسم دکرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د رئيس له لوري د دعا په ويلو پای ته ورسېدل.
۱۴۴۶/۱/۲۵. ۱۴۰۳/۵/۱۰
د نشراتو آمريت