حیواني علومو پوهنځۍ پېژندنه
حيواني علومو پوهنځۍ د هيواد د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ځانګړي اداري چوکاټ له خوا اداره کيږي، چې د يو عمومي مسؤول تر نظارت لاندي هره څانګه يې ځانګړی تشکیل او کاري بشري ځواک لري، چي په لاندي دیاګرام کې ورڅخه يادونه کيږي.
د حیواني علومو پوهنځۍ تشکیلاتي چارټ
د حیواني علومو پوهنځۍ د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د ایجاد سره سم د (۴۰۲/۱۱۷۲) حکم په ۲۰/۱۰/۱۳۹۱ نېټه د پوهنتون په اکاډمیک تشکیل کې ځای پر ځای شوې ده. د دې پوهنځۍ له پیل سره سم څلور څانګې (د حیواناتو اصلاح او روزنه، وترنري، د حیواني محصولاتو ذخیره او پروسیس، او د مرغانو، ماهیانو او شاتو مچیو روزنه) رسماً منظور شوې.
د وخت د مسؤلینو له خوا د لوړو زده کړو وزارت ته د منظوري اخیستلو په موخه د (۱۱۱/۲۲۷) حکم په ۱۲/۲/۱۳۹۷ نېټه د مالدارۍ څانګه د ماسټري په کچه منظور شوه او د محصلانو د جذب حکم صادر شو. د همدې حکم له مخې، په ۱۳۹۷ کال کې د کانکور له لارې ۱۰ تنه محصلان د ماسټري پروګرام ته جذب شول. د یاد پوهنځي ګڼ شمېر استادان د ماستري او دوکتورا سندونو د ترلاسه کولو لپاره دننه او بهر هېوادونو کې په لوړو زده کړو بوخت دي. د همدې تفاهم له مخې، یاد محصلان د ۱۳۹۸ کال د میزان په میاشت کې د هند هېواد د IVRI (Indian Veterinary Research Institute) ته واستول شول.
د خوښۍ ځای دی چې د حیواني علومو پوهنځي وترنري څانګه د وترنري علومو پوهنځي ته ارتقا وکړه. د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د (۵) حکم په ۱۵/۷/۱۳۹۸ نېټه او د (۱۰۶۵) حکم په ۵/۸/۱۳۹۸ نېټه د ۲۱ بستونو (کادري، اداري، فني، محافظتي او خدمتي) په درلودلو سره د وترنري علومو پوهنځی د پوهنتون په چوکاټ کې رسماً منظور شو.
په ۱۳۹۹ کال کې د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي د لیسانس په کچه د انتقال او ادغام په پایله کې د مالدارۍ څانګه د حیواني علومو پوهنځي د ماسټري څانګې سره یو ځای شوه. اوس مهال د مالدارۍ څانګه د لیسانس او ماسټري په کچه برنامې پر مخ وړي.
لرلید
د حیواني علومو پوهنځی به د سیمې او نړۍ په کچه د معیاري محقیقینو په روزنه کې لوړ مقام ولري.
رسالت
په عصري ټکنالوژۍ سمبال تدریسي، علمي، څېړنیز او ترویجي چاپېریال برابرول او ټولنې ته د حیواني علومو سکتور د پیاوړتیا لپاره په ښه کمیت او کیفیت خدمتونه وړاندې کول.
هدف
پوهنځی غواړي د څېړونکو د روزنې په موخه داسې علمي او څېړنیز میتودونه او مهارتونه په کار واچوي چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د مالدارۍ سکتور د اصلاح او پیاوړتیا لپاره ګټور واقع شي.
ارزښتونه
- وطن پالنه د یوې سپیڅلې اسلامي روحیې په شتون سره
- معیاري او باکیفیته لوړې زده کړې
- د څېړنې بډاینه
- سالمه اداره او اغېزمنه رهبري
- اکاډمیکه آزادي
- حساب ورکونه
- شفافیت او د فساد مخنیوی
- د هر ډول تبعیض څخه ډډه کول
ښوونیزې موخې
- د مالدارۍ، د حیواناتو اصلاح او روزنې، د حیواني محصولاتو ذخیره او پروسیس، او د الوتونکو، ماهیانو او شاتو مچیو روزنې په برخو کې د ظرفیتونو روزنه.
- د حیواني علومو او تولیداتو په اړه د باکیفیته څېړنو ترسره کول.
- د حیواني محصولاتو د کمیت او کیفیت پیاوړتیا.
- د حیواني علومو په برخه کې معیاري څېړنې.
- د حیواني محصولاتو لپاره د محلي نسلونو اصلاح.
- د انساني ټولنې او حیواناتو ترمنځ د اړیکو پیژندل او عامه پوهاوی.
- په ملي او نړیواله کچه له اړوندو ادارو سره هماهنګي.
لومړی جدول
|
شماره |
څانګه |
پروګرام |
تحصیلي دوره |
د فارغ التحصیل محصلانو تعداد |
د فراغت کال |
|
۱ |
مالداري |
ماستري |
لومړی |
۹ |
۱۴۰۰ |
|
۲ |
لیسانس
|
لومړی |
۲۹ |
۱۴۰۰ |
|
|
۳ |
دوهمه |
۱۶ |
۱۴۰۱ |
||
|
۴ |
دریمه |
۱۸ |
۱۴۰۲ |
||
|
۵ |
څلورمه |
۱۵ |
۱۴۰۳ |
||
|
۸ |
د حیواني محصلاتو ذخیره او پروسيس |
ماستري |
برنامه فعاله نده |
فارغ محصلان نلری |
۰ |
|
۹ |
لیسانس
|
برنامه فعاله نده |
فارغ محصلان نلری |
۰ |
|
|
۱۰ |
|
ماستري |
برنامه فعاله نده |
فارغ محصلان نلری |
۰ |
|
۱۱ |
لیسانس
|
برنامه فعاله نده |
فارغ محصلان نلری |
۰ |
|
|
۱۲ |
د حیواناتو نسل اصلاح او روزني څانګي |
ماستري |
برنامه فعاله نده |
فارغ محصلان نلری |
۰ |
|
۱۳ |
|
لیسانس
|
برنامه فعاله نده |
فارغ محصلان نلری |
۰ |
|
مجموعه |
|
|
۸۷ |
|
|
د حیواني علومو پوهنځی د تدریسي، علمي، عملي او نظري فعالیتونو لپاره ۱۴ تنه استادان لري. له دې جملې څخه ۷ تنه د ماسټري او ۷ تنه د لیسانس سندونه لري. همدارنګه ۵ تنه استادان د ماسټري په پروګرام کې په زده کړو بوخت دي.
دوهم جدول:
|
شماره |
د تحصیلي رتبو په تفکیک سره د حیوانی علومو پوهنځۍ د برحاله استادانو او محصلان شمیر |
|
|
۱ |
لیسانس |
۷ |
|
۲ |
ماستر |
۷ |
|
۳ |
دوکتور |
۰ |
|
۴ |
ماستری محصلان |
۹ |
|
۵ |
لیسانس محصلان |
۴۷ |
اول ګراف: د برحاله محصلانو او استادانو احصایه
دریم جدول: د علمي کادرونو علمي رتبې او د موجود محصلینو احصائیه
|
ګڼه |
رتبه |
تعداد |
|
۱ |
پوهاند |
۰ |
|
۲ |
پوهنوال |
۱ |
|
۳ |
پوهندوي |
۰ |
|
۴ |
پوهنمل |
۲ |
|
۵ |
پوهنیار |
۳ |
|
۶ |
نوماند پوهنیار |
۸ |
|
۷ |
پوهیالی |
۰ |
|
ټول شمېر |
۱۴ |
|
|
۸ |
ماستر محصلان |
۹ |
|
۹ |
لیسانس محصلان |
۴۷ |
|
ټول شمېر |
۵۶ |
|
د حیواني علومو پوهنځي فعالې څانګې
- مالدارۍ
- د حیواني محصولاتو ذخیره او پروسیس
- د حیواناتو نسل اصلاح او روزنه
- د الوتونکو، ماهیانو او شاتو مچیو روزنه