د علمي څېړنو معاونیت پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
انسانان، حیوانات او نباتات د خپل ژوند بقا په موخه پاکو اوبو، کافي او مصؤن خوړو، د اوسیدو لپاره پاک چاپیریال او نورو حیاتي مادو ته اړتیا لري. یاد فکتورونه چي د ژونديو موجوداتو لپاره حیاتي ارزښت لري د طبعی عواملو، انسانانو، افاتو او امراضو او ځیني نورو څیزونو په وسیله متضرر کیږي، چي په پایله کي د ژوندیو موجودات ژوند ګواښي او حتي دوي د مرګ تر کندي پوري ټیل وهي. د ژوندیو موجوداتو په وړاندي داسي او نوري ګڼی ستونزي یو اساسي حل ته اړتیا لري چي دا کړنه تر ډیره بریده د څیړنو په مټ ترسره کیداي سي. علمي څیړني زیاتره په علمي مراکزو کي د مسلکي اشخاصو لخوا پرمخ وړل کیږي چي هدف یې د یوي ټولنه پر وړاندي د موجوده ستونزو راسپړل او هغوي ته د څیړنو په مټ د حل یوه اساسي لاره موندل دي. د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون (اناسټو) د یوه علمي او تخصصی نهاد په حیث مسؤلیت لري څو د څیړنو د لاري د هیواد په کچه د کرني او مالداري برخه کي پرمختګونه رامنځته کړي او د همدي لاري په ټول هیواد کي غذایي امنیت او مصؤنیت تامین کړي ترڅو خلک د لوږي، قحطي او فقر څخه و ژغورل سي او ترڅنګ یې د هوسا ژوند څخه برخمن سي. همدي اړتیا ته په کتو د لوړو زده کړو وزارت په خاصې پاملرني او د څیړني، تالیف او ژباړي محترم ریاست په پوره همکاري په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کي په اناسټو پوهنتون د علمي څیړنو معاونیت رامنځته سو. یاد معاونیت په خپل تشکیلاتي جوړښت کي دري آمریتونه (علمي څیړنو آمریت، علمي مجلې آمریت او څیړنیز فارم آمریت) او د کتابتون مدیریت لري. د څیړنیز فارم تر آمریت لاندي د څیړنو لپاره پنځه زره (۵۰۰۰) جریبه د کښت وړ ځمکه، د ابیاري لپاره د ظاهر شاهي کانال اوبه، او د هیواد په کچه یو مجهز لابراتوار او یوویشت (۲۱) عرادي بیلا بیل زراعتي ماشین الات شتون لري. د دي ترڅنګ، د علمي مجلې آمریت تر چوکاټ لاندي زرغون نوښت علمي ـ څیړنیزه مجله فعالیت لري چي په هره ربعه کي یوه ګڼه خپروي. زرغون نوښت علمي ـ څیړنیزه مجله په خپله برخه کي هئیت تحریر بورډ او د مسلک په اساس ګڼ شمیر کتنپلاوي لري. یاد آمریت اوس مهال د یوه نړیوال جورنال د ایجاد هڅي هم پیل کړي دي، چي په نژدي راتلونکي کي به ان شاء الله په فعالیت پیل وکړي. د علمي څیړنو معاونیت تر چتر لاندي د علمي څیړنو آمریت د ملي او نړیوالو علمي کنفرانسونو د دایرولو، د استادانو د څیړنو، تالیف او ژباړي علمي آثارو د کتني او اصلاح، د څیړنو په برخه کي د ظرفیت لوړوني روزنیز پروګرامونو، او پوهنتون کي د ټولو علمي څیړنو څخه د څار او نظارت دنده پر غاړه لري. نوموړي آمریت په خپله برخه کي د څیړني، تالیف او ژباړي بورډ هم لري.
لرلید
علمي څیړنو معاونیت به د کره او پر نړیوال معیارونو برابرو څیړنو په مرسته داسي یو چاپیریال رامنځته کړي څو د کرني او مالداري په برخه کي په ملي او نړیواله کچه پرمختګونو او ځان بسیاني ته زمینه برابره کړي او ترڅنګ به د استادانو، محصلینو او څیړونکو نوښتونو، خلاقیت، پوهي او څیړنیز ظرفیت لوړوني ته لاره هواره کړي.
رسالت
علمي څیړنو معاونیت هڅه کوي څو په اناسټو پوهنتون کي د موجوده کادري غړو، محصلینو، پراخه څیړنیزي ساحي، کرنیزې او لابراتواري ماشینري په مټ په نړیوالو معیارونو برابري څیړني ترسره کړي څو د همدي لاري د کرني او مالداري په وړاندي پرتي ستونزي هواري، په هیواد کي غذایې امنیت او مصؤنیت خوندي کړي او ترڅنګ یې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا سبب وګرځي.
موخي
• په ملي او نړیواله کچه علمي څیړنو ته وده او پرمختګ ورکول.
• د هیواد په کچه د کرني او مالداري پر وړاندي پرتي ستونزي راسپړل او دکره او معیاري څیړنو د لاري هغوي د حل لارو موندل.
• د علمي څیړنو په مټ په هیواد کي عصري او میکانیزه کرنیز سیستم رامنځته کول.
• د استادانو، محصلینو او څیړونکو علمي او څیړنیز ظرفیت لوړول او په همدي برخه کي د دوي نوښتونو او خلاقیت ته وده او پرمختګ ورکول
کمېټې
د علمي څېړنو او نشراتو بورډ
آمریتونه او مدیریتونه
د علمي څیړنو آمریت
د داخلي او نړیوالو علمي مجلو آمریت
د علمي څیړنیز فارم آمریت
د لابراتوار مدیریت
دوکتور حضرت میر توتاخیل کتابتون
|
د کارمندانو شمير |
||||||||
|
۴۰ تنه |
||||||||
|
برحال کارمندان |
||||||||
|
شمیره |
د کارمند نوم |
تخلص |
دنده |
د تحصیل درجه |
علمي رتبه |
څانګه |
د اړیکو شمېره |
ایمیل ادرس |
|
۱ |
شریف الله |
شریفي |
د علمی څیړنو مرستیال |
دوکتور |
پوهنمل |
اګرانومي |
0700388502 |
nsharifullah@ gmail.com |
|
۲ |
کرامت الله |
فاضل |
د علمی څیړنو امر |
ماسټر |
پوهنمل |
اګرانومي |
0703891816 |
Kiramatullah.Fazil94@ gmail.com |
|
۳ |
نواب |
ناصر |
د داخلي او نړیوالو علمي مجلې آمر |
دوکتور |
پوهنمل |
هارټکلچر |
0705477590 |
nawab@anastu.edu.af |
|
۴ |
عبدالولي |
بارک |
د علمي څیړنیز فارم آمر |
لیسانس |
|
هارټکلچر |
0700020207 |
Wali.sadiqi30@gmail.com
|
|
۵ |
محمد عمر |
حبیبي |
د علمي څیړنو عمومي مدیر |
لیسانس |
|
نبات ژغورنه |
0708336707 |
Habibiomer86@Gmail.com |
|
۶ |
عزیزالله |
عزیزي |
د طبعی علومو کارشناس |
لیسانس |
|
هارټکلچر |
0700679692 |
Azizullahazizi8315@Gmail.com |
|
۷ |
قدرت الله |
رسولي |
د علمی مجلې کارشناس |
لیسانس |
|
ادبیات |
0700330829 |
|
|
۸ |
میرویس |
فرقانیار |
اجرائیه مدیر |
لیسانس |
|
حقوق |
0700306522 |
|
|
۹ |
دولت خان |
حېدر |
د مجلې عمومي مدیر |
لیسانس |
|
|
0708336005 |
d.haidaeafghan@Gmail.com |
|
۱۰ |
قاسم خان |
مسلم |
د مجلې د نشر مدیر |
لیسانس |
|
هارټکلچر |
0705995152 |
Qasamkhanmuslim363@Gmail.com |
|
۱۱ |
بلال احمد |
سرفراز |
د کتابونو د توزیع مدیر |
څوارلس پاس |
|
نرسینګ |
0704083343 |
|
|
۱۲ |
خداینظر |
نظري |
د کتابتون عمومي مدیر |
لیسانس |
|
اګرانومي |
0700473637 |
|
|
۱۳ |
اسدالله |
همدرد |
اګرانومي لابرانت |
لیسانس |
|
اګرانومي |
0708336518 |
|
|
۱۴ |
نوراحمد |
حبیبي |
هارټکلچر لابرانت |
لیسانس |
|
هارټکلچر |
0708336367 |
|
|
۱۵ |
امان الله |
بارک |
د حیوانی علومو کار شناس |
لیسانس |
|
حیوانی علوم |
0704331263 |
|
|
۱۶ |
حسن شاه آغا |
حبیبي |
فني مدیر |
لیسانس |
|
نبات ژغورنه |
0700369050 |
Hussain123@gmail.com
|
|
۱۷ |
سلطان محمد |
درخشان |
هارټکلچر لابرانت |
لیسانس |
|
هارټکلچر |
0706723162 |
|
|
۱۸ |
رحمت الله |
سعادات |
نبات ژغورنه لابرانت |
لیسانس |
|
نبات ژغورنه |
0704142357
|
|
|
۱۹ |
اسدالله |
سیرت |
فارم کار شناس |
لیسانس |
|
اګرانومي |
0707710857 |
siratamin1@gmail.com
|
|
۲۰ |
نجی الله |
سیدزی |
مالداری لابرانت |
لیسانس |
|
حیواني علوم |
0708889317
|
|
|
د اړیکو شمیره |
||||||||
|
0700388502 |
||||||||
|
ایمیل ادرس |
||||||||
|
nsharifullah@ gmail.com |
||||||||
په درنښت