افغانستان دکرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون

دافغانستان دکرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د رئیس پیغام!

 

۱ اونی ago

السَّلامُ عَلَيْكُم ورَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكاتُهُ!

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون (اناســټو) چي په ۱۳۹۱ه ش په اشرف البلاد کندهار کی تأسیس سوې دهیواد په کچه یوازینی زراعتي پوهنتون دی چي د لیسانس او فوق لیسانس برنامو په لرلو سره د کرهڼي او مالدارۍ اړوند د تدریس، تحقیق او ترویج برخو کي فعالیت لري ترڅو د ســترو اهدافو لکه د خوړو له اړخه د هیواد په ځان بســــایني، شین انقلاب او ملي اقتصاد پیاوړتیا کې د الله تعالی په نصرت سره عمده رول ولوبوي.

اناســــټو پوهنتون په دوامداره توګــه هڅه کـوي چي په راتلونکي کي د مســــلکي او لوړ رتبه استــــادانو، علمي برنامو او څیړنو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپیـــریال، نړیوالو علـــمي او مسلکي توامیتونو او محــصلینو ته دغوره خدمتونو وړاندې کولو په مرســـته په ملي، سیــــمه یېزه او نړیواله کچه ځانګــړی باور او اعتبار ترلاسه کړي. دا چې د یوه ملت هر اړخیز پرمختګ او وده د هغه ملت د لوړو زده کړو په پیاوړي ســېـسـتم پوري اړه لري نو د پوهنتون رهبري ژمنه ده چې د علمي پروګــرامونو لاپــیاوړتـیا، پراختـیا او معــیاري کیدو لپاره به دوامدارې هلې ځلې کوي.

د اناسټو پوهنــتون اداره ژمنــه ده چي دلوړ علمــي اعتبار، مسلکي ټیم او ژمنتیا په لرلو سره د خپل محـصـلینو وړتــیاوو ته وده وړکړي او دوی د نړۍ په چټک بدلیـــدونکي چاپیریــال کې د ژوند کولو لپاره په کافي اندازه ســمبال کړي. انشــاءالله موږ باوري يو، چي اناسټو پوهــنتون به د هـــــیواد او ســیمې په کچه د علمـــي کادرونو غوره مـرکـز وې او د خپــلو کادرونو په مټ به و کولی شې چي د هيواد چټک پرمختګ، خوړو لــه اړخــه بســـایني او د ملي اقتصاد پیاوړتیا را منځته کولو کې اړینه ونډه ولوبوي.

د یو پر ځان بسیا، پرمختـــللي او ښیراز افغانـســــتان په هیله!

 

والســــلام،

الحاج مولوي سید محمد داؤد آغا هـــاشمي

 

 

د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون رئيس

VacanciesAll available vacancies

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۲۳:۱۳
Background image

د اناسټو پوهنتون د علمي کادري بستونو خبرتیا!

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژی ملي پوهنتون د ۱۴۴۴ ه ق کال لپاره د دوکتور، ماسټر او لیسانس په سویه علمي کادري بستونه د لمړي ځل لپاره په لاندي توګه اعلان کړي

:دنباتي علومو پوهنځی . . .

تازه خبرونهنور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۹:۳۶
Background image

د اناسټو پوهنتون زدکړیالانو ته د پاڼه رژونکو میوو د مضمون په اړه عملي زدکړه ورکول سوه.

 د سه شنبې په ورځ ۱۴/۱/۱۴۴۵هــ ق نیټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون دنباتې علومو پوهنځي د هارټیکلچر څانګې د څلورم ټولګي زدکړیالانو د ښاغلي پوهنیار محمدادریس داوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۹:۳۰
Background image

د اناسټو پوهنتون او پوهنځیو د ستراتیژیک پلان د نها یې کولو په اړه غونډه دایره سوه.

د سه شنبې په ورځ ۱۴/۱/ ۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټیکنالوژې ملي پوهنتون د ستراتیژیک پلان دکمیټې له لوري د نوموړي پلان هر اړخیزتوب او بډاینې په موخه د بیاکتنې، نظر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۸:۲۸
Background image

د اناسټو پوهنتون زدکړیالانو د عملي زدکړو په موخه د کرنیزې ماشنرۍڅخه لیدنه وکړه.

 د دوشنبې  په ورځ ۱۳/۱/۱۴۴۵هــ ق نیټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون دنباتې علومو پوهنځي د کرنیزې میکانیزې څانګې د دوهم ټولګي زدکړیالانود ښاغلي پوهنیار محیب الله. . .

تازه اعلانونهAll announcements

جمعه ۱۴۰۲/۵/۶ - ۶:۳
Background image

د اناسټو پوهنتون د لیسانس برنامې د روان سمستر د وروستیو آزموینو د پیل خبرتیا!

د اناسټو پوهنتون د لیسانس برنامې د روان سمستر د وروستیو آزموینو د پیل خبرتیا!
د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د آزموینو د څار او ارزونې کمیټې د ۱۴۴۵/۱/۹ نېټې او ۱۱مه . . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

د ستراتیژک پلان د هر اړخیزتوب او بډاینې په موخه د ناستې ویډیو

اناسټو پوهنتون له لوري د کانګو تبې ناروغې د خطرونو کنټرول او مخنیوي په اړه کنفرانس