د ماسټري برنامو خبرتیا !

anastu_admin
ماسټري برنامه

Due

-

Location اناسټو پوهنتون، دوهم کمپس، عینو مینه، ٣٧ سړک، کندهار، افغانستان.

د اناسټو پوهنتون د ماسترۍ پروګرامونو لپاره د نوم لیکني خبرتيا !
دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملی پوهنتون په ۱۴۰۳ کال کې د همدي پوهنتون او د هندوستان  هیواد (IARI) پوهنتون ماسټرۍ ګډو پروګرامونو لپاره په لاندي پوهنځیو او څانګو کې نوي محصلین جذبوي، په شرایطو برابر کسان کولای شي چې د ۲۰/۴/۱۴۰۳  څخه تر ۱۰/۵/۱۴۰۳هـ ش نېټې پوري چې د ۱۰/۷/۲۰۲۴ څخه تر۳۱/۷/۲۰۲۴ نیټې سره سمون لري، د اناسټو پوهنتون ته دنوم لیکنې لپاره مراجعه وګړي.

۱-  د نباتي علومو پوهنځي:
•    اګرانومي څانګه.
•    هارتیکلچر څانګه.
•    نبات ژغورنه څانګه.
•    خاوره پوهنه او اوبو لګولو مدیریت څانګه.
•    نباتاتو اصلاح څانګه.

۲-  دحیوانی علومو پوهنځی:
•    مالدارۍ څانګه

۳-  د کرنیز اقتصاد او توسعې پوهنځی:
•    کرنیز اقتصاد څانګه.
•    کرنیزه توسعه څانګه.

هغه داوطلبان چې د ماسترۍ پروګرام کې د ګډون لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کوي، باید لاندې شرایط په پام کې ولري: 
۱-  هغه کسان چې د آزاد رقابت له لارې په نوموړې پروسه کې ګدون کوي، لومړی د پوهنتون ریاست مقام ته عریضه وړاندې کړي.
۲- په اړونده څانګه کې دلوړو زده کرو وزارت لخوا تائید شوی ډیپلوم او نمراتو ټرانسکريپټ ولري .
۳- د لېسانس د دورې د نمراتو منځنۍ سلنه يې باید له ۶۵٪ څخه کمه نه وي.
۴- انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل .
۵- داخل د خدمت کار کوونکي باید د مسلک په لحاظ برابر اشخاص وي.
۶- هغه اشخاص چې دیوې رسمي ادارې څخه معرفې کیږي، باید د نوموړې ادارې رسمي معرفت او موافقت لیک ولري.
۷- هر کاندید باید د لوړو زده کړو وزارت د ماسترۍ د لایحې مطابق د فیس ورکړی وړتیا ولري.
۸- هر کاندید باید د لاندې اسنادو په وړاندې کولو سره په نوموړی پروسه کې ګدون وکړي.
•    اصلي ډیپلوم،
•    اصلي د نمراتو ټرنسکريپټ،
•    اصلي تذکره،
•    پاسپورت سایز ۳ قطعې عکسونه،

۹- يادونه!
د يوې فورمې قیمت (۵۰۰) افغانۍ دی.
د نوم لیکنې ځای: اناسټو پوهنتون، دوهم کمپس، عینو مینه، ٣٧ سړک، کندهار، افغانستان.

Latest scholarships

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۹:۲۶ اناسټو پوهنتون، دوهم کمپس، عینو مینه، ٣٧ سړک، کندهار، افغانستان.
Background image

د ماسټري برنامو خبرتیا !

د اناسټو پوهنتون د ماسترۍ پروګرامونو لپاره د نوم لیکني خبرتيا !