دعلمی او محصلانو چارودمعاون لنډه پیژندنه
احمد فواد احساس
(د چاپيريال انجنيري او مديريت) ، ماسټر
د اړیکی معلومات
نوم: احمد فواد احساس
( د چاپيريال انجنيري او اداره) ، ماسټر
دنده ( پوزیشن):د علمي او محصلانو چارو مرستيال
څانګه:اوبه او چاپيريال
الیکترونیکی ادرس: ahmad.fawad.ehsas@gmail.com
د اړیکی شمیره:۰۰۹۳۷۰۴۱۷۸۹۸۳
احمد فواد احساس د ۱۳۹۷ ه ل کال د کب د مياشتي را پدې خوا د افغانستان د کرنيزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون (اناستو) د محصلانو او علمي چارو مرستيال دی. تر دې دمخه د ۱۳۹۶-۱۳۹۷ ه ل پوري د اوبو او چاپيريال انجنيري څانګي آمر وو. تر دې مخکي هغه د انجنيري پوهنځی د مرستیال په حېث په ۱۳۹۵-۱۳۹۶ کال دنده ترسره کړې ده. نوموړی په پوهنځي کي د تقرر یعني ۱۳۸۹ کال را په دې خوا تدريس کوي . نوموړي د ليسانس دورې محصلينو ته د چاپيريال انجنیري برخی بیلابیل اساسي او تخصصي مضامین ویلي دي. د احمد فواد احساس تخصصي رشته د اوبو او چاپيريال انجنيري او مديريت دی.
احمد فواد احساس د پوهنتون او پوهنځی په کچه په بیلابیلو کمیټو کي فعاله برخه اخیستې او همدارنګه د پوهنتون څخه دباندي د نورو دولتي او غیر دولتي ارګانونو سره د پوهنتون په چوکاټ کی مرسته او خدمت کوي.
تدریس لیوالتیا: د اوبو او چاپيريال انجنيري او مديريت.
د تجربی ساحه: پر چاپيريال د تاثيراتو ارزونه، چاپيريالي روغتيا او حفظ الصحه،
د کچرو او کثافاتو مديريت، د فاضله اوبو تصفيه او بيرته استعمال
ترسره شوی څیړنی:
۱- د کندهار ښار د فاضله اوبو د تصفيې لپاره د ارزانه تصفيې سيستم پرمختګ ( د ماسټری د تیزیس څیړنه په انګلیسی ژبه)
۲- د کندهار ښار د فاضله اوبو سيستم مطالعه. (د شيپ پروګرام د څېړنو پروژه).
۳- د کندهار ښار په کرهڼه کي د کورنيو فاضله اوبو د استعمال تاثيراتو څېړل.
۴- د کثافاتو د تجمع مرکز د ساحې انتخاب او ډيزاين د چاپيريالي تاثيراتو څېړل.
نشر شوي څیړنی: تازه نشر شوی څیړني
1-Impact Assessment of Domestic Wastewater Use for Irrigation in Kandahar City, Afghanistan.
(Volume 7, Issue 4, April 2017) IOSRJEN Journal
2- International Journal of Engineering Science Invention (IJESI) ISSN (Online): 2319 – 6734, ISSN (Print): 2319 – 6726 www.ijesi.org ||Volume 7 Issue 7 Ver III || July 2018 || PP 40-49