دحیوانی علومو پوهنځي

قانعلنډه پیژندنه

نوم: قدرت الله قانع

دنده:  دحیواني علومو پوهنځۍ رئیس

پوهنځي:    حیواني علوم

qqanih@gmail.com :بریښنالیک

qqanih@Yahoo.com

داړیکی شمیره:۰۰۹۳۷۰۰۳۵۹۳۷۰ 

 

                                


لنډ ژوند لیک

د افغانستان کرنیزو علومو او تکنالوژي ملی پوهنتون، د حیوانی علومو پوهنځي رئیس او د همدې پوهنځۍ د حیواناتو د اصلاح او روزنی د څانګي استاد

قدرت الله قانع د حیات الله زوی په ۱۳۶۶ لمریز کال د اسد د میاشتی په ۲۷ نیټه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک په کلی کی زیږیدلی او اوسنی هستوګنځای يي د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کی موقیعت لری. له ظاهر شاهی عالي لیسې څخه د بکلوریا سند د تر لاسه کولو وروسته په ۱۳۸۹ لمریز کال کی د کانکور ازموینی په پایله کی د کندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځۍ ته شامل او په ۱۳۹۳ لمریز کال یی وکولای شول چی د همدې پوهنځۍ د حیوانی علومو له څانګي څخه د کادر تر څنګ د لسانس سند تر لاسه کړي. په ۱۳۹۴ لمریز کال کی د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملی پوهنتون د حیوانی علومو د پوهنځۍ کادري بست ته کاندید او د رسمی پروسیجر له طی کولو وروسته په همدې کال کی د نامزد پوهیالی په حیث په پورته ذکر شوې پوهنځۍ کی مقرر شو. نوموړي خپله د نامزد پوهیالی دوره په پوره کامیابۍ او لاسته راوړونو سره بشپړه او د پوهیالي علمي رتبې ته يې د ارتقاع کولو وروسته په ۱۳۹۶ لمریز کال د جاپان هیواد کیوشو پوهنتون ته معرفی شو. په ۱۳۹۸ لمریز کال نوموړي د جاپان هیواد د کیوشو پوهنتون څخه چی یوله پرمختللو او مشهورو پوهنتونو څخه شمیرل کیږی خپل د ماسترۍ سند د تکثری فزیولوجی او بایوټیکنالوژی (Reproductive physiology and biotechnology) په برخه کی په اعلی درجه تر لاسه او بیرته خپل هیواد ته راستون شو. ښاغلی قانع د راستنیدولو سره سم د اناستو پوهنتون د ریاست لخوا د پوهنتون د څیړنیز فارم سرپرست آمر وټاکل شو او د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلي په میاشت کی د افغانستان د ولسمشر د حکم په اساس د حیواني علومو پوهنځۍ د رئیس په توګه وګمارل شو چی تر دې دمه د یادي پوهنځۍ د ریاست چاري مخته وړي. ښاغلی قانع په مختلفو خارجی، دولتی او غیر دولتی اداراتو کی له پوره کاری تجربې څخه هم برخمن دی.

د تدریس لیوالتیا:        حیوانی فزیالوژی، ګایناکولوجی، د حیواناتو روزنه

د تجربې ساحه:            حیوانی تکثری فزیولوژی