دنباتی علومو پوهنځی

د نباتي علومو د پوهنځي پیژندنه

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکټور یوه پیاوړې برخه سهیل لویدیځ زون دی
 او د ډېرو با ارزښته نباتي کورنیو دتولید لپاره مساعد اقلیمي شرایط لري. 
کندهار ولایت د بيلابيلو غلو دانو، میوه جاتو، سبزیجاتو او صنعتي نباتاتو
کوربه ګڼل کیږي او د تولید لوی مرکز دي.
له دې مرکز څخه په زیاته پیمانه محصولات د هیواد د بیلا بیلو برخو
ترڅنګ د آسیا ډېرو هیوادونو کي مارکېټ لري.
که څه هم د کندهار د صادراتو کچه د اوسني عصر او پرمختګونو په
پرتله کمه ده خو ځیني محصولات لکه انار، انګور، انځر،بادام، زیره او نور
د بهرنیو اسعارو د لاسته راوړلو له پاره مهم اهمیت لري.
دا چې نه یوازې کندهار بلکې د ټول هیواد په کچه د کرنې او
مالداری سکتور ډیر زیات پرمختګ او مثمرې ودې ته اړتیا لري او اړینه ده چې دا
برخه پیاوړې شي او دوامداره کار ورته وشي د همدې لپاره د افغان دولت د
انکشافي او فرهنګي پالیسیو پر اساس په ۱۳۹۱ هـ، ل کال کي د افغانستان
د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون بنسټ کېښودل شو.
د نباتي علومو پوهنځۍ د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون
د ایجاد سره سم په ۳۶۵/۳۷۲ -۲۰/۱۰/۱۳۹۱ ګڼه نیټه حکم د پوهنتون په اکاډمیک
تشکیل کي منظور او ځای پر ځای شوې ده.
د نباتي علومو پوهنځۍ د پیل سره سم اته (۸) څانګي (اګرانومي، هارټیکلچر،
نبات ژغورنه، بایوتکنالوژي، کرنیزه انجنیری، خاوره پوهنه او اوبو لګونه،
ځنګل پوهنه او طبیعي منابع او جنتیک او دنباتاتو اصلاح) د لیسانس او فوق لیسانس
پروګرامونو د پرمخ بیولو لپاره د وزارت مقام لخوا رسماً منظور سوې دي.
 په همدي اساس او امکاناتو ته په کتو سره د ۱۳۹۲ هـ،ل کال د حوت په میاشت کي
لومړی دوره ۲۱ تنه د ماستری محصلان د اګرانومی څانګي ته جذب او د هند هیواد
(IARI) او انسټو پوهنتونونو په ګډه همکارۍ په ۱۳۹۵ کال کي فارغ شول،
په ترتیب سره د یادي څانګي په دویمه تحصیلي دوره کي نولس (۱۹) تنه محصلان د
اګرانومی څانګي څخه فارغ ،دریمه تحصیلي دوره کی شل (۲۰) تنه محصلان داګرانومی
څانګي څخه فارغ او همدا شان څلورمه تحصیلي دوره کي لس (۱۰) تنه محصلان جذب او
اګرانومي څانګه کي په تدریس او څیړنو بوخت دي.
د وخت د مسؤولینو له اړخه د لوړو زده کړو وزارت ته د منظوري اخیستلو په موخه
۲۲۷/۱۱۱ - ۱۲/۲/۱۳۹۷ ګڼه نیټه لیک له مخي د نباتي علومو پوهنځۍ کي د فوق لیسانس
په کچه د اګرانومی، هارټيکلچر او نبات ژغورني څانګي د دوهم ځل لپاره منظوري او
د ماستري د زده کړو ته د محصلانو د جذب حکم اخیستل سوي او په همدي اساس او امکاناتو
ته په کتو سره د دې پوهنځۍ دریو (اګرانومي، هارټیکلچر او نبات ژغورني) څانګو ته
په ۱۳۹۷ ل ل. کال د لوړو زده کړو وزارت په حکم د کانکور آزموینې له لاري (۱۷) تنه
په هارټیکلچر او (۹) تنه په نبات ژغورنه څانګه کي د ماسټری زده کړي پروګرام ته جذب
شول چی تدریس او علمی څیړنو کارونه یی پای ته رسیدلی دی او اسناد یی تر
پروسیس لاندی دی.
دا چي د پوهنځۍ ګڼ شمېر استادان د ماسټری او دوکتورا سند ترلاسه کولو او ظرفیت
لوړولو په منظور د هیواد په دننه او بهر کي په لوړو زده کړو بوخت دي او ډیر
استادان بیا د خپلو لوړو زده کړو له بشپړیدو څخه وروسته ۴ تنه د دوکتورا او ۵ تنه
د ماستر په کچه په مختلفو څانګو کی بیرته خپل وظیفوی اشغال کړی دی او سلسله روانه
ده نویاد منظور سویو څانګو کی به د ۱۴۰۳ کال په جریان کی د پلان له مخی د هندوستان
هیواد IARI)) پوهنتون سره د تفاهم نامې له مخي او په داخلی امکاناتو سره به نوی
محصیلان جذب سی.
د کندهار پوهنتون د پخوانۍ کرهڼي پوهنځۍ او څیړنیز فارم د ادغام له پاره د لوړو
زده کړو وزارت له خوا با صلاحیته موظف هئیت اناسټو پوهنتون ته تشریف راوړي وو چي د
یادې پوهنځۍ او اړوند فارم ټول علمي او اداري تشکیل او وسایل د ځانګړي طرحې له مخي
د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون په نباتي علومو، حیواني علومو
او کرنیز اقتصاد او توسعې پوهنځۍو کي مدغم کړي.
د ادغام په پایله کي د پخواني کرهڼي پوهنځۍ ۳ لویي څانګي (اګرانومي، هارټیکلچر
او نبات ژغورني) د نباتي علومو پوهنځۍ د مشابهو څانګو سره یو ځای او ترڅنګ ئې ۵ نورې
څانګي (خاورې پوهنه او اوبولګونه، ځنګل پوهنه او طبیعی منابع، بایوټکنالوژي، جنتک
او د نباتاتو اصلاح او کرنیزه انجنیری) د هغه لس کلن پلان له مخي چي اناسټو پوهنتون
د هند هیواد سره لري، دفعاليدو چاري بشپړي شوې.
یاد هئيت د پخواني فارم د بستونو د موضوع ترڅنګ په هره تحصیلي څانګه کي استادان د هغو
د اخیري تحصیلي سند، سویې او د څانګي د تشکیل د ایجاد له مخي تنظیم او د پوهنتون د
علمي شورا په (۱۱) ګڼه ۴/۱۲/۱۳۹۹ نیټه فوق العاده غونډي ته وړاندي کړه چي تر تائید
وروسته ترتیب شوی جدول ئې د منظوری په موخه وزارت مقام ته وړاندي کړل او منظوری
یی تر لاسه سوی.
د یادوني وړ ده چي نباتي علومو پوهنځۍ (۴۶) تنه استادان، (۱۰) تنه محصلین په
فوق لیسانس برنامو او (۱۵۵) تنه نارینه محصلین د
لیسانس برنامې په مختلفو څانګو کي لري.

لړلید

د نباتي علومو پوهنځۍ به؛ په لوړ کميت او کيفيت سره دنباتي توليداتو د توليد، نباتي نسلونو د اصلاح او دوديزو
کرنيزو چارو عصري کولو په برخه کي د هيواد په کچه دليسانس او فوق ليسانس علمي کادرونو او ظرفيتونو د
روزلو په برخه کي لوی مرکز وي.

رسالت

نباتي علومو پوهنځۍ هڅه کوي چي د علمي کادرونو په واسطه د پرمختللي او په عصري ټکنالوژۍ سمبال علمي،
تدريسي، توليدي څيړنيز او روزنيز چاپيريال په رامنځته کولو سره د هيواد د کروندګرو د اقتصادي پياوړتيا سبب
وګرځي.

وسلام