د افغانستان دکرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون د محترم رئیس ښاغلي پوهنمل دوکتور حضرتمیر(توتاخېل) لنډه پېژندنه (Biography)

 

ښاغلی پوهنمل دوکتور حضرتمیر(توتاخېل) د ارواح ښاد دادمیر زوی د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالی کي په یوه بزګره کورنۍ کي په ۱۳۳۷هـ ش کال کي دې فاني نړۍ ته سترګي پرانیستې، د نوموړي کورنۍ د ډېرو سختو ستونرو سره مخ وه حتی د نوموړي شاملول ښوونځۍ ته ستونزي درلودې ځکه نوموړی د کوچنیوالي څخه په مزدوري بوخت ؤ چي بالاخره په  ۱۳۴۱ هـ ش کال کي ښوونځۍ ته شامل سو، د ښوونځۍ د درسونو ترڅنګ به یې د خپلي ځمکي د کښت چاري هم په مخ بېولې په ۱۳۵۳هـ ش کال کي د سیـــــد کـــرم عالي لیسې څخه په لمړۍ عالي درجه فارغ سو او پوهنتون ته د شمول په موخه د کانکور آزمویني له لاري په ۱۳۵۳هـ ش کال کي د خپلي میني له مخي چي د کرهڼي او مالدارۍ سره یې لرله د کابل پوهنتون د کرهڼي پوهنځۍ د اګرانومي څانګي ته شامل، په ۱۳۵۶هـ ش کال کي په کادري نمرو د پوهنځۍ څخه فارغ او په نوموړې پوهنځۍ کي د علمي کادر د غړي په توګه و ګمارل سو، د هیواد حالاتو ته په کتو سره د کرهڼي او مالدارۍ او اوبو لګولو د وزارت له لاري چي نوموړي ته ضرورت ؤ د ننګرهار د ناوې د پراختیا په لوی ریاست کي د جمهوریت فارم ته چي د څلورم نمبر فارم په نومو هم یادیږي د آمر په توګه او ورپسې د غازي آباد د فارم د آمر او بالآخره د کانال د څارني او ساتني د آمر په توګه و ګمارل سو، د ننګرهار پوهنتون د تأسیس سره سم په کال ۱۳۶۰هـ ش کي د کرهڼي د پوهنځی استاد د او استادۍ تر څنګ د ښووني او روزني د عمومي مدیر په توګه چي د هغه وخت د تشکیل له مخي د محصلانو او استادانو د چارو او د تنظیم مسئولیت یې درلود وګمارل سو، په کال ۱۳۶۱هـ ش کي د ماسټري د برنامې لپاره د پخواني شوروي اتحاد د تاشکند د کرني دولتي پوهنتون ته معرفي سو او په کال ۱۳۶۳هـ ش کي د ماسټري تر بشپړولو وروسته د لوړو زده کړو د وزارت له لاري د کابل پوهنتون د کرهڼي په پوهنځی کي یې درسي مکلفیت او د مسلکي او تخنیکي چارو د تنظیم په آمریت کي د غړي په توګه دنده آدا کوله، په کال ۱۳۶۷هـ ش کي د دوکتورا (Ph.D) د زده کړو په موخه پخواني شوروي اتحاد ته د کرهڼیزو علومو آکاډمي (دوګوچایف) ته ور معرفي سو او خپلي علمی او څېړنيزي چاري یې د علومو آکاډمي د نظري درسونو تر څنګ ئې د ازبکستان د تاشکند د کرنیزو علومو په پوهنتون کي څېړنیزي چاري هم تر سره کړي دي او په ۱۳۷۰هـ ش کال کي دوباره خپل هیواد ته راستون او په هغه وخت کي په هیواد کي د امنیتي ستونزو بد حالت په پایله کي د پاکستان هیواد پشاور ښار ته مهاجر سو، د مهاجرت سره سم یې په یوه نړیواله اداره کي چي د کرهڼي چاري یې په مخ وړلې مقرر او یوازي یوه اوونۍ یې هلته دنده اجرأ کړه. کله چي د نویو مهاجر سویو استادانو او محصلانو حالت یې ولید د خپلي دندي څخه یې استعفأ ورکړه او داچي نوي مهاجر سوي استادان او محصلان او د هغو بچیان یې د تنظیمونو په اړونده پوهنتونو کي نه منل نو د خپلو څو تنو افغانانو سره مشوره یې په پشاور کي د احمدشاه آبدالي په نوم خصوصي پوهنتون په کال ۱۳۷۳هـ ش کی پرانیست وروسته د پاکستان د حکومت د وخت مسئولینو لخوا دا پوهنتون وتړل سو. ښاغلي توتاخېل د پوهنتون د دوباره خلاصېدو او فعالیت په موخه هلی ځلي پیل کړې چي په پایله کي یې د امنیتي ارګانونو لخوا بندي او تر نظارت لاندي ونیول سو، د ۲۰ ورځو نظارت وروسته د یو لړ فشارونو له کبله چي پر آمنیتي ارګانونو(د صوبه سرحد د مشرانو) لخوا راغلل د نظارت څخه خوشي سو، تر ۱۶ میاشتو د پاکستان په اړونده محاکمو کي د هلو ځلو په پایله کي یې یو ځل بیا د احمدشاه آبدالی پوهنتون د فعالیت جواز تر لاسه کړ.

ښاغلی توتاخېل د دې په خاطر چي د هجرت ټول هغو پوهنتونو ته چي په پشاور کي فعاله وه او وروسته په ټولو د فعالیت بندیز لګېدلی ؤ لکه: د حذب اسلامي، هیواد، امهات المؤمنین، عبدالله ابن مسعود، دعوت، او جهاد پوهنتونونه ټول تر یوه چتر لاندي راغونډ او د پوهنتون فعالیت یې د افغان پوهنتون تر نامه لاندي د وخت د لوړو زده کړو د وزیر سره په تفاهم کي شروع او تر ۴ کلونو پوري یې د نوموړي پوهنتون د علمي مرستیال دنده پر مخ بېوله په کال ۱۳۸۲هـ ش کي د جلالتمآب حامد کرزي د ریاست جمهورئ په وخت کي د یوه فرمان په صادرولو سره دا پوهنتون د (۳۸۵۰۰۰۰۰)پاکستانۍ کالدارو په آرزښت د پوهنتون ټول سامان آلات او (۳۰۰۰۰۰۰)نقدي کالداري (۱۹۷۰)تنه فارغین او (۲۸۴) تنه استادان د خپلو کورنیو او (۴۸۰۰) برحال محصلین هیواد ته را ستانه او د خوست په ولایت کي افغان پوهنتون فعالیت پیل کړ، بیا هم ښاغلي توتاخېل په نوموړي پوهنتون کي د علمي مرستیال او سرپرست رئیس په حیث خپله دنده تر سره کوله، بیا یې د عربي متحده اماراتو د څخه د خوست(افغان پوهنتون) ته د تأسیساتو د جوړېدو په موخه د مرستي غوښتنه وکړه او د شېخ زاهد لخوا (۸۰۰۰۰۰۰) امریکایی ډالره او د اماراتو د پوهنتون نقشه مرسته وسوه چي اوسني تأسیسات ورباندي جوړ سوه او پوهنتون د شېخ زاهد پوهنتون په نامه ونومول سو.

د لزوم دید له مخي ښاغلي توتاخېل وروسته له یو څه وخت د آکاډمیکو چارو د آرزوني چاري د هیواد د پوهنتونو په کچه پر مخ یووړې وروسته په ۱۳۸۳هـ ش کال د شهید استاد رباني پوهنتون ته تبدیل او تر ۱۳۸۶هـ ش کال پوري یې د نوموړي پوهنتون د علمی مرستیال او سرپرست رئیس په حیث دنده تر سره کړه.

نوموړی په کال ۱۳۸۶هـ ش د جوزا په میاشت کي د خاص ضرورت له مخي د کندهار پوهنتون د رئیس په توګه په دنده وګمارل سو چي د کندهار پوهنتون لپاره یې د تضمین کیفیت له اړخه د هیواد په کچه د ټولو پوهنتونو څخه لوړ مقام تر لاسه کړ، دا پوهنتون نه یوازي د سیمي او هیواد په کچه بلکه د نړۍ په کچه معرفي او وپېژندل سو.

په ۱۳۹۸هـ ش کال د سنبلې په میاشت کي د افغانستان د کرنیزو علومو اوتکنالوژۍ ملي پوهنتون د رئیس په توګه ګمارل سویدی او خپلو دندو ته دوام ورکوي هیله لري چي د نوموړي د مسلکی او کاري تجربې پر بنیاد دا پوهنتون هم د لوړ موقف او مقام حیثیت او هغه هدف ته چي د هیواد د خودکفائی او شنه انقلاب د بریالیتوب لپاره ټاکل سویدی ورسوي او د یاد پوهنتون پراختیا او پرمختګ ته دوام ورکړي.