د ځنګل پوهني او طبیعي منابعو څانګي پېژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

د ځنګل پوهني او طبعي زیرمو څانګه په ١٣۹۹ لمریز کال کي په رسمي توګه پرانيستل سویده،  د رسمی استادانو شمیر ئي شپږ تنه دي پنځه تنه ئي حاضر او یو تن ئي د ماسټری په لوړو زده کړو بوخت دی، کریکولوم ئي د لوړو زده کړو وزارت له خوا ندی تائيد سویدی، د څانګی پالیسی، ستراتیژیک او تدریس د ښه والی پلانونه ئي بشپړ سویدی.  د مسلکی استادانو د کمبود او څانګی د نوی تاسیس له مخی ئې تر اوسه د محصلانو جذب صفر دی چی په راتلونکی کښی به لومړی د لیسانس او ورپسی به  د ماسټری په کچه د نوی محصلانو د جذب پروسه پیل کړی، چي په ټول کي د یادي څانګي ټولی چاري په تدریجي توګه  سره جریان لري.

 

لرلید

په ملی او سیمه یزه کچه د ځنکلونو تنظیم او  رزوني معیاري کول، ملي پارکونو او وحشي حیواناتو څخه ګټه اخیستل، د تدریس لوړ کیفیت، د مسلکې کادرونو روزنه او غوره ظرفیت جوړول. 

 

رسالت

د علمي وړتیا او ملي رسالت په مټ سره و ځوانو محصلانو ته د زده کړي، تدریس، څیړني، علمي ارزښتونو انتقال زمینه برابرول  څو د عصري ټولني د ودي او پراختیا وسیله وګرځي.

 

موخي

د ځنګلونو او طبعي زیرمو اړوند د فني او مسلکي متخصیصینو او کار پوهانو روزل، د طبعي او مصنوعي زیرمو ژوندي ساتل،  باثباته پرمختیا لپاره د عصري ترویجي سیستمونو سره آشنا ئې او د طبعي ژوند چاپیر یال، څړځایونه، ځنګلونه، وحشي حیواناتو ژوند او د ښتونو ساتلو ته پاملرنه کول.

 

کمېټې

د کیفیت لوړاوي کمېټه

 

د ستراتيژيک پلان خلاصه

د ځنګل پوهني او طبعي زیرمو څانګه و خپلو موخو ته درسیدو او چارو د ښه تنظم له پاره خپل پلان د پوهنځي پنځه کلن ترتیب سوی ستراتیژیک پلان (۱۴۰۱- ۱۴۰۵) په رڼاکي تر سره کوي. یاد پلان د نباتي علومو پوهنځی او اناسټو پوهنتون د موخو لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونو سره په انډول کښي د څانګي د غړو له خوا جوړ سوی او د پوهنځی له خوا تائید سوی دی. په یاد پلان کښي د څانګي د پرمختګ له پاره هر اړخیز بحث سوی ترڅو په هره برخه کښي و عمده امکاناتو او ننګونو ته ګوته ونیول سي؛ په پلان کښي پر بیلابیلو عمده برخو لکه د څانګي پيژندنه، ظرفیت لوړول، معیاري تدریس، ساحوي او لابراتوار کړني، تشکیل، د کیفیت لوړاوي معیارونو پوره کول، معیاري تجهیز او بودیجې باندي د اړتیا سره سم هر اړخیز بحث سوی دی.

 

عملیاتي پلانونه

د ځنګل پوهني او طبعی زیرمو څانګي اړوند استادان و خپلو ورځني موخو او ستراتیژیک پلان د عملي کولو په پار، بیلابیل عملیاتي پلانونه ترلاس لاندی لري لکه:
•    د څانګي په کچه کلنی کاري او تدابیري پلان، چي د ستراتیژیک پلان په رڼا کښي د هر کال له پاره جوړ او پلی کیږي.  
•    ربع وار پلان، چي د کلني تدابیري پلان په رڼا کښي جوړ او تطبیق کیږي.
•    د تدریس د ښه والي پلان، چي د هر سمستر د تدریسي چارو د سمون او تنظیم په موخه جوړ او تطبیق کیږي.
•    د استادانو عملیاتي پلانونه، چي د هر سمستر په پیل کښي د استادانو له خوا د تدریسي، اکاډیمیکو او اداري چارو د ترسره کولو او تنظیم له پاره جوړ او وروسته تطبیق کیږي. 
د کلني علمي پروګرامونو له پاره هم د هر تعلیمي کال په پیل کښي عملیاتي پلان جوړ او وروسته تطبیق کیږي.
 

د کړنو راپور

•    و پوهنمل علمي رتبې ته د دریو تنو استادانو ترفیع کول.
•    د څانګي د غړو له خوا د علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو ارائیه کول.
•    د استادانو له خوا د بین المللی او داخلي ژورنالونو له پاره د مقالو جوړول او سپارل.
•    د څانګي ورځنی چاري په منظم ډول مخي ته وړل او په هره میاشت کښي نباتي علومو پوهنځی ته د راپور لیږل. 
•    مکتوبونو ته پر وخت جواب ویل
 

د محصلانو شمیر

نلري

د استادانو شمير

۶

برحال استادان

شمیره

د استاد نوم

تخلص

دنده

د تحصیل درجه

علمي رتبه

څانګه

د اړیکو شمېره

ایمیل ادرس

۱

نقیب الله

مجددی

امر

ماسټر

پوهنوال

ځنګل پوهنه او طبعی زیرمي

۹۳۷۰۰۳۲۴۳۸۳+

mujadidi86@gmail.com

۲

محیب الله

فیضي

استاد

ماسټر

پوهنمل

ځنګل پوهنه او طبعی زیرمي

۹۳۷۰۰۳۰۵۸۰۷+

Muhib.mfms@gmail.com

۳

محمدموسی

داودزی

استاد

دوکتور

پوهنیار

ځنګل پوهنه او طبعی زیرمي

۹۳۷۰۷۷۵۴۲۷۹+

Obidi_m@yahoo.com

 

۴

فرید احمد

ولي

استاد

ماسټر

پوهنیار

ځنګل پوهنه او طبعی زیرمي

۹۳۷۰۴۰۲۷۱۷۳+

Farid5318@gmail.com

۵

شیر محمد

وفا

استاد

ماسټر

پوهنیار

ځنګل پوهنه او طبعی زیرمي

۹۳۷۰۲۳۷۳۵۸۳+

Sherwafa2@gmail.com

۶

احمد ولي

صحرایي

استاد

لیسانس

پوهنیار

ځنګل پوهنه او طبعی زیرمي

۹۳۷۰۶۶۵۶۰۹۶+

ahmadwalisahraie@gmail.com

د اړیکو شمیره

۹۳۷۰۰۳۲۴۳۸۳+

ایمیل ادرس

mujadidi86@gmail.com

والسلام

د ځنګل پوهني او طبیعي منابعو څانګه