د عمومي څانګي پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
عمومي څانګه د وترنري علومو پوهنځي په اداري جوړښت کې یوه مسلکي ـ تخصصي او غیر فارغ ورکوونکې څانګه ده، چې د پریکلنیکي علومو، حیواناتو روزنې، د حیواني محصولاتو ټکنالوژۍ او حفظالصحې په برخو کې د محصلینو د مسلکي روزنې لپاره د اړوندو تخصصي مضامینو د تدریس مسؤلیت پر غاړه لري. یاده څانګه د یادو شوو برخو د مسلکي مضامینو د درسي کریکولم د تطبیق، د نظري او عملي تدریس د تنظیم، د درسي بهیر د مدیریت، ارزونې او څارنې مسؤلیت لري. عمومي څانګه هڅه کوي چې د محصلینو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د نظري او عملي زده کړو د پیاوړتیا، د مهارتونو د پراختیا او د علمي فکر د ودې لپاره مناسب تحصیلي چاپېریال رامنځته او د اغېزمن مدیریت له لارې د روزنې کیفیت لوړ کړي.
عمومي څانګه اوس مهال د پنځو (۵) علمي کادرونو په لرلو سره، د ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو په موخه د منظم کاري پلان، لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو، نافذه قوانینو او اړوندو طرزالعملونو په رڼا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
دغه څانګه د محصلینو د مسلکي روزنې تر څنګ، د معیاري څېړنیزو پروژو د طرحې، پراختیا، تطبیق او د پایلو د خپرولو، د اړوندو برخو په اړه د ټولنې د عامه پوهاوي لوړولو، د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا، او د عامې روغتیا د خوندیتوب او ملاتړ په برخه کې فعاله ونډه لري.
عمومي څانګه په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ له سکتورونو سره د پالیسۍ جوړونې، ستراتیژیو، مقرراتو، کړنلارو، لارښوونو، سروې ګانو او څېړنیزو پروژو په برخو کې همکاري او تخنیکي ملاتړ کوي. همدارنګه، د عامې روغتیا له بنسټونو سره د زونوزي ناروغیو، د خوړو د خوندیتوب، د حیواني محصولاتو ټکنالوژۍ او حفظالصحې په برخو کې لازمې علمي او مسلکي همکارۍ ترسره کوي.
لرلید
عمومي څانګه د مسلکی مهارتونو د تدریس له لارې د مسلکی او ژمن وترنر داکترانو د روزلو او د علمي څیړنو تر سره کولو په برخه کې یو پیژندل شوی او مخکښ علمي رول لوبوي.
رسالت
د وترنري علومو پوهنځۍ عمومي څانګه د نړیوالو اکاډمیکو معیارونو پر بنسټ د محصلینو د مسلکي- تخصصي روزنې، ټولنې ته د مسلکی او ژمن وترنر داکترانو د وړاندې کولو، د علمي څیړنیزو فعالیتونو په اجرا او په ټولنه کې د عامه روغتیا په پیاوړتیا کې د یو کلیدی مرستندویه بنسټ په توګه یو فعال او اغیزمن رول لوبوي.
موخي
• د معیاري او اغیزمن تدریس له طریقه د مسلکی وترنر داکترانو روزنه
• د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا لپاره په دوامداره توګه د کریکولم او اکادمیکو پلانونو ارزونه
• د نوښتي علمي تحقیقاتو انکشاف او تطبیق له لارې ستونزو ته د مناسبو حل لارو پیدا کول.
• د غذایي موادو د مصونیت او وترنري مسلک نقطه نظره د عامې روغتیا د تامین په موخه د ټولنې په عامه اګاهۍ کې فعاله برخه اخیستنه.
کمېټې
د ستراتیژیک پلان خلاصه
د عمومي څانګی ستراتیژیک پلان موخه دا ده چې د ټاکل شوو پنځو کلونو (۱۴۰۵-۱۴۰۹) په جریان کې په تدریسي، اداري، څیړنیزو او عملي برخو کې غوښتني پوره او د پراختیا لپاره چاپیریال برابر کړي.
ستراتیژیک پلان په خپل ترکیب کې د استادانو او کارمندانو د ظرفیت لوړوني، لابراتواري او تدریسي تعمیراتي او لوجستیکي اسانتیاوو، همدارنګه په ټولنه کې د محصلینو او مسلک د رول د لا پیاوړتیا او خدماتو وړاندې کولو لپاره لازم لید لوری او پلانونه وجود لري.
عملیاتي پلانونه
د وترنری علومو پوهنځی عمومي څانګه یادو موخو ته د رسیدو په منظور د سترا تیژیک پلان په پام کی نیولو سره لاندی فعالیتونه پلان شوي دي
• لنډ مهاله او او ږد مهاله پلانونو، کور پالیسیو او تدریسي پلانونو ترتیب او تنظیم
• د تدریسي او ټولو علمی او عملي چارو تنظیم، مدیت او نظارت
• د پوهنخۍ د حیواني روغتیا کلینیک د احداث او تجهیز چارو تعقیب او تنظیم
• د تحقیقاتي فارمونو د تجهیز له پروسې سره همکاري
• نورو دیپارتمنتونو، پوهنځۍ او پوهنتون سره په ټولو امورو کې همغږي او همکاري ساتل
د کړنو لنډ راپور
د وترنری علومو پوهنځی عمومي څانګه یادو موخو ته د رسیدو په منظور د سترا تیژیک پلان په پام کی نیولو سره لاندی عمده او کلیدي فعالیتونه ترسره کړی.
• لنډ مهاله (سمستر واره) او اوږد مهاله (کلنی) پلانونه، کروس پالیسي او تدریسي پلانونه،....
• په ټولګیو کي د استادانو د تدریسی بهیر ارزونه
• تدریسی چارو تنظیم
• یو تن د دوکتورا لپاره مالیزیا هیواد او دوه تنه د ماستري لپاره د هیواد په داخل کې معرفي شوی دي.
• د حیواني کلینیک د احداث لپاره هلې ځلې کوم چې تر ډیره یي کارونه مخ ته تللي دي.
• تحقیقاتي فارمونو احداث شوي او د هغوی د تجهیز لپاره هلې ځلې ادامه لري
• په اداري او تنظیمی کمیټو کې فعاله ګډون او د اجرا لپاره فعالیتونه تر سره شوي دي.
• د دوو دیپارتمنتونو نوی احداث شوی او 8 کادري بستونه ورته اخیستل شوي او د کادري کسانو د ګمارنې لړۍ روانه ده.
• په 1404 کال کې تقریبا 15 څیړنې مروري او اصلي تحقیقات تر سره او په نړیوالو ژرنالونو کې نشر شوی دي.
|
د محصلانو شمېر |
||||||||
|
|
||||||||
|
د استادانو شمېر |
||||||||
|
۵ تنه |
||||||||
|
برحال استادان |
||||||||
|
شمېره |
د استاد نوم |
تخلص |
دنده |
د تحصیل درجه |
علمي رتبه |
څانګه |
د اړیکو شمېره |
ایمیل ادرس |
|
1 |
امین الله |
نور |
استاد/ د څانګي آمر |
دوکتورا |
پوهندوی |
عمومي |
۹۳۷۰۰۱۸۸۷۱۶+ |
aminullah.noor18@gmail.com |
|
2 |
محمد نعیم |
عزیزي |
استاد |
دوکتورا |
پوهنمل |
عمومي |
۹۳۷۰۴۵۸۱۴۰۳+ |
|
|
3 |
احمدالله |
ظاهر |
استاد |
ماستر |
پوهندوی |
عمومي |
۹۳۷۰۸۷۱۲۶۸۹+ |
|
|
4 |
رحیم الله |
امرخیل |
استاد |
لیسانس |
پوهنمل |
عمومي |
۹۳۷۰۸۳۳۶۱۰۱+ |
rahimullahamarkhil260@gmail.com |
|
5 |
محبوب الله |
احمدي |
استاد |
ماستر |
پوهنیار |
عمومي |
۹۳۷۰۶۴۸۶۸۵۲+ |
|
|
د اړیکو شمېره |
||||||||
|
۹۳۷۰۰۱۸۸۷۱۶+ |
||||||||
|
ایمیل ادرس |
||||||||
|
a.nnoor@anastu.edu.af aminullah.noor18@gmail.com |
||||||||
په درنښت
د وترنري علومو عمومي څانګه