د کرنیزي توسعې څانګي پېژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

د کرنيزي توسعې څانګه د کرنيز اقتصاد او توسعې پوهنځی یو د مهمو څانګو څخه ده. نوموړي څانګه د کرنيز سکتور توسعه او پراختیا مطالعه کوي او هڅه کوي ترڅو د نوي ټکنالوژي په مناسب او معیاري شکل تر کروندګرو پوري انتقال کړل سي، همدارنګه هڅه کوي ترڅو د موجوده تولیدي سرچينو (مځکه، اوبه، څړځایونه، ځنګلونو، بشري قوه او داسي نورو  د په کار اچولو له لاري د هیواد د کروندګرو اقتصادي وضعیت ته پرمختګ ورکړي. تر څو ددې لاري د ملي اقتصاد وده رامنځته کړل سي. ددې څانګي اساسي موخي دادي ترڅو محصلانو ته په نظري او عملي شکل د ترویج په څانګه کښي تخصص ورکړي او د ټولني د مالدارانو، کروندګرو او خصوصي سکتور په منځ کي چي کومي ستونزي وي د هیواد په سطحه له منځه یوسي، د تولید ظرفیت او مؤلودیت لوړ کړل سي، غذايي مصئونیت رامنځته او د کروندګرو د ژوند سطحه لوړه سي او په ملي اقتصاد کي په دوامداره توګه پرمختګ رامنځ ته کړل سي. د دې څانګي کاري ساحه ډیره پراخه ده چي محصلان به د څلورو کالو په جریان کي مختلف مهارتونه زده کړي لکه د تولیدي سرچینو مدیریت، دهیواد طبیعي منابع یا سرچيني، د توسعي مختلف میتودونه، دکرنيزو پروګرامونو طرح کول او پلي کول، کرنيزي پالیسي او ستراتیژی ترتیبول، د کرنيزو پروژو مدیریت او داسي نور. 

دهیواد په کرنيز سکتور کي مالداران، کروندګر او خصوصي سکتور د ملي اقتصاد په وده کي مهم اهمیت لري او همدارنګه محصلین به د مختلفو میتودونو پر اساس علمي څیړني، د مختلفو پروژو ارزیابي کول، دکرنيز سکتور په برخه کي د فرصتونو او ننګونو مطالعه، تخنیکي سروي، د ارقامو تحلیل او تجزیه، د علمي څیړنو راپورونه ترتیبول، د علمي څیړنو او مونوګرافونو د ارایې سره اشنا شي.

 

لرلید

د کرنیزي توسعي او ترویج د برنامو پراختیا ترڅو د ټولني د پرمختګ او پراختیا سبب شي او همدارنګه د محصلینو د علمي او څیړنیز ظرفیت لوړول.

 

رسالت

د کرنیزي پراختیا او توسعي په څانګه کي د لیسانس او ماستر په سویه د مسلکي کادرونو روزل او ټولني ته وړاندي کول ترڅو ترلاسه کړي پوهه او څیړني په کرنیزو پروګرامونو او پالیسیو کي تطبیق کړي.
په کلیوالي ساحو کي د کرني د پراختیا په واسطه د فقر او بیوزلۍ د کچي کمول، د څیړني او ترویجي زده کړه په واسطه د تولیداتو د کچي زیاتوالی او دهغوی د کیفیت د ښوالي لپاره تلاښ کول.
 

موخي

•    د کرنیز ترویج په بخش کي د فني او مسلکي کادرونو روزل.
•    د ترویجي زده کړو سره د محصلینو اشنايي.
•    د رهبري او مدیریت په بخش کي د محصلینو د ظرفیت لوړول.
•    د ترویجي زده کړو له لاري کرونده ګرو ته کرنیزي ټکنالوژۍ رسول.
•    د کرونده ګرو او کلیوالو د کاري او رهبري ظرفیتونو لوړول.
 

کمېټې

د کیفیت د تضمین کمېټه

 

د ستراتيژيک پلان خلاصه

پيژندنه تحلیلونه او ستراتیژیک ټکي: د هيواد د کرنيزو علومو او اقتصادي پياوړتيا له پاره د نباتي او حيواني حاصلاتو د کیفیت او کمیت د لوړوالي په موخه د ترویج  مسلکي کادرونه روزل. په عصري تکنالوژي سره سمبال علمي، ښوونيز او څيړنيز چاپيريال برابرول څو ټولني ته په کرنيزه برخه کي باکيفيته خدمتونه وړاندي شي.
ظرفیت لوړونه: د کرنیزي توسعي څانګه د استادانو او اداري مأمورینو د کاري ظرفیتونو په لوړولو کي لومړۍ اړتیا لیدل کیږي چي د علمي کادرونو کچه ډیره او په علمي او اداري برخو کي ئې د کار ظرفیت لوړ سي.  په پلان کي ده چي په راتلونکو پنځو کلونو کي د دوکټورا په کچه (۴-۳) ته لوړ او ټول ماستر استادان د دوکتورا و برنامو ته معرفي او دوکتورا وکړي، او همدارنګه د څانګي لپاره د اجرائیه مدیر او خدماتي کارمندانو بستونه هم منظور او و ګمارل سي، اداري کارکونکو ته خصوصا چي نوي استخدام سوي وي، لنډمهاله روزنیز پروګرامونه ورته دایر سي تر څو په خپلو  ورځنیو کارونو کي د ربړو سره مخامخ نسي.
د کیفیت د لوړاوي د اعتبار تر لاسه کول: د کیفیت د لوړاوي اعتبار تر لاسه کولو لپاره لازمه ده چي د څانګي په کچه ټول پرسونل د کیفیت د لوړاوي د پروسې سره پوره اشنا سي او هغوي ته ټول معیارونه په سم او صحیح شکل سره وروپېژندل سي. د نه عملي کیدو په صورت کي ئې عوامل وموندل سي او د حل لاري چاري ئې وړاندي او امکانات ورته برابر کړل سي تر څو دا معیارونه په سمه توګه سره عملي او څانګه خپل ټاکلي هدف ته ورسیږي.
د تدریس د پروسې د کیفیت لوړونه: د کرنیزي توسعې څانګه د الکترونیکي زده کړو په اماده کولو سره کوښښ کوي چي ټولو محصلانو ته د درس د زده کړي او استادانو ته د تدریس آسانتیاوي برابري کړي. پوهنتون د یوه معیاري تدریسي او د زده کړي له پاره د یوه ښه چاپیریال د رامنځته کولو په منظور د نوي عصر سره سم د میتودونو او الکترونیکي وسایلو څخه استفاده کوي. د Information Literacy، IT cut ، LMS د برنامو له لاري د تدریس په کیفیت کي ښه والی رامنځ ته کوي او ELCLC او نورو د زده کړیزو مرکزونو له لاري د انګلیسي ژبي د زده کولو لپاره (هغه استادانو ته چي اشنائي نه ورسره لري( د انګلیسي ژبي د مرکز له لاري زمینه برابره کړل سی.  او کوښښ کيږي چي ټول استادان او کارمندان د پوهنځی او څانګي موقف د سیمي او هیواد په کچه وځلوي.
د علمي څیړنو، نوښت او انتقادي تفکر عامیدنه: کرنیزي توسعې څانګه خپلو امکانانو ته په کتو سره په بیلابیلو برخو کي د څیړنو، نوښتونو او اختراعاتو لپاره زمینه مساعدوي. موږ غواړو په استادانو او محصلانو کي د څیړني، انتقادي تفکر او نوښت روحیې په پیاوړي کولو سره د نویو اکاډمیکو ارزښتونو پالنه، عامونه او بنسټیز کيدنه حتمي کړو.
مالي خپلواکي )استقلالیت(: لومړی پوهنتون، دوهم پوهنځی او په دريم قدم کي څانګه  باید ژر تر ژره د مالي خپلواکۍ د مقررې د تطبیق له پاره اماده کړه سي تر څو د خپلو زیربناوو د جوړښت او اکاډمیک ظرفیت د لوړولو په لاره کي پراته خنډونه لیري کړي. کله چي پوهنتون د بودیجې جوړولو له پاره سرچینې او د مصرفولو له پاره واک او ظرفیت ترلاسه کړ نو پوهنتون به وکولای سي، چي په ټولو برخو، لکه د اړتیا وړ ودانیو جوړولو، د ظرفیتونو لوړولو، د تدریسي چارو معیاري کولو، د څیړني عامولو او نورو ټولو اړینو پرمختیايي چارو کي چټک او اغیزناک ګامونه واخلي.
 

عملیاتي پلان

•    د کرنیزي توسعې د څانګي لیرلید، رسالت، ارزښتونه، د استادانو د اړوند مضامینو کورس پالیسۍ، انفرادي عملیاتي پلانونه او د څانګي د تدریس د ښوالي پلان د څانګي او د پوهنځی په علمي شورا کي تائیدول.
•    د محصلینو په تدریسي بهیر کي د کورني، صنفي او ساحوي فعالیتونو په واسطه باندي پرمختګ او ښوالی راوستل.
•    د زده کړي لپاره فزیکي منابع لکه چوکۍ، تخته، پروجکتور او نور... چمتو کول.
•    د څانګي لپاره بشري منابع (خالي کادري بستونه ډکول).
 

د کړنو لنډ راپور

•    د کرنیزي توسعې څانګه په روان (۱۴۰۲) کال کي د کانکور له طریقه خپل لومړنۍ دوره محصلین د کانکور له طریقه جذب کړي چي تعداد ئي (۱۰) تنو ته رسیږي.
•    د کرنیزي توسعې د څانګي د فوق لیسانس د برنامې نصاب (کریکولم) د دریو کلسترونو تر ایجاد وروسته نهايي جوړ او ترتیب سویدی، چي په نژدي راتلونکي کي به د فوق لیسانس په سطحه باندي محصلین جذب کړل سي.
•    د کرنیزي توسعې د څانګي د لیسانس د برنامې د نصاب (کریکولم) لومړنۍ خاطه جوړه سویده، چي د کرنیز اقتصاد او توسعې د پوهنځی د نصاب او کریکولم د کمیټې له خوا څخه تائید سویده، چي په نژدې راتلونکي کي به ئي پاته کارونه هم نهايي سي.
•    د کرنیزي توسعې د څانګي استادانو د افغانستان په سطحه په ملي کنفرانسونو کي برخه اخیستي او خپلي څیړني يې  ارائیه او نشر کړيدي.
•    د کرنیزي توسعې د څانګي استادانو څیړني او مقالې په نړیوالو ژورنالونو کي هم نشر کړیدي.
 

د محصلانو شمیر

د کرنیزي توسعې څانګي په (۱۴۰۲) کال کي خپله لومړنۍ دوره چي (۱۰) تنو ته رسیږي، د کانکور له طریقه جذب کړیدي.

دوهمه دوره ئې په ۱۴۰۴ کال کي د ۱۱ تنو په تعداد د کانکور له طریقه جذب کړیدي.

د استادانو شمير

د کرنیزي توسعې څانګه په خپل تشکیل کي (۳) تنه استادان لري

دنده

د تحصیل درجه

نوم

شماره

استاد/ د څانګي آمر

ماستر

پوهنیار اسدالله سعادت

۱

استاد

دوکتور

پوهنمل محمد اغا ضیأ

۲

استاد

ماستر

پوهنیار عبدالهادي واصل

۳

 

برحال استادان

شمیره

د استاد نوم

تخلص

دنده

د تحصیل درجه

علمي رتبه

څانګه

د اړیکو شمېره

ایمیل ادرس

۱

اسدالله

سعادت

د څانګي آمر

ماستر

پوهنمل

کرنیزه توسعه

۰۷۰۶۵۵۴۴۱۵

asadsuadat@gmail.com

 

۲

محمد اغا

ضیأ

استاد

دوکتور

پوهنمل

کرنیزه توسعه

۰۷۰۴۳۰۲۳۲۸

Sadat_logar@yahoo.com

 

۳

عبدالهادي

واصل

استاد

ماستر

پوهنیار

کرنیزه توسعه

۰۷۰۰۹۲۰۷۳۲

Hadiwasil99@gmail.com

د اړیکو شمیره

۹۳۷۰۶۵۵۴۴۱۵

ایمیل ادرس

asadsuadat@gmail.com

والسلام