د علمي څېړنو آمریت پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
د علمي څېړنو آمریت د لمړي ځل لپاره په (۱۳۹۹هـ ش) کال کې د علمي معاونیت تر چتر لاندې ایجاد او وروسته د علمي څېړنو معاونیت د ایجاد سره سم د همدغه معاونیت تر چتر لاندې خپل فعالیتونه د دندو د لایحې مطابق د ټولنې د پرمختیا لپاره مخته وړي. د علمي څېړنو آمریت آمر، یو تن د څېړنو عمومي مدیر او دوه نور مدیرتونه (د طبعي علومو کارشناس او د اجتماعي علومو کارشناس) په خپل تشکیل کې لري. د علمي څېړنو آمریت د پوهنتون په کچه د څېړنیزو آسانتیاوو په رامنځته کولو او د څېړنو لپاره د غوره چاپیریال سره سره د څېړونکو د هڅونې لپاره دوامداره هلې ځلې کوي او غواړي چې پوهنتون د هېواد او سیمې په کچه په یو ځلیدلي څېړنیز مرکز باندې تبدیل کړي.
لرلید
د پوهنتون د علمي څېړنو آمریت په دې لټه کې دی چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې یو داسې علمي چاپېریال رامنځته کړي چې د څېړنې او نوښت له لارې د پوهې پراختیا، ټولنیزو ستونزو حل، او د ملي پرمختګ لپاره دوامداره اغېزمنې لارې چارې وړاندې کړي
رسالت
د علمي څېړنو آمریت ژمن دی چې د پوهنتون د استادانو او محصلینو ترمنځ د څېړنې او علمي هڅو فرهنګ ته وده ورکړي، د څېړنو بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو او د څېړنې پایلو د عملي کولو له لارې د ټولنې د پرمختګ لپاره رغنده ونډه ولوبوي.
موخي
1. د څېړنې کلتور ترویج:
په پوهنتون کې د استادانو او محصلینو ترمنځ د څېړنې ارزښت لوړول او د علمي څېړنیزو هڅو لوړول.
2. د څېړنو لپاره آسانتیاوې برابرول:
د لابراتوارونو، کتابتونونو، څېړنیز فارم او نورو اړوند برخو سره همغږي او همکاري
3. د څېړونکو د وړتیاوو لوړول:
د څېړنې په اړه روزنیز پروګرامونه، سیمینارونه او ورکشاپونه جوړول ترڅو استادان او محصلین د څېړنې نوې لارې چارې زده کړي.
4. د علمي څېړنو معیار لوړول:
د څېړنې لپاره نړیوال معیارونه مراعت کول او د کیفیت تضمین لپاره څېړنیزې پروسې لا ښه کول.
5. د ملي اړتیاوو په رڼا کې څېړنې کول:
د هیواد د اساسي موخولکه په کرنه او مالدارۍ کې نوښتونه رامنځ ته کول، چاپېریال ساتنه، اقتصادي پرمختګ، د خوړو امنیت، او اقلیمي بدلونونو لپاره عملي څېړنې ترسره کول.
6. د څېړنې پایلو عملي کول:
د څېړنو پایلې د ملي او سیمهییزو پالیسیو جوړونې او د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د اړوند اجرایوي ارګانونو سره شریکول.
7. د نړیوالو اړیکو پراختیا:
له نورو ملي او نړیوالو پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو سره همکاري کول او د څېړنې په برخه کې د تجربو تبادله.
8. د څېړنې تمویل سرچینې پراخول:
د څېړنې تمویل لپاره د دولتي، غیر دولتي او نړیوالو بنسټونو سره اړیکې ټینګول.
کمېټې
د علمي څېړنو او نشراتو بورډ
عملیاتي پلانونه
1. د استادانو او محصلانو د څېړنو لپاره د اسانتیاوو جوړول
2. د څېړنیزو چارو مستند کول او په ډیټابېسونو کې ثبت
3. د روانو څېړنو څخه دوامداره نظارت کول
4. څېړونکو ته د اړتیا پر مهال لارښوونې کول
5. د څېړنیزې ظرفیت لوړونې په موخه استادانو، محصلانو او څېړونکو ته بېلابېل روزنیز ورکشاپونه او سیمینارونه دایرول
6. د زون په کچه د فلیال پوهنتونونو لپاره د روزنیزو پروګرامونو برابرول
7. د بودیجې ترلاسه کولو په موخه د څېړنیزو پروپوزلونو برابرول، کتنه او پروسیس
8. د څېړنیزو ملي او نړیوالو ادارو سره د روابطو ساتنه او ټینګښت
9. د څېړنیزو اړتیاوو نظر پوښتنه کول
10. د نظر پوښتنې مطابق د څېړنو پلانول او اړوند څانګو ته لېږل
11. په بېلابیلو ډولونو سره د څېړنو پایلې له ټولنې او اړوند ارګانونو سره شریکول
12. د ملي او اساسي ستونزو د حل په موخه کنفرانسونه دایرول
13. د کال د غوره څېړونکي، مؤلف او ژباړونکي ټاکل او ستاینه کول
14. د څېړنو لپاره د بودیجې ترلاسه کولو هڅې کول
15. نورې ټولې مدیریتي دندې او همغږي ترسره کول
د کړنو لنډ راپور
• په تېرو کلونو کې لسګونه د استادانو او سلګونه تعداد د محصلانو څېړنې په شخصي مصارفو او د پوهنتون په موجوده امکاناتو سره ترسره شوې دي.
• د همدغه څېړنو پر بنسټ په سلګونه مقالې لیکل شوې، چاپ او په نړیوالي او ملي ژورنالونو کې چاپ شوې دي.
• د ۱۴۰۵ کال لپاره زموږ د استادانو ۱۲ څېړنې جریان لري او په پام کې ده چې تر ۲۰ پورې نورې هم به په همدې کال کې پیل شي، ان شاء الله.
• د وزرات مقام څخه زموږ د استادانو ۱۳ پروپوزلونه په ابتدایي توګه منظور شوي دي، چې د پروسې د تکمیل څخه وروسته به یادې څېړنې هم پیل او ترسره شي.
• د ماستري محصلانو تقریباً ۵۰ څېړنې په همدې کال کې ځېنې پیل شوې او نورې یې هم په همدې کال کې پیل کېدونکې دي.
• د لېسانس محصلانو تقریباً ۱۰۰ څېړنې د ترسره کېدو په حال کې دي، چې مونوګرافونه او مقالې به پرې ولیکل شي.
• د کال د غوره څېړونکي، مؤلف او ژباړونکي ستاینه د څرګندو معیارونو په اساس د هر کال په پای کې ترسره شوې او کېږي.
• د څېړنو په برخه کې څېړنیزه پالیسي جوړه او په اساس یې په پوهنتون کې څېړنې ترسره کېږي.
ټولنې او خلکو ته مو د خدمت او څېړنو د پایلو نشر په موخه لاندې کړنې ترسره کړې دي:
• د کندهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې کروندګرو او مالدارانو ته دیني، علمي او فني ورکشاپونه دایر دي.
• د څېړنو پایلې مو د یو کتاب په بڼه ترتیب او شریکې کړې دي، بیا هم یاده چاره په پام کې ده.
• د پوسټر پریزینټیشنونو او کنفرانسونو له لارې مو د څېړنو پایلې او پوهه تر ټولنې رسولې ده.
• د شریعت غږ رادیو سره مو مخکې هم د کرنې او مالدارۍ په برخه کې خپرونه درلودله او اوس په ۱۴۰۵ هـ ش کال کې مو د بزګر روزنې تر عنوان لاندې خپرونه ورسره پیل کړې، چې په دې سره ددې سیمې اړوند د کرنې او مالدارۍ سکتور په مهمو ستونزو او حل لارو باندې معلومات ارایه کېږي.
• په مکتوبي او مشورتي توګه مو د څېړنو پایلې تر ښکیلو اړخونو رسولې دي.
له دې سره سره د عوایدو پنځه طرحې ترتیب او وزرات مقام ته استول شوې دي
• د تخمونو د اصلاح طرحه
• د کندهار ولایت د خاورې حاصلخېزۍ د نقشې جوړولو طرحه
• د نسلي چرګانو د روزنې او تولید طرحه
• د وارداتي کیمیاوي سرو د تجزیې طرحه
ځینې نورې مهمې کړنې:
• د غذایي امنیت او مصئونیت داخلي کنفرانس مو دایر او پایلې یې اړوند ارګانونو ته رسولې دي.
• د کنفرانس د مقالاتو دوې ټولګې، د لنډیزونو او سپارښتنو کتابونه چاپ او نشر شوي دي.
• د زون په کچه مو استادانو او د پوهنتون محصلانو ته بېلابېل د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه او سیمینارونه دایر کړي دي.
• د اناسټو پوهنتون استادانو او محصلانو ته د څېړنیزې ظرفیت لوړونې په موخه په لسګونه ورکشاپونه، سمینارونه او کنفرانسونه دایر شوي دي.
• د کړنو د سمون او چوکاټ بندۍ په موخه مو بېلابېلې کاري طرحې جوړې کړې دي.
• د څېړنو، ژباړو، تألیفاتو او نشراتو ټولو مواردو کتنه په ښه او دقیقه توګه ترسره شوې او جریان لري.
• ټولې کړنې او احصایې په ایکسیل ډیټابېسونو کې ثبت او خوندي کېږي.
- د غذايي امنیت او مصؤنیت داخلي کنفرانس د علمي مقالو او څېړنو خپره سوې ټولګه
- د غذايي امنیت او مصؤنیت داخلي کنفرانس د پښتو او دري علمي مقالو خپره سوې ټولګه
- دغذايي امنیت او مصؤنیت داخلي کنفرانس د مقالو لنډیزونو او سپارښتنو کتاب
- د غذايي امنیت او مصؤنیت داخلي کنفرانس نهايي راپور
- د غذایي امنیت او مصؤنیت داخلي کنفرانس کې د اناسټو پوهنتون د استادانو مقالې
- په زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس کي ارایه سوي مقالې
- د څېړنو پالیسۍ
- د اناسټو پوهنتون د استادانو نړیوالي، داخلي، تألیفي او تېزیس احصائې
- د غوره څېړونکي د ټاکلو تګلاره
- د شریعت غږ راډیو سره د کرني او مالدارۍ اړوند راډیویي خپروني ربعه وار پلان
- د اناسټو پوهنتون د استادانو له لوري د بزګرانو او مالدارانو لپاره د مسلکي روزنې طرحه
آمریتونه او مدیریتونه
|
د کارمندانو شمير |
||||||||
|
(۹) تنه |
||||||||
|
برحال کارمندان |
||||||||
|
شمېره |
د کارمند نوم |
تخلص |
دنده |
د تحصیل درجه |
علمي رتبه |
څانګه |
د اړیکو شمېره |
ایمیل ادرس |
|
۱ |
کرامت الله |
فاضل |
د علمی څیړنو امر |
ماسټر |
پوهنمل |
اګرانومي |
+۹۳۷۸۹۲۲۲۸۳۸ ۹۳۷۰۳۸۹۱۸۱۶+ |
|
|
۲ |
محمد عمر |
حبیبي |
د علمي څیړنو عمومي مدیر |
لیسانس |
|
نبات ژغورنه |
۹۳۷۰۸۳۳۶۷۰۷+ |
|
|
۳ |
عزیزالله |
عزیزي |
د تحقیقاتو علمي مدیر |
لیسانس |
|
هارټکلچر |
۹۳۷۰۰۶۷۹۶۹۲+ |
|
|
۵ |
اسدالله |
همدرد |
اګرانومي لابرانت |
لیسانس |
|
اګرانومي |
۹۳۷۰۸۳۳۶۵۱۸+ |
|
|
۶ |
نوراحمد |
حبیبي |
هارټکلچر لابرانت |
لیسانس |
|
هارټکلچر |
۹۳۷۰۸۳۳۶۳۶۷+ |
|
|
۷ |
سلطان محمد |
درخشان |
هارټکلچر لابرانت |
لیسانس |
|
هارټکلچر |
۹۳۷۰۶۷۲۳۱۶۲+ |
|
|
۸ |
رحمت الله |
سعادات |
نبات ژغورنه لابرانت |
لیسانس |
|
نبات ژغورنه |
۹۳۷۰۴۱۴۲۳۵۷+ |
|
|
۹ |
نجی الله |
سیدزی |
مالداری لابرانت |
لیسانس |
|
حیواني علوم |
۹۳۷۰۸۸۸۹۳۱۷+ |
|
|
د اړیکو شمیره |
||||||||
|
+۹۳۷۸۹۲۲۲۸۳۸ ۹۳۷۰۳۸۹۱۸۱۶+ |
||||||||
|
ایمیل ادرس |
||||||||
په درنښت