د انسټو پوهنتون نوي رئيس د یاد پوهنتون له استادانو سره د همږغۍ ناسته وکړه

anastu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۲۹
Image

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کي د ياد پوهنتون نوي رئيس مولوي شبير احمد عباس صاحب د پوهنتون له استادانو سره د همږغۍ او همکارۍ ناسته وکړه 
یاده ناسته چي شروع یې د قرآن کريم په څو مبارکو آیاتونو سره وسوه وروسته مولوي شبير احمد عباس صاحب استادانو ته تفصيلي او بارزښته علمي وینا وکړل مولوي صاحب وويل استادان د ټولني قدرمن خلګ دي دټولني د صلاحيت فکر لري فوھه لري او ددې ترڅنګ يې دا حدیث شریف ووایی (الا کلکم راع وکلکم مسؤل عن رعيته) ترجمة خبردار ستاسو څخه هر يو شپانه دی .
او د خپلي رمې سوال به ورڅخه کېږي.

 مولوي عباس صاحب وويل ښه تابعداري د الله په نېز د اسلام په برپايه کولو کي ده موږ او تاسو په رسمي موقف کي يو بايد ډير محتاط و اوسو که دلته راسره محاسبه و نسي په آخرت کي ضرور کېږي ددې ترڅنګ مولوي صاحب د اطاعت اړوند هم بحث وکړي او وې ويل دژوند په چوکاټ کي لومړي مسئله د اطاعت ده د اطاعت سره وحدت، قوت،پرمختګ هرڅه تړلي دي. د توصیه په پار مولوي عباس صاحب له استادانو څخه پخپل مينځ کي تعاون، ورور ګلوۍ د محبت غوښتنه وکړه ددې ترڅنګ مولوي صاحب وويل حاکمانه رهبري نه غواړم بلکه خادمانه رهبري بايد ولرو د ټولو استادانو مشورې اورم اړتيا ورته لرم او طمعه ځينې لرم چي ښه طرحي جوړي کړي څو مو  آينده نسلونه په اسلامي عقيده سمبال او ټولني ته خدمت وکړي مولوي صاحب وويل خنډونه او مشکلات به په ګډه سره حل کوو هيڅوک  دي د يوازي والي احساس نه کوي.
 د اعتماد اړوند مولوي عباس صاحب وويل چي زما پر تاسو اعتماد دي درانه قدرونه یاست تاسو پر خپله رهبري پوره باور او اعتماد وکړي او د تدريس اړوند یې وويل خپل صنفونو ته پر وخت رسيدګي کوئ د تدريس په چارو کي ډېردقت وکړئ دا د يو منظم سيستم له لاري تاسو ته درسپارل سوي دي محصلین لږ وروزۍ خو چي د کار وي زهن سازي يې بايد وکړئ څو دغرب له افکارو متاثره نسي څکه غرب هڅه کوي اسلام بد معرفي کړي او کمزوري يې کړي په پائ کي يې وويل زه د خدمت په نيت راغلي يم لتاسو پوره معاونت غواړم بايد لاسونه سره يو کړو او کار وکړو
له مولوي شبير احمد عباس صاحب وروسته استادانو يو شمېر نظرونه تبادله کړه او د همکارۍ کلکي ژمني يې وکړې وروسته مجلس ددعا په ويلو پائ ته ورسېدی
۱۴۰۴/۹/۹                                                                                                                                                               
د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د انسټو پوهنتون نوي رئيس د اداري کارکوونکو سره د همږغۍ ناسته وکړه

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د ياد پوهنتون نوي رئيس مولوي شبير احمد عباس صاحب د اداري کارکوونکو او آمرانو سره د همږغۍ ناسته وکړه.

یاده ناسته چي د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د انسټو پوهنتون نوي مالي او اداري مرستیال د یاد معاونيت د اداري کارکوونکو او آمرانو سره د همږغۍ ناسته وکړه

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د مالي او اداري چارو نوي مرستیال، محترم روح‌الله مشال صاحب، په خپل کاري دفتر کي د اداري کارکوونکو او آمرانو سره د همږغۍ ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۲۹
Background image

د انسټو پوهنتون نوي رئيس د یاد پوهنتون له استادانو سره د همږغۍ ناسته وکړه

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کي د ياد پوهنتون نوي رئيس مولوي شبير احمد عباس صاحب د پوهنتون له استادانو سره د همږغۍ او همکارۍ ناسته وکړه 
یاده ناسته چي شروع یې د. . .

BACK TO NEWS