اداري کارکوونکو ته د اور وژني په برخه کي يو ورځنی مسلکي روزنیز سیمسنار وړاندي سو

admin@anastu
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۳
اوروژنه

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د اورلګېدني د خطرونو د مخنیوي او د پېښو پر مهال د سم، چټک او پر وخت غبرګون د څرنګوالي په موخه، د اطفائیې مدیریت د استازي له لوري د اور وژني او د اورلګېدني پر مهال د اړینو احتیاطي تدابیرو په اړه یو ورځنی مسلکي روزنیز سیمینار وړاندي سو، چي ټولو اداري کارکوونکو پکښي ګډون کړی و.
یاد سیمینار د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سو. ورپسې د اطفائیې مدیریت محترم استازي د اور وژني، د اورلګېدني د لاملونو او د پېښو د مخنیوي په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او ټینګار یې وکړ، چي د اورلګېدني د مخنیوي لپاره د احتیاطي تدابیرو مراعاتول او د پېښې پر مهال پر وخت او سم اقدام کول د انساني ژوند او شتمنیو د خوندیتوب لپاره ځانګړی اهمیت لري.
نوموړي د اور د رامنځته کېدو اساسي لاملونه، د اور بېلابېل ډولونه او د هر ډول اور لپاره د مناسبو اور وژونکو وسایلو د کارولو په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات ورکړل. همدارنګه یې د برېښنايي وسایلو، ګاز، تېلو او نورو اور اخیستونکو موادو له امله د اورلګېدني د رامنځته کېدو د خطرونو په اړه خبرې وکړې او د دغو خطرونو د مخنیوي لپاره یې اړین احتیاطي تدابیر په څرګنده توګه تشریح کړل.
په همدې لړ کي ګډونوالو ته د اور وژونکو دستګاوو د ډولونو، د کارولو د سمي طریقې، د اور د نوعیت او کچي له مخي د مناسب اور وژونکي وسیلې د انتخاب، او د اور د لومړنیو نښو د پېژندلو په اړه عملي او مسلکي لارښووني وړاندي سوې. همدارنګه د اورلګېدني پر مهال د ځان او نورو د خوندیتوب، د خوندي وتلو د لارو د پېژندلو، د خلکو د منظم ایستلو او اړوندو مسؤلو ادارو ته د پر وخت خبر ورکولو پر ارزښت ټینګار وسو.
د سیمینار په ترڅ کي ګډونوالو ته دا هم روښانه سوه، چي د اورلګېدني پر مهال له بېړني، احساساتي او ناسم اقدام څخه باید ډډه وسي؛ لومړی باید د ځان او نورو خوندیتوب ته پاملرنه وسي او بیا د اور د نوعیت، کچي او موجودو امکاناتو په پام کي نیولو سره مناسب او خوندي اقدام ترسره سي.
د سیمینار په وروستۍ برخه کي د اور وژني عملي تمرین هم ترسره سو. په دغه تمرین کي د اطفائیې مدیریت د استازي له لوري ګډونوالو ته په عملي ډول وښودل سول، چي د اور وژونکي دستګاه څنګه په سمه او خوندي توګه وکاروي او د اور پر لور یې د استعمال پر مهال کومو ټکو ته پاملرنه وکړي.
په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته د اطفائیې مدیریت د استازي له لوري لازم او قناعت‌بخښونکي ځوابونه ورکړل سول. دغه یو ورځنی مسلکي روزنیز سیمینار د خیر او برکت په دعا سره پای ته ورسېد.
۱۴۰۵/۰۶/۲۵
اطلاعاتو نشراتو او عامه اړيکو آمريت.اناسټو

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۳
Background image

اداري کارکوونکو ته د اور وژني په برخه کي يو ورځنی مسلکي روزنیز سیمسنار وړاندي سو

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د اورلګېدني د خطرونو د مخنیوي او د پېښو پر مهال د سم، چټک او پر وخت غبرګون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۱۷
Background image

نوو محصلینو ته د ښه راغلاست او ممتازو محصلینو د تقدیر په موخه ځانګړې غونډه ترسره سوه.

دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت له لوري د ۱۴۰۵-۱۴۰۶ تحصیلی کال نوو شامل سوو محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون‌ پېژندنې په موخه ځانګړې غونډه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۷
Background image

د عامي روغتیا ریاست او اطفائيې آمریت له مسؤلینو سره د اناسټو پوهنتون د مسؤلینو د همږغۍ ناستي تر سره سوې

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د رهبري په لارښوونه او د محترم رئیس صاحب د هدایت پر اساس، د پوهنتون مسؤلینو د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست او د کندهار ولایت د. . .

BACK TO NEWS