د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۹:۵۰
د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS  سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو، چې موخه یې د یاد سیستم سره د ذیدخلو اشخاص بلد تیاوه. په یاد ورکشاپ کې علمي مرستیال او سرپرست رئیس پوهنیار ثناء الله ارغستاني، د مالي او اداري چارو مرستیال انجنیر عبدالعزیز اماني، د اړیکو او انسجام مرستیال پوهنیار فرید احمد ولي، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو امرینو، استادانو او تدریسي مدیرانوګډون درلود.
پروګرام د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل سوه، وروسته سرپرست رئیس پوهنیار ثناء الله ارغستاني د پرانیستې وینا پرمهال د پروګرام ګډونوالوته ښه راغلاست ووایه او د اجنډا سره سم HEMIS اهمیت په اړه لنډه وینا وکړه او یاد سیستم یې په ورځنیو چارو کې د هوساینې په معنا یادکړ، او همدارنګه یې د چارو د ښه تنظیم او همږغي کولو په موخه د ځینو موضوعاتو او اوصولو د تطبیق په اړه غوښتنه وکړه. ورپسې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم عزیزي یاد سیستم د پریزنټیشن او په عملي تورسره د پروګرام ګډون والو ته تشریح کړ، لکه د محصلانو الکترونیکي ثبت نام، د محصلانو او استادانو دقیقو ارقامو او احصایې ته لاسرسې، د تبدیلي، تأجیل، منفکي او بیا شمولیت اړوند چارې، د اسنادو د طی مراحلو فورمونو جوړول، د سمستر وار او د فارغانو نتایجو ترتیب، د درسي کریکولمونو ثبت او نور همدارنګه یادونه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د هدایت مطابق باید د محصلانو، استادانو، کریکولم او د پوهنتون د اړوندو نورو برخو ټول مواد په سافټ بڼه د HEMIS په انلاین سیستم کې ځای پر ځای شي. 
د پروګرام په اخره کې اړوند مسؤلینو ژمنه وکړه، چې په یاد سیستم کې به کار کوي تر څو تر دې وروسته د امکان ترحده د پوهنتون اړوند چارې د سیستم له لارې اجرا شي.

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۳
Background image

اداري کارکوونکو ته د اور وژني په برخه کي يو ورځنی مسلکي روزنیز سیمسنار وړاندي سو

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د اورلګېدني د خطرونو د مخنیوي او د پېښو پر مهال د سم، چټک او پر وخت غبرګون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۱۷
Background image

نوو محصلینو ته د ښه راغلاست او ممتازو محصلینو د تقدیر په موخه ځانګړې غونډه ترسره سوه.

دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت له لوري د ۱۴۰۵-۱۴۰۶ تحصیلی کال نوو شامل سوو محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون‌ پېژندنې په موخه ځانګړې غونډه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۷
Background image

د عامي روغتیا ریاست او اطفائيې آمریت له مسؤلینو سره د اناسټو پوهنتون د مسؤلینو د همږغۍ ناستي تر سره سوې

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د رهبري په لارښوونه او د محترم رئیس صاحب د هدایت پر اساس، د پوهنتون مسؤلینو د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست او د کندهار ولایت د. . .

BACK TO NEWS