وترنری
لنډ معلومات
نوم: پوهنیار صفی الله جوهر
دنده: وترنري علومو پوهنځي رئیس
بریښنالیک:safijauhar@gmail.com
د اړیکو شمیره:۰۰۹۳۷۰۰۶۶۸۹۴۸، ۰۰۹۳۷۸۷۷۸۵۳۰۹
د استاد ژوند لیک
پوهنیار صفی الله جوهر
د وترنري علومو پوهنځی رئیس
پوهنیار صفی الله جوهر د معلم امرالله زوي په ۱۳۶۵لمریز کال کي د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالي په احمدزیوکلا کلي کي زيږيدلی دی. په ۱۳۸۳ لمریز کال کي د النور عالي لېسې څخه فارغ شو، تر هغه وروسته په ۱۳۸۸ لمریز کال کي د ننګرهار پوهنتون د کرهڼې پوهنځی د ژوو پوهنې څانګي څخه د فراغت سند ترلاسه کړ او په ۱۳۹۶ لمریز کال کي ئې د مالیزیا هيواد د یونیورسیټي پوترا مالیزیا پوهنتون کي د غذايي تکنالوژی په څانګه کي ئې ماسټري پیل چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د نوموړې څانګې څخه فارغ شو. پوهنیار صفی الله جوهر په ۱۳۹۲ لمریز کال کي د کندهار پوهنتون د کرهڼې پوهنځي د علمي کادر غړی شو چې په یاده پوهنځۍ کې یې کابو اووه کاله خدمت ترسره کړ. به ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون په علمي کادر کې شامل او په همدغه کال د افغانستان د جمهور رئیس په فرمان سره د وترنري پوهنځي د رئیس په توګه وګمارل شو چې اوسمهال په همدغه برخه کې خدمت ترسره کوي.
تدریس لیوالتیا غذايي تکنالوژي
د تجربې ساحه تدریس، لابراتواري، اداري او مالي چارې
ترسره سوي څېړني
- Application of supercritical carbon dioxide (SC-CO2) on the microbial and physicochemical quality of fresh chicken meat stored at chilling temperature
- Polyphenol Compounds from Pomegranate (Punica Granatum) Extracted via Various Methods and its Application on Meat and Meat Products: A Review
- REVIEW ON DIFFERENT EXTRACTION METHODS OF POLYPHENOL COMPOUNDS FROM POMEGRANATE (PUNICA GRANATUM)
- Different Pressures, Low Temperature, and Short-Duration Supercritical Carbon Dioxide Treatments: Microbiological, Physicochemical, Microstructural, and Sensorial Attributes of Chill-Stored Chicken Meat