د کرنیز اقتصاد او توسعې پوهنځۍ پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
کرنیز اقتصاد او توسعه پوهنځی د هېواد د کرنیز سکتور د پیاوړتیا، اقتصادي ودې او دوامدارې پراختیا لپاره د مسلکي کادرونو د روزنې په موخه فعالیت کوي. دغه پوهنځی هڅه کوي چې د علمي او عملي زده کړو له لارې محصلان د کرنیرو محصولاتو د بازارموندني، عصري کرنې، اقتصادي تحلیل او کرنیز پراختیايي پروګرامونو په برخو کې وروزي.
دا پوهنځی په بېلابېلو څانګو کې تدریسي او څېړنیز پروګرامونه وړاندې کوي، چې پکې کرنیز اقتصاد، کرنیزه توسعه، بازارموندنه او کرنیز سوداګریزو معاملاتو مدیریت شامل دي. همدارنګه، پوهنځی د ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ له لارې د څېړنې او نوښت زمینه برابروي.
زموږ موخه دا ده چې داسې مسلکي کسان وروزو ترڅو وکولای سو د کرنې په سکتور کې اقتصادي ستونزې تحلیل او حل کړي، د بزګرانو عاید لوړ کړي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.
یاده پوهنځی په ۱۳۹۱ هـ ش کال کي تأسیس سوې ده، او ورسره دوي څانګي د (کرنیز اقتصاد او کرنیزي توسعې ) په خپل تشکیل کي درلودې، په ۱۳۹۶ هـ ش کال د سیمي په کچه اړتیاوو ته په کتلو سره يې دریمه څانګه د کرنیز مارکیټنګ په نامه هم په خپل تشکیل کي اضافه کړل.
د لومړنیو درو څانګو په درلودلو سره په ۱۳۹۹ هـ ش کال اناستو پوهنتون ته د کندهار پوهنتون څخه د ليسانس په کچه د کرهڼي پوهنځی د انتقال او ادغام په نتيجه کي د د کرنیز سوداګري مدیریت څانګه د پوهنځي تر چتر لاندي سول او د اسلامي ثقافت څانګه هم په ۱۴۰۴ کال د همدي پوهنځي کي د غیر فارغ دهي څانګي په حیث داخله سوله چي اوس د کرنیز اقتصاد او توسعه پوهنځی پنځه څانګي لري.
د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د ۲۱ / ۳ / ۱۴۴۳ نیټي او (۷) ګڼه پروتوکول کي پریکړه وسول چي د کرنیز اقتصاد او کرنیزي توسعې په څانګو کي د فوق لیسانس (ماستري) په کچه اجازه ورکول سول.
په همدي اساس او امکاناتو ته په کتو سره په ۱۴۴۳ هـ،ل کال د حوت په میاشت کي لومړی دوره (۶) تنه د ماستری محصلان د کرنیز اقتصاد څانګي ته جذب او د هند هیواد (IARI) او انسټو پوهنتونونو په ګډه همکارۍ يي د تدریس او څېړنو چاري مخته وړل کیږي.
دا پوهنځۍ اوس ۱ تن دوکتور، ۱۱ تنه ماستر او ۵ تنه لیسانس استادان لري.
لرلید
دکرنیز اقتصاد او توسعې پوهنځۍ زیار باسی چي په ملي سطحه داسی علمي کادرونه وروزي څو پرمختللی څېړنیز چاپیریال رامنځ ته کړی، او دټکنالوژي په مټ غوره کرنیز سیسټم رامنځ ته سي.
رسالت
دکرنیز اقتصاد او توسعې پوهنځۍ کوښښ کوي چي دپرمختللي اقتصادي کرنیز سیسټم په منځ ته راتګ سره به دلیسانس او فوق الیسانس په کچه علمي کادرونه وروزي، په کرنیزه برخه کي به علمي څیړنی او دکرنیزي تکنالوژي په وسیله به غوره کرنیز سیسټم وهڅوی ترڅو کرنیزومحصولاتو ته اساسي بازارموندنه پیدا، دکروندګرو دژوند کچه لوړه او دهیواد د اقتصادي پیاوړتیا وسیله وګرځي.
موخي
دکرنیز اقتصاد او توسعې پوهنځۍ غواړي چی د محصلانو د روزلو په موخه داسي علمي، څیړنیز میتودونه او مهارتونه په کار واچوي څو په ملی کچه د هیواد د کرنیز اقتصادي سکتور لپاره د اصلاح کولو او پیاوړتیا سبب وګرځي.
څانګي
1. کرنیز اقتصاد
2. کرنیز سوداګري مدیریت
3. کرنیزه توسعه
4. کرنیز مارکیټینګ
5. اسلامي ثقافت
کمېټې
1. علمي شورا
2. د فوق لسانس برنامو د تنظیم کمېټه
3. د کیفیت د لوړاوی کمېټه
4. د علمي څیړنو او نشراتو کمېټه
5. د تحصیلي نصاب د تطبیق او ارزوني کمېټه
6. د ستراتیژیک پلان کمېټه
7. د آزموینو کمېټه
8. محصلانو چارو او ورزش کمېټه
9. فرهنګي چارو کمېټه
10. دعوت ، ارشاد ، نظم او شکایاتو اوریدو کمیټه
د ستراتيژيک پلان خلاصه
د کرنیز اقتصاد او توسعه پوهنځي ستراتیژیک پلان د پوهنځي د علمي، تدریسي او څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه ترتیب سوی، څو د هېواد د کرنیز سکتور د ودې او دوامدارې پراختیا لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
دغه پلان د پوهنځي د لید لوري او ماموریت پر بنسټ جوړ سوی او په لاندې مهمو برخو تمرکز لري:
• اداری ریفورم او د سیسټم را منځته کول
• ښه حکومتولي او له فساد سره مبارزه
• د کریکولمونو بیاکتنه او پراختیا
• په پوهنځۍ کي د کیفیت د تضمين او اعتبار ورکونې د معيارونو له تطبیق څخه ډاډ تر لاسه کول
• د برېښنايي زده کړو پراختیا او معياري کول
• د زېربناوو پراختيا او معياري کول
• ظرفیت لوړول
• د تقنيني او تخنيکي اسنادو د بیا کتنی تعدیل او تدوین په اړه طرحي وړاندي کول
• له علمي او غير علمي نهادونو سره د اړيکو پیاوړتیا او پراختیا
• لوړو زده کړو ته عادلانه لاس رسی
علاوه د لوړو معیارونو د تدریس کیفیت لوړول، د څېړنو پراختیا، د مسلکي کدرونو روزنه، د عصري کرنیزو او اقتصادي مهارتونو ترویج، او د ملي او نړیوالو ادارو سره همکاري پیاوړې کول د پوهنځي د تمرکز نقطي دي.
پوهنځی هڅه کوي چې د نوښت، شفافیت او حساب ورکونې له لارې داسې چاپېریال رامنځته کړي چې محصلین وکولای سي عملي مهارتونه ترلاسه کړي او د کار بازار ته چمتو سي. همدارنګه، د کرنیزي توسعي، بازارموندنې او منابعو د مؤثر مدیریت په برخه کې د علمي څېړنو ملاتړ د دې پلان مهمه برخه ده.
په ټوله کې، دغه ستراتیژیک پلان د پوهنځي لپاره یو روښانه لوری ټاکي تر څو وکولای سو د کرنیز اقتصادي علومو په برخه کې د علمي برترۍ مرکز وګرځي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې رغنده ونډه واخلي.
عملیاتي پلانونه
• علمي څیړنو ته وده او پراختیا ورکولو له پاره آړین امکانات برابرول.
• د پروګرام بياکتنه، پرمختیا او د کاریکولم نوي کول.
• اوسنی نصاب دنویو تدریسي میتودونو سره عیارول.
• په پوهنځۍ کي د نویو څانګو فعالول.
• دوکتورا پروګرام ته د موجوده ماسټر استادانو لیږل.
• ماسټري پروګرام ته د موجوده لیسانس استادانو استول.
• د استادانو له پاره په داخل او خارج کي لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه تنظیمول.
• د تخنيکي کارکوونکو ظرفيت لوړونه.
• نوښت دودول.
• انتقادي تفکر عامول.
• د ۱۴۰۵ کال له پاره د یو کلنی څارني د راپور جوړول.
• د کیفیت د لوړاوي د یوولسو (۱۱) اصلي معیارونو او (۴۹) فرعي معیارونو کمښتونو پوره کول.
• ټولني ته مشورتي خدمات وړاندي کول.
• د اصولو له مخي په علمي کادر کې د استادانو څخه ازموینه او علمي کنفرانس اخیستل.
• د محصلانو د آرزوني او آزموينو څخه په جدي بڼه نظارت کول او د عدالت مراعاتول.
• اداري برخه پیاوړي کول.
• فرهنګي، د قانون حاکمیت، دچاپیریال ساتني او زرغونتیا او د مرستو د جذب په برخو کي.
د کړنو لنډ راپور
1. د علمي څیړنو وده او پراختیا له پاره آړین امکانات تر یوه حده اجرا سویدي او لا نور امکاناتو ته اړتیا لیدل کیږي او دا کار په جریان کي دي.
2. د پروګرام بياکتنه، پرمختیا او د کاریکولم نوي کول د لیسانس په برخه کي ترسره سویدي او د ماستري په برخه کي د کرنیز اقتصاد او کرنیز توسعه څانګو کاریکولمونه بشپړ سویدي.
3. اوسنی نصاب دنویو تدریسي میتودونو سره عیار سویدي او لا نور د عیاریدو په حال کي دي.
4. په پوهنځۍ کي د اسلامي ثقافت څانګه چي غیر فارغ دهي څانګه ده فعاله سوه.
5. دوکتورا پروګرام ته موجود ماستر استادان ندي استول سوي ځکه چي په داخل کي نوموړي برنامي شتون نلري.
6. لیسان استادان ماستري پروګرام ته استول سويدي.
7. د استادانو ته لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه اماده سويدي.
8. د تخنيکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره په داخل د پوهنتون کي روزنیز پروګرامونه اماده سویدي.
9. د پوهنځی او د ځانګو د ځان ارزوني راپور تر یو حده کار پر سویدي او لانور کار ته اړتیا لیدل کیږي چي تر سره به سي.
10. په ټولنه کي د پوهنځی له خوا و کروندګرو ته وخت په وخت د نوي کرني لاري چاري مشوري ورګول سویدي.
11. د استادانو د ازموینو او محصلانو د ازموینو څخه وخت په وخت جدي څارنه ترسره سویده.