د علمي څېړنو معاونیت پېژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

انسانان، حیوانات او نباتات د خپل ژوند بقا په موخه پاکو اوبو، کافي او مصؤن خوړو، د اوسیدو لپاره پاک چاپیریال او نورو حیاتي مادو ته اړتیا لري. یاد فکتورونه چي د ژونديو موجوداتو لپاره حیاتي ارزښت لري د طبعی عواملو، انسانانو، افاتو او امراضو او ځیني نورو څیزونو په وسیله متضرر کیږي، چي په پایله کي د ژوندیو موجودات ژوند ګواښي او حتي دوي د مرګ تر کندي پوري ټیل وهي. د ژوندیو موجوداتو په وړاندي داسي او نوري ګڼی ستونزي یو اساسي حل ته اړتیا لري چي دا کړنه تر ډیره بریده د څیړنو په مټ ترسره کیداي سي. علمي څیړني زیاتره په علمي مراکزو کي د مسلکي اشخاصو لخوا پرمخ وړل کیږي چي هدف یې د یوي ټولنه پر وړاندي د موجوده ستونزو راسپړل او هغوي ته د څیړنو په مټ د حل یوه اساسي لاره موندل دي. د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون (اناسټو) د یوه علمي او تخصصی نهاد په حیث مسؤلیت لري څو د څیړنو د لاري د هیواد په کچه د کرني او مالداري برخه کي پرمختګونه رامنځته کړي او د همدي لاري په ټول هیواد کي غذایي امنیت او مصؤنیت تامین کړي ترڅو خلک د لوږي، قحطي او فقر څخه و ژغورل سي او ترڅنګ یې د هوسا ژوند څخه برخمن سي. همدي اړتیا ته په کتو د لوړو زده کړو وزارت په خاصې پاملرني او د څیړني، تالیف او ژباړي محترم ریاست په پوره همکاري په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کي په اناسټو پوهنتون د علمي څیړنو معاونیت رامنځته سو. یاد معاونیت په خپل تشکیلاتي جوړښت کي دري آمریتونه (علمي څیړنو آمریت، علمي مجلې آمریت او څیړنیز فارم آمریت) او د کتابتون مدیریت لري. د څیړنیز فارم تر آمریت لاندي د څیړنو لپاره پنځه زره (۵۰۰۰) جریبه د کښت وړ ځمکه، د ابیاري لپاره د ظاهر شاهي کانال اوبه، او د هیواد په کچه یو مجهز لابراتوار او یوویشت (۲۱) عرادي بیلا بیل زراعتي ماشین الات شتون لري. د دي ترڅنګ، د علمي مجلې آمریت تر چوکاټ لاندي زرغون نوښت علمي ـ څیړنیزه مجله فعالیت لري چي په هره ربعه کي یوه ګڼه خپروي. زرغون نوښت علمي ـ څیړنیزه مجله په خپله برخه کي هئیت تحریر بورډ او د مسلک په اساس ګڼ شمیر کتنپلاوي لري. یاد آمریت اوس مهال د یوه نړیوال جورنال د ایجاد هڅي هم پیل کړي دي، چي په نژدي راتلونکي کي به ان شاء الله په فعالیت پیل وکړي. د علمي څیړنو معاونیت تر چتر لاندي د علمي څیړنو آمریت د ملي او نړیوالو علمي کنفرانسونو د دایرولو، د استادانو د څیړنو، تالیف او ژباړي علمي آثارو د کتني او اصلاح، د څیړنو په برخه کي د ظرفیت لوړوني روزنیز پروګرامونو، او پوهنتون کي د ټولو علمي څیړنو څخه د څار او نظارت دنده پر غاړه لري. نوموړي آمریت په خپله برخه کي د څیړني، تالیف او ژباړي بورډ هم لري.

 

لرلید

علمي څیړنو معاونیت به د کره او پر نړیوال معیارونو برابرو څیړنو په مرسته داسي یو چاپیریال رامنځته کړي څو د کرني او مالداري په برخه کي په ملي او نړیواله کچه پرمختګونو او ځان بسیاني ته زمینه برابره کړي او ترڅنګ به د استادانو، محصلینو او څیړونکو نوښتونو، خلاقیت، پوهي او څیړنیز ظرفیت لوړوني ته لاره هواره کړي.

 

رسالت

علمي څیړنو معاونیت هڅه کوي څو په اناسټو پوهنتون کي د موجوده کادري غړو، محصلینو، پراخه څیړنیزي ساحي، کرنیزې او لابراتواري ماشینري په مټ په نړیوالو معیارونو برابري څیړني ترسره کړي څو د همدي لاري د کرني او مالداري په وړاندي پرتي ستونزي هواري، په هیواد کي غذایې امنیت او مصؤنیت خوندي کړي او ترڅنګ یې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا سبب وګرځي.

 

موخي

•    په ملي او نړیواله کچه علمي څیړنو ته وده او پرمختګ ورکول.
•    د هیواد په کچه د کرني او مالداري پر وړاندي پرتي ستونزي راسپړل او دکره او معیاري څیړنو د لاري هغوي د حل لارو موندل.
•    د علمي څیړنو په مټ په هیواد کي عصري او میکانیزه کرنیز سیستم رامنځته کول.  
•    د استادانو، محصلینو او څیړونکو علمي او څیړنیز ظرفیت لوړول او په همدي برخه کي د دوي نوښتونو او خلاقیت ته وده او پرمختګ ورکول
 

کمېټې

د علمي څېړنو او نشراتو بورډ

 

آمریتونه او مدیریتونه

د علمي څیړنو آمریت
د داخلي او نړیوالو علمي مجلو آمریت
د علمي څیړنیز فارم آمریت
د لابراتوار مدیریت

دوکتور حضرت میر توتاخیل کتابتون
 

د کارمندانو شمير

۴۰ تنه

برحال کارمندان

شمیره

د کارمند نوم

تخلص

دنده

د تحصیل درجه

علمي رتبه

څانګه

د اړیکو شمېره

ایمیل ادرس

۱

شریف الله

شریفي

د علمی څیړنو مرستیال

دوکتور

پوهنمل

اګرانومي

0700388502

nsharifullah@ gmail.com

۲

کرامت الله

فاضل

د علمی څیړنو امر

ماسټر

پوهنمل

اګرانومي

0703891816

Kiramatullah.Fazil94@ gmail.com

۳

نواب

ناصر

د داخلي او نړیوالو علمي مجلې آمر

دوکتور

پوهنمل

هارټکلچر

0705477590

nawab@anastu.edu.af

۴

عبدالولي

بارک

د علمي څیړنیز فارم آمر

لیسانس

 

هارټکلچر

0700020207

Wali.sadiqi30@gmail.com

 

۵

محمد عمر

حبیبي

د علمي څیړنو عمومي مدیر

لیسانس

 

نبات      ژغورنه

0708336707

Habibiomer86@Gmail.com

۶

عزیزالله

عزیزي

د طبعی علومو کارشناس

لیسانس

 

هارټکلچر

0700679692

Azizullahazizi8315@Gmail.com

۷

قدرت الله

رسولي

د علمی مجلې کارشناس

لیسانس

 

ادبیات

0700330829

 

۸

میرویس

فرقانیار

اجرائیه مدیر

لیسانس

 

حقوق

0700306522

 

۹

دولت خان

حېدر

د مجلې عمومي مدیر

لیسانس

 

 

0708336005

d.haidaeafghan@Gmail.com

۱۰

قاسم خان

مسلم

د مجلې د نشر مدیر

لیسانس

 

هارټکلچر

0705995152

Qasamkhanmuslim363@Gmail.com

۱۱

بلال احمد

سرفراز

د کتابونو د توزیع مدیر

څوارلس پاس

 

نرسینګ

0704083343

 

۱۲

خداینظر

نظري

  د کتابتون عمومي مدیر

لیسانس

 

اګرانومي

0700473637

 

۱۳

اسدالله

همدرد

اګرانومي لابرانت

لیسانس

 

اګرانومي

0708336518

Asadullahhamdard22@gmail.com

 

۱۴

نوراحمد

حبیبي

هارټکلچر لابرانت

لیسانس

 

هارټکلچر

0708336367

noorahmadhabibi28@gmail.com

 

۱۵

امان الله

بارک

د حیوانی علومو کار شناس

لیسانس

 

حیوانی علوم

0704331263

 

۱۶

حسن شاه آغا

حبیبي

فني مدیر

لیسانس

 

نبات ژغورنه

0700369050

Hussain123@gmail.com

 

۱۷

سلطان محمد

درخشان

هارټکلچر لابرانت

لیسانس

 

هارټکلچر

0706723162

sultanrokhshan123@gmail.com

 

۱۸

رحمت الله

سعادات

نبات ژغورنه لابرانت

لیسانس

 

نبات ژغورنه

0704142357

 

Sadatrhamatullah@gmail.com

 

۱۹

اسدالله

سیرت

فارم کار شناس

لیسانس

 

اګرانومي

0707710857

siratamin1@gmail.com

 

۲۰

نجی الله

سیدزی

مالداری لابرانت

لیسانس

 

حیواني علوم

0708889317

 

syedzai054@gmail.com

 

د اړیکو شمیره

0700388502

ایمیل ادرس

nsharifullah@ gmail.com

په درنښت