د ځنګل پوهني او طبیعي منابعو څانګي پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
د ځنګل پوهني او طبعي زیرمو څانګه په ١٣۹۹ لمریز کال کي په رسمي توګه پرانيستل سویده، د رسمی استادانو شمیر ئي شپږ تنه دي پنځه تنه ئي حاضر او یو تن ئي د ماسټری په لوړو زده کړو بوخت دی، کریکولوم ئي د لوړو زده کړو وزارت له خوا ندی تائيد سویدی، د څانګی پالیسی، ستراتیژیک او تدریس د ښه والی پلانونه ئي بشپړ سویدی. د مسلکی استادانو د کمبود او څانګی د نوی تاسیس له مخی ئې تر اوسه د محصلانو جذب صفر دی چی په راتلونکی کښی به لومړی د لیسانس او ورپسی به د ماسټری په کچه د نوی محصلانو د جذب پروسه پیل کړی، چي په ټول کي د یادي څانګي ټولی چاري په تدریجي توګه سره جریان لري.
لرلید
په ملی او سیمه یزه کچه د ځنکلونو تنظیم او رزوني معیاري کول، ملي پارکونو او وحشي حیواناتو څخه ګټه اخیستل، د تدریس لوړ کیفیت، د مسلکې کادرونو روزنه او غوره ظرفیت جوړول.
رسالت
د علمي وړتیا او ملي رسالت په مټ سره و ځوانو محصلانو ته د زده کړي، تدریس، څیړني، علمي ارزښتونو انتقال زمینه برابرول څو د عصري ټولني د ودي او پراختیا وسیله وګرځي.
موخي
د ځنګلونو او طبعي زیرمو اړوند د فني او مسلکي متخصیصینو او کار پوهانو روزل، د طبعي او مصنوعي زیرمو ژوندي ساتل، باثباته پرمختیا لپاره د عصري ترویجي سیستمونو سره آشنا ئې او د طبعي ژوند چاپیر یال، څړځایونه، ځنګلونه، وحشي حیواناتو ژوند او د ښتونو ساتلو ته پاملرنه کول.
کمېټې
د کیفیت لوړاوي کمېټه
د ستراتيژيک پلان خلاصه
د ځنګل پوهني او طبعي زیرمو څانګه و خپلو موخو ته درسیدو او چارو د ښه تنظم له پاره خپل پلان د پوهنځي پنځه کلن ترتیب سوی ستراتیژیک پلان (۱۴۰۱- ۱۴۰۵) په رڼاکي تر سره کوي. یاد پلان د نباتي علومو پوهنځی او اناسټو پوهنتون د موخو لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونو سره په انډول کښي د څانګي د غړو له خوا جوړ سوی او د پوهنځی له خوا تائید سوی دی. په یاد پلان کښي د څانګي د پرمختګ له پاره هر اړخیز بحث سوی ترڅو په هره برخه کښي و عمده امکاناتو او ننګونو ته ګوته ونیول سي؛ په پلان کښي پر بیلابیلو عمده برخو لکه د څانګي پيژندنه، ظرفیت لوړول، معیاري تدریس، ساحوي او لابراتوار کړني، تشکیل، د کیفیت لوړاوي معیارونو پوره کول، معیاري تجهیز او بودیجې باندي د اړتیا سره سم هر اړخیز بحث سوی دی.
عملیاتي پلانونه
د ځنګل پوهني او طبعی زیرمو څانګي اړوند استادان و خپلو ورځني موخو او ستراتیژیک پلان د عملي کولو په پار، بیلابیل عملیاتي پلانونه ترلاس لاندی لري لکه:
• د څانګي په کچه کلنی کاري او تدابیري پلان، چي د ستراتیژیک پلان په رڼا کښي د هر کال له پاره جوړ او پلی کیږي.
• ربع وار پلان، چي د کلني تدابیري پلان په رڼا کښي جوړ او تطبیق کیږي.
• د تدریس د ښه والي پلان، چي د هر سمستر د تدریسي چارو د سمون او تنظیم په موخه جوړ او تطبیق کیږي.
• د استادانو عملیاتي پلانونه، چي د هر سمستر په پیل کښي د استادانو له خوا د تدریسي، اکاډیمیکو او اداري چارو د ترسره کولو او تنظیم له پاره جوړ او وروسته تطبیق کیږي.
د کلني علمي پروګرامونو له پاره هم د هر تعلیمي کال په پیل کښي عملیاتي پلان جوړ او وروسته تطبیق کیږي.
د کړنو راپور
• و پوهنمل علمي رتبې ته د دریو تنو استادانو ترفیع کول.
• د څانګي د غړو له خوا د علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو ارائیه کول.
• د استادانو له خوا د بین المللی او داخلي ژورنالونو له پاره د مقالو جوړول او سپارل.
• د څانګي ورځنی چاري په منظم ډول مخي ته وړل او په هره میاشت کښي نباتي علومو پوهنځی ته د راپور لیږل.
• مکتوبونو ته پر وخت جواب ویل
|
د محصلانو شمیر |
||||||||
|
نلري |
||||||||
|
د استادانو شمير |
||||||||
|
۶ |
||||||||
|
برحال استادان |
||||||||
|
شمیره |
د استاد نوم |
تخلص |
دنده |
د تحصیل درجه |
علمي رتبه |
څانګه |
د اړیکو شمېره |
ایمیل ادرس |
|
۱ |
نقیب الله |
مجددی |
امر |
ماسټر |
پوهنوال |
ځنګل پوهنه او طبعی زیرمي |
۹۳۷۰۰۳۲۴۳۸۳+ |
|
|
۲ |
محیب الله |
فیضي |
استاد |
ماسټر |
پوهنمل |
ځنګل پوهنه او طبعی زیرمي |
۹۳۷۰۰۳۰۵۸۰۷+ |
Muhib.mfms@gmail.com |
|
۳ |
محمدموسی |
داودزی |
استاد |
دوکتور |
پوهنیار |
ځنګل پوهنه او طبعی زیرمي |
۹۳۷۰۷۷۵۴۲۷۹+ |
Obidi_m@yahoo.com |
|
۴ |
فرید احمد |
ولي |
استاد |
ماسټر |
پوهنیار |
ځنګل پوهنه او طبعی زیرمي |
۹۳۷۰۴۰۲۷۱۷۳+ |
Farid5318@gmail.com |
|
۵ |
شیر محمد |
وفا |
استاد |
ماسټر |
پوهنیار |
ځنګل پوهنه او طبعی زیرمي |
۹۳۷۰۲۳۷۳۵۸۳+ |
Sherwafa2@gmail.com |
|
۶ |
احمد ولي |
صحرایي |
استاد |
لیسانس |
پوهنیار |
ځنګل پوهنه او طبعی زیرمي |
۹۳۷۰۶۶۵۶۰۹۶+ |
ahmadwalisahraie@gmail.com |
|
د اړیکو شمیره |
||||||||
|
۹۳۷۰۰۳۲۴۳۸۳+ |
||||||||
|
ایمیل ادرس |
||||||||
والسلام
د ځنګل پوهني او طبیعي منابعو څانګه