د نباتي علوم پوهنځۍ پېژندنه
د افغانستان د کرني او مالدارۍ سکتور یوه پیاوړې برخه سهیل لوېدیځ زون دی او د ډیرو با ارزښته نباتي کورنیو د تولید لپاره مساعد اقلیمي شرایط لري. کندهار ولایت د بېلا بېلو غلو دانو، میوه جاتو، سبزیجاتو او صنعتي نباتاتو کوربه گڼل کيږي او د تولید لوى مركز دی. له دې مرکز څخه په زیاته پېمانه محصولات د هیواد د بېلا بېلو برخو ترڅنگ، د آسیا ډيرو هیوادونو کې مارکېټ لري. که څه هم د کندهار د صادراتو کچه د اوسني عصر او پرمختگونو په پرتله کمه ده، خو ځيني محصولات لکه، انار، انگور، انځر، بادام، زیره او نور د بهرنیو اسعارو د لاسته راوړلو له پاره مهم اهمیت لري. دا چې نه یوازي کندهار بلکې د ټول هیواد په کچه د کرني او مالدارۍ سکتور ډیر زیات پرمختگ او مثمرې ودي ته اړتيا لري او اړينه ده چې دا برخه پیاوړې سي او دوامدار کار ورته وسي. د همدې لپاره د افغان دولت د انکشافي او فرهنگي پالیسیو پر اساس په ۱۳۹۱ هـ. ل. کال کې د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون بنسټ کښېښودل سو.
د نباتي علومو پوهنځۍ د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون د ایجاد سره سم په ٣٧٢/٣٦٥ گڼه - ۱۳۹۱/۱۰/۲۰ نیټه حکم، د پوهنتون په اکاډمیک تشکیل كې منظور او ځای پر ځای سوې ده. د نباتي علومو پوهنځۍ د پیل سره سم اته (۸) څانگي، (اگرانومي، هارټیکلچر، نبات ژغورنه، د نباتاتو بایوتکنالوژي، کرنيزه انجنیری، خاوره پوهنه او اوبه لگونه، ځنگل پوهنه او طبيعي منابع او جنتیک او دنباتاتو اصلاح) د ليسانس او فوق لیسانس پروگرامونو د پرمخ بیولو لپاره د وزارت مقام لخوا رسماً منظور سوي دي. په همدې اساس او امکاناتو ته په کتو سره د ۱۳۹۲ هـ ل کال د حوت په میاشت کې لومړۍ دوره ۲۱ تنه د ماسترۍ محصلان د اگرانومي څانگي ته جلب او د هند هیواد (IARI) او انستو پوهنتونونو په گډه همکارۍ په ۱۳۹۵ کال کي فارغ سول. په ترتيب سره د يادي څانگي په دویمه تحصيلي دوره کې نولس (۱۹) تنه محصلان د اگرانومي څانگي څخه فارغ، درېیمه تحصیلی دوره کې شل (۲۰) تنه محصلان د اگرانومي څانگي څخه فارغ او همدا شان څلورمه تحصیلي دوره كې لس (۱۰) تنه محصلان جلب او اگرانومي څانگه کې په تدریس او څیړنو بوخت دي.
د وخت د مسؤولينو له اړخه د لوړو زده کړو وزارت ته د منظورۍ اخیستلو په موخه ۱۱۱/۲۲۷ ګڼه - ۱۳۹۷/۲/۱۲ نیټه، ليک له مخي، په نباتي علومو پوهنځۍ کې د فوق لیسانس په کچه د اگرانومي، هارتیکلچر او نبات ژغورني څانگي د دوهم ځل لپاره منظور او د ماسترۍ زده کړو ته د محصلانو د جلب حكم اخیستل سوی او په همدې اساس او امکاناتو ته په کتو سره د پوهنځۍ دریو، (اگرانومي، هارټیکلچر او نبات ژغورني) څانگو ته په ۱۳۹۷ هـ. ل. کال د لوړو زده کړو وزارت په حکم د کانکور آزموینې له لاري (۱۷) تنه په هارټیکلچر او (۹) تنه په نبات ژغورنه څانگه کې د ماسترۍ زده کړي پروگرام ته جلب سول چی تدریس او علمي څېړنو کارونه یې پای ته رسیدلي دي او اسناد يې تر پروسیس لاندي دي. دا چي د پوهنځۍ گن شمېر استادان د ماسترۍ او دوکتورا سند ترلاسه کولو او ظرفیت لوړولو په منظور، د هیواد په دننه او بهر کې په لوړو زده کړو بوخت دي او ډیر استادان بیا د خپلو لوړو زده کړو له بشپړېدو څخه وروسته، ۴ تنه د دوکتورا او ۵ تنه د ماستر په کچه په مختلفو څانگو کې بیرته خپلي وظیفې اشغال کړي دي او سلسله روانه ده. نو په یادو منظور سوو څانگو کې دپلان له مخي د هندوستان هیواد د(IARI) پوهنتون سره د تفاهم نامې او داخلي امکاناتو له مخي به نوي محصيلين جلب سي.
د کندهار پوهنتون د پخوانۍ کرهڼي پوهنځۍ او څیړنیز فارم د ادغام له پاره د لوړو زده کړو وزارت له خوا با صلاحیته مؤظف هئیت اناستو پوهنتون ته تشریف راوړی وو، چي د يادي پوهنځۍ او اړوند فارم ټول علمي او اداري تشکیل او وسایل د ځانگړي طرحي له مخي د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون په نباتي علومو، حيواني علومو او کرنيز اقتصاد او توسعې پوهنځیو کې مدغم کړي. د ادغام په پايله کې د پخواني کرهڼي پوهنځۍ په ۳ لویو څانگو، (اگرانومي، هارتیکلچر او نبات ژغورنه) د نباتي علومو پوهنځۍ د مشابه څانگو سره یو ځای او ترڅنگ یي نوري څانگي، (خاوره پوهنه او اوبه لگونه، ځنگل پوهنه او طبیعی منابع، د نباتاتو بایوتکنالوژي، جنیټيک او د نباتاتو اصلاح او کرنیزه انجنیري)، د هغه لس کلن پلان له مخي چي اناستو پوهنتون د هند هیواد سره لري، د فعالېدو چاري بشپړي سوې. یاد هئیت د پخواني فارم د بستونو د موضوع ترڅنگ په هره تحصیلی څانگه کې، استادان د هغوی د اخيري تحصيلي سند، سویې او د څانگي د تشکیل د ایجاد له مخي تنظيم او د پوهنتون د علمي شورا په (۱۱) گڼه (۱۳۹۹/۱۲/۴) نيټه، فوق العاده غونډي ته وړاندي کړه چي تر تائید وروسته ترتیب سوی جدول یې د منظورۍ په موخه وزارت مقام ته وړاندي کړل او منظورۍ یې تر لاسه سوې. د يادوني وړ ده چي نباتي علومو پوهنځۍ (۴۴) تنه استادان، (31) تنه محصلین په فوق لیسانس برنامو او (۱۵۵) تنه محصلین د لیسانس برنامې په مختلفو ځانگو کي لري.
د نباتي علومو پوهنځي مرام نامه
لرليد
د نباتي علومو پوهنځي به؛ په لوړ کمیت او کیفیت سره د نباتي تولیداتو د تولید، نباتي نسلونو د اصلاح او دودیزو کرنیزو چارو عصري کولو په برخه کې د هیواد په کچه د لیسانس او فوق لیسانس علمي کدرونو او ظرفیتونو د روزلو په برخه کې لوی مرکز وي.
مأموریت
نباتي علومو پوهنځۍ هڅه کوي چې د علمي کدرونو په واسطه، په پرمختللي او عصري ټکنالوژۍ سمبال علمي، تدریسي، تولیدي، څېړنیز او زورنیز چاپیریال په رامنځته کولو سره د هیواد د کروندګرو د اقتصادي پیاوړتیا سبب وګرځي.
موخي
- د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د علمي کادرونو روزل.
- د کرنیزو محصولاتو کمیت او کیفیت ته پراختیا ورکول.
- د هیواد په کچه د کرني په برخه کې د نوي ټکنالوژۍ او د کرني عصري طريقو رواجول او د في واحد ځمکي څخه زيات حاضلات لاسته راوړل.
- پر محلي او اصلاح سوو نباتي تسلونو باندي علمي څېړني تر سره کول او د هغوی مثبتي پايلي ترويجول.
- د ملي، سيمه ايزو او بهرنيو تحصيلي او څيړنيزو مؤسساتو سره اړيکي ټينګول، ترڅو علمي او څېړنيزي لاسته راوړني له يو بل سره شريکي کړو.
- د پورته موخو د لاسته راوړلو لپاره په لوړه سطحه داسې علمي کدرونه روزل چې، اسلامي مقدساتو او افغاني کلتور ته وفادار پاتي سي او د هيواد د کرنيز سکتور د پراختيا او انکشاف سبب وګرځي.
ارزښتونه
- د يوې سپېڅلي او اسلامي روحيې په شتون سره وېن پالنه.
- معیاري او باکیفیته لوړي زده کړي.
- د څېړني بډاینه.
- سالمه اداره او اغېزمنه رهبري.
- اکاډميکه آزادي رامنځته کول.
- حساب ورکونه.
- په کارونو کې شفافیت او د فساد مخنيوی.
- د هر ډول تبعيض څخه ډډه کول.
د نباتي علومو پوهنځۍ څانګي
نباتي علومو پوهنځۍ په خپل جوړښت کې اته څانګي لري چې په لاندي ډول دي:
- اګرانومي څانګه
- هارټکلچر څانګه
- نبات ژغورني څانګه
- خاوري پوهنه او اوبو لګولو څانګه
- بايوټکنالوژۍ څانګه
- کرنيزي انجينرۍ څانګه
- جنيټيک او نباتاتو اصلاح څانګه
- ځنګل پوهني او طبیعي منابعو څانګه
والسلام
په پورته توګه د نباتي علومو پوهنځۍ لرليد، مأموريت، موخي او ارزښتونه په درې واړو (پښتو، دري او انګليسي) ژبو، په نوي بڼه اصلاح ترتيب او د بیا ځلي لپاره د نباتي علومو د ستراتيژيک پلان په ۱۴۰۴/۰۸/۰۲ نېټه او (۳) ګڼه غونډه، د نباتي علومو پوهنځۍ علمي شورا په ۱۴۰۴/۰۸/۲۴ نېټه او (۸) ګڼه او د پوهنتون د علمي شورا په ۱۴۰۴/۰۹/۱۷ نېټه (۸) ګڼه؛ غونډو کې تائيد لري.
د نباتي علومو پوهنځۍ رئيس
پوهنوال نصير احمد "نصرت"