کرنيزه انجينري

د کرنيزې انجينرۍ د څانګي لرلید، ماموريت او موخي

لرليد: په ملي کچه د يوې نوښتګرې، پايداره، په نوي ټکنالوژۍ سمبال، د اقليمي بدلون پر وړاندي مقاومي او پرمختللي کرني رامځته کول، ترڅو د طبيعي منابعو د مؤثر استعمال له لاري د کروندګرو عاید زيات او د هیواد خوراکي امنیت او مصئونيت پاوړی سي.

ماموريت: د معیاري پالیسیو طرحه او پلي کول، ترڅو د عصري ټکنالوژۍ او مسلکي علمي کادرونو په مټ محصلانو ته د لوړ کيفيت تدريس، څيړني او علمي کړونو د کار زمينه برابره سي. او همدارنګه د کرنيز توليد د زياتوالي د سرچينو د خونديتوب او د کروندګرو د وړتیا د لوړولو له لاري د ټولني د پراختيا او هوسايني سبب وګرځي.

موخي: په لوړه کچه د مرني په برخه کې د متخصصينو روزل، د منابعو مؤثره استعمال او ضایعاتو کمول، غوره کرنيزو وسایلو، تخنيکونو او ټکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل، د میکانيزه کرني مروج کول، په لوړ کميت او کيفیت د کرنيزو محصولاتو توليد.
ارزښتونه:

✔ د مسلکي علمي پوهي زياتول. 

✔ د کرنيزي انجينرۍ په برخه کط مسلکي او کادري غړو نوښت او عملي څيړنه رامنځته کول.

✔ پايښت لرونکې کرنه، د منابعو ساتنه او د اقليمي بدلون په وړاندي مقاومت او پياوړتيا.

✔ ډله ييز او ګډ کار.

✔ په کړنو کې شفافیت.

✔ کيفيت او تأثير پذيري.

 

د کرنيزي انجينرۍ څانګه په (۸) ګڼه پروتوکول په ۱۴۰۴/۰۸/۱۳ نېټه غونډه کې ثبت او تائيد سوه.

د نباتي علومو پوهنځئ د ستراتيژيک پلان کميټې په (۳) ګڼه پروتوکول په ۱۴۰۴/۰۸/۰۲ نېټه غونډه کې ثبت او تائيد سوه.

د نباتي علومو پوهنځئ علمي شورا په (۸) ګڼه پروتوکول په ۱۴۰۴/۰۸/۲۴ نېټه غونډه کې ثبت او تائيد سوه.
 

په درنښت

د نباتي علومو پوهنځئ