د مسلکي او پرمختیايي مرکز آمریت پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژی ملي پوهنتون «مسلکي پرمختیایی مرکز(PDC)» د لوړو زده کړو وزارت لخوا په ۱۴۰۲ هـ لمریز کال کښي منظور سوی دی یاد مرکز د پوهنتون د مهمترینو آمریتو د جملې څخه دی چي مسلکي پرمختیایی مرکز په تدریس، د ښي رهبري او مدیریت، څیړنو او نورو تخنیکي برخو کي د استادانو او کارمندانو د مسلکي پوهي د لوړولو په برخه کي د لازمو مسلکي روزنیزو برنامو او امکاناتو په برابرولو ، مدیریت کولو ، رسولو او ارزولو کي کار کوي.
لرلید
د افغانستان دکرنیزو علومو او ټکنالوژی ملي پوهنتون مسلکي پرمختیایی مرکز به د هیواد په کچه د استادانو او کارمندانو مهارتونه د علمي او مسلکي پیاوړتیا یو نوموتی مرکز وي.
رسالت
په مسلکي او تخصصي برخو کي به استادانو او کارمندانو ته د باوري اړینو علمي منابعو په کارولو سره د نویو لازمي مهارتونو، کړنو او میتودونو انتقالول.
موخي
• د تدریس زده کړو، مهارتونو او څیړنو د کیفیت لوړول.
• د علمي، اداري او تخنیکي برخو د پیاوړتیا په موخه د نویو پرمختګونو سره سم پوهاوي ته وده او پراختیا ورکول.
• د غوره مدیریت او رهبری مهارتونو ته وده او پراختیا ورکول.
• د روزنیزو پروګرامونو د لاري د عوایدو لاس ته راوړل.
• په ملي او نړیواله کچه د اعتبار لاسته راوړول.
مدیریتونه
د مسلکي پرمختیايي مرکز مدیریت
عملیاتي پلانونه
• د اناسټو پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز (PDC)کارمندان او مشورتي بورډ غړي پيژندل.
• د مشورتي بورډ سره د غونډو جوړیدل.
• د کلني علمي پروګرام ارزوني راپور لیکلو ورکشاپ.
• د پوهنځیو، څانګو او مرکزونو سره د روزنیزو برنامو پر اړتیاوو او په لار اچولو کي همږغي رامنځته کول.
• د پوهنتون په ویب پاڼه کي د (PDC) مرکز اړوند معلومات نوي (اپډیټ) کول.
• د نظم ډسپلین او اسلامي ارزښتونو اړوند ورکشاپونه جوړول.
• د استادانو د تقرر، ثبت رتبه، علمي ترفیعاتو، علمي کنفرانسونو ثبت او وړاندي کیدل.
• د څیړني او علمي مقالي لیکني اړوند روزنیز پروګرامونه.
• ادادري کارمندانو ته د ارتقا کیفیت روزنیز پروګرامونه دایرول.
• د فیلیالونو او خصوصي پوهنتونو د استادانو او اداري کارمندانو سره د مسلکي ودي په برخه کي کار کول.
• د بریښنایی زده کړو او OBE-SCL اړوند ورکشاپونه استادانو ته دایرول.
• د خصوصي او سکتوري ادارو سره د ظرفیت لوړوني په برخه کي د اناستو پوهنتون پر رول بحث او همږغي رامنځته کول.
• د نړیوالو موسساتو همکاري جلبول.
• د محصلانو او استادانو ظرفیت لوړوني په موخه علمي کنفرانسونه او ورکشاپونه په لار اچول.
• د مسلکي پراختیا اړوند برخه کي د پوهنتون او وزارت مقام هدايات او لارښوني عملي کول.
د کړنو راپور
• د مسلکي پرمختیایي مرکز (PDC) پیژندنه ،لیرلید، رسالت، موخي، پالیسي او تشکیلاتي جوړښت جوړ سوي دي.
• د مسلکي پرمختیایي مرکز (PDC) د بورډ غونډي د مهال ویش سره سمي دایري سوي.
• ټولو معاونیتونو، پوهنځیو ، امریتونو او مرکزونو خپل د کلني کنفرانسونو لیست مسلکي پرمختیایی مرکز ته را استولی دی.
• د انستو پوهتون د استادانو او اداري کارمندانو علمي کنفرانسونه، ورکشاپونه او روزنیز پروګرامونه دایر سوي او ثبت سوي دي.
• د استادانو د علمي کنفرانسونو لپاره چوکاټ جوړ سوی دی.
• د اناستو پوهنتون د ټولو علمی کنفرانسونو، ورکشاپونو ، سمینارونو او روزنیزو پروګرامونو د پاره واحد فارمټ د حاضري جوړ سوی دی.
• د وترنري پوهنځی استادانو لخوا د کانګو کریمیا بهوونکي تبه تر عنوان لاندي د کندهار ښاروالي د غونډو په تالار کي د عامه پوهاوي په موخه کنفرانس جوړ سوی دی.
• علمی کنفرانسونو، ورکشاپونو ، سمینارونو او روزنیزو پروګرامونو د د ثبت د پاره دري ډوله فورمونه جوړ سوي او ټولو مربوطه شعبو ته استول سويدی.
|
دکارمندانو شمیر |
||||||||
|
1 |
||||||||
|
برحال کارمندان |
||||||||
|
شمیره |
د کارمند نوم |
تخلص |
دنده |
دتحصیل درجه |
علمي رتبه |
څانګه |
د اړیکو شمیره |
ایمیل ادرس |
|
1 |
شیرمحمد |
وفا |
د مسلکي پرمختیایی مرکز امر |
ماستر |
پوهنمل |
ځنګل پوهنه او طبعي منابع |
0702373583 |
|
|
د اړیکو شمیره |
||||||||
|
0702373583 |
||||||||
|
برېښنالیک |
||||||||
والسلام