د بایوټکنالوژي څانګي پېژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

د نباتي بایوټکنالوژي څانګه د لوړو زده کړو وزارت د لزوم دید او ټولني د اړتیا سره سم د نباتي علومو پوهنځی په علمي چوکاټ کښي د ۱۳۹۹ لمریز کال را په دې خوا منظور او په فعالیت یې پیل کړی دی. یاده څانګه تر دې دمه درې تنه د علمی کادر غړي لري چي یوتن یې پوهاند، یوتن یې پوهندوی او  یو تن یې د پوهنمل په کچه علمی رتبې لري، او برسیره پردې یې د ماسټری تر کچي زده کړی هم سرته رسولي دي. که څه هم څانګه تر دې دمه لږ شمېر محصلان لري خو په ۱۴۰۵ تحصیلی کال کښي پلان لري چی شاوخوا ۳۰ تنه محصلان د لیسانس په کچه زده کړو له پاره جذب کړي.

 

لرلید

دنباتي بایوټکنالوژي څانګه به په خپله برخه کښي د هیواد په کچه  یو نوموتې څانګه وي چې اعتبار او یووالی به یي د تدریس پر ښه کیفیت، علمي څیړنو او یاده برخه کښي د موجوده او راتلونکو نوښتونو پر بنسټ ولاړ وي.

 

مأموریت

دنباتي بایو ټکنالوژي ډيپارټمنټ ژمن دی چي په لوړ معیار د تخصصي کادرونو په زده کړه او روزنه، علمي څیړنو او خپله برخه کښي د اوسني او راتلونکي نوښتونو په پلي کولو سره، د هیواد د نباتي محصولاتو د کچي لوړولو او ځان بسایني په برخه کښې مرستندوی وي.

 

موخي

1.    و محصلانو ته د عصري بایوټکنالوژي د علم نظري او عملي انتقال. 
2.    په جینټیکي انجینری کښي د داسي تخصصي کادرونو روزل چي د ناروغیو، آفتونو او وچکالۍ په وړاندي د مقاومو، او لوړ حاصل ورکونکو کرنیزو ورایټیو د تولیدول او انکشاف جوګه سي.
3.    و چاپيریال دوستانه او باثباته کرنیز سیستم ته پرمختګ ورکول. 
4.    د محلي جینټیکي منابعو ساتنه او اصلاح کول.
5.    د داسي نهادونو تقویه کول چي د کرنیزو نباتاتو د نسل نیوني او تخمونو د تولید ملاتړ کوي. 
 

کمېټې

د کیفیت د لوړاوي کمیټه

 

عملیاتي پلانونه

د نباتي بایوټکنالوژي څانګه او اړوند استادان و خپلو روزمره موخو او د ستراتیژیک پلان د عملي کولو په پار، بېلابېل عملیاتي پلانونه ترلاس لاندی لري لکه:
o    د څانګي په کچه کلنی کاري او تدابیري پلان، چي د پوهنځی د ستراتیژیک پلان په رڼا کښي د هر کال له پاره جوړ او پلی کیږي.  
o    ربع وار پلان، چي د کلني تدابیري پلان په رڼا کښي جوړ او تطبیق کیږي.
o    د تدریس د ښه والي پلان، چي د هر سمستر د تدریسي چارو د سمون او تنظیم په موخه جوړ او تطبیق کیږي.
o    د استادانو عملیاتي پلانونه، چي د هر سمستر په پیل کښي د استادانو له خوا د تدریسي، اکاډیمیکو او اداري چارو د ترسره کولو او تنظیم له پاره جوړ او وروسته تطبیق کیږي. 
o    برسیره پر دې، د پورته ذکر سوو پلانونو اړوند تطبیقي راپورونه هم په خپل وخت چمتو او له پوهنځی سره شریکېږي. 
o    د کلني څارني له پاره هم د هر تعلیمي کال په پای کښي راپور او  په پیل کښي یې عملیاتي پلان جوړ او وروسته تطبیق کیږي. 
 

د کړنو لنډ راپور

و پوهنوال علمي رتبې ته د یوه تن استاد ترفیع کول.
o    و پوهندوی علمي رتبې ته د ترفیع په موخه و یوه استاد ته د ژباړي موضوع ټاکل او تائیدیدل.
o    د څانګي د غړو له خوا د علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو ارائیه کول.
o    د څانګي د غړو له خوا د تالیفاتو، ژباړو او په څېړنیز فارم کښي د اړینو څېړنو ترسره کول. 
o    د استادانو له خوا د بین المللی او داخلي ژورنالونو له پاره د مقالو جوړول او سپارل.
o    د څانګي ورځنی چاري په منظم ډول مخي ته وړل او په هره میاشت کښي نباتي علومو پوهنځی ته د راپور لیږل. 
o    مکتوبونو ته پر وخت جواب ویل
 

د محصلانو شمېر

۱۳

د استادانو شمير

۳

برحال استادان

شمیره

د استاد نوم

تخلص

دنده

د تحصیل درجه

علمي رتبه

څانګه

د اړیکو شمېره

ایمیل ادرس

۱

شاه محمود

بری

استاد

مافوق لیسانس

پوهاند

بایوټکنالوژي

0700300-866

shahmahmood_baray@yahoo.com

۲

سیداحمد

سیدي

د څانګي آمر

ماسټر

پوهندوی

بایوټکنالوژي

07034-78097

Sayed_50099@yahoo.com

۳

احسان الله

فضلي

استاد

ماسټر

پوهنمل

بایوټکنالوژي

070023-1391

ehsan.fazli.4773@gmail.com

بروشور

شتون لري

کتلاک

تردې دمه نه دی بشپړ سوی

د اړیکو شمیره

070-34-78-097

ایمیل ادرس

Sayed_50099@yahoo.com

په درنښت

پوهندوی سیداحمد سیدي

د نباتي بایوټکنالوژي څانګي آمر