په اناسټو پوهنتون کې د علمي څیړنو په برخه کې د ظرفیت لوړاوي ورکشاپ دایر سو.

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۲:۱۳
د ظرفیت لوړاوي ورکشاپ

د شنبې په ورځ ۱۱/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټیکنالوژې ملي پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز او څیړنې امریت له لوري  یاد ورکشاپ په لاره اچول سوی وو، چي موخه یې د څیړنې په برخه کې د ظرفیت لوړول او د څیړنې کلتور ته وده ورکول وه، چې پکښې د مسلکي پراختیا مرکز او د څیړنیز مرکز آمرینو، استادانو او محصلانو ګډون درلود.
پروګرام د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل سو، ورپسي د څیړنې د اهمیت په اړه ویناوالو څرګندوني وکړي. 
پوهاند سید محمد کبیر آغا مین د پریزنټیشن له لارې د څیړنې، د څیړنې اخلاقو، اصولو، میتودولوژې، دڅیړنې ډولونه او یو شمیر نورو اړوند موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته هراړخیز معلومات وړاندي کړه او پوښتنو ته یې جوابونه وویل.
پروګرام د دوعا په ویلو سره پای ته ورسیدی.
د نشراتو امریت
۱۱/۱/۱۴۴۵
۷/۵/۱۴۰۲

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د اناسټو پوهنتون د دوهمي مرحلې د اعتبار تر لاسه کولو په موخه د بازدید ارزونه په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د دوهمي مرحلې د ترلاسه کولو په موخه، د لوړو زده‌کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۵۷
Background image

د ۲۸ مي ګڼي فرمان د ابلاغ په موخه علمي ناسته تر سره سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښي د ۲۸ مي ګڼي فرمان مطابق، د ځنګلونو د ساتني او غیر قانوني قطع کولو د مخنیوي اړوند علمي ناسته د کیفیت لوړاوي د غوڼدو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۱۱
Background image

په تدریس او څېړنه کښي د مصنوعي ځیرکتیا (AI) رول تر عنوان لاندي علمي ناسته تر سره سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښي د استادانو د علمي ظرفیت لوړوني په موخه د (په تدریس او څېړنه کښي د مصنوعي ځیرکتیا (AI) رول) تر عنوان لاندي علمي ناسته. . .

BACK TO NEWS