د هارټکلچر پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
د نباتي علومو پوهنځی د پیل سره سم د هارټیکلچر څانګه رسماً منظور سوي. د وخت د مسؤولینو له اړخه د لوړو زده کړو وزارت ته د منظوري اخیستلو په موخه ۲۲۷/۱۱۱ - ۱۲/۲/۱۳۹۷ ګڼه نیټه لیک له مخي د نباتي علومو پوهنځی کي د فوق لیسانس په کچه د هارټيکلچر څانګي د دوهم ځل له پاره منظوري او د ماستري د زده کړو ته د محصلانو د جذب حکم اخیستل سوي او په همدي اساس او امکاناتو ته په کتو سره د هارټیکلچر څانګه په ۱۳۹۷ ل. کال د لوړو زده کړو وزارت په حکم د کانکور آزموینې له لاري (۱۷) تنه په هارټیکلچر کښی جذب شوي. دا چی په هارتیکلچر څانګه کښی دری تنه دوکتور او ماستر لوړ رتبه استادان شتون لری نو لازمه ده چی د هندوستان هیواد د همکاریو تر څنګ د داخلی فوق السانس برنامې د شروع هڅه وکړو.
لرلید
هارټيکلچر څانګه به د هیواد او سیمي په سطحه د هارټیکلچر په سکتور کي د مسلکی کادرونو د روزني، تحقیقاتو او نوښتونو مرکز وي.
رسالت
د پرمختللي او په عصري ټکنالوژي سره سمبال علمي، تدریسي او روزنیز ماحول رامنځته کول ترڅو څیړنیز او ښوونیز پروګرامونه يې محصلینو او کروندګرو ته آسانتیاوي او فرصتونه برابری سي.
موخه
1. د بیا کتل سوئ تحصیلي نصاب بشپړ تطبيق او په عصري ټکنالوژي پوه مسلکي کادرونو روزل
2. د لیسانس او فوق لیسانس په کچه د علاقمندانو تحصیلي او علمي ظرفيتونو لوړول
کمېټې
د کیفیت لوړاوي کمېټه
د ستراتيژیک پلان خلاصه
د هارتیکلچر څانګه و خپلو موخو ته درسیدو او چارو د ښه تنظم له پاره خپل پلان د پوهنځي پنځه کلن ترتیب سوی ستراتیژیک پلان (۱۴۰۱- ۱۴۰۵) په رڼاکي تر سره کوي. یاد پلان د نباتي علومو پوهنځی او اناسټو پوهنتون د موخو لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونو سره په انډول کښي د څانګي د غړو له خوا جوړ سوی او د پوهنځی له خوا تائید سوی دی. په یاد پلان کښي د څانګي د پرمختګ له پاره هر اړخیز بحث سوی تر څو په هره برخه کښي و عمده امکاناتو او ننګونو ته ګوته ونیول سي. په پلان کښي پر بیلابیلو عمده برخو لکه د څانګي پيژندنه، ظرفیت لوړول، معیاري تدریس، ساحوي او لابراتوار کړني، تشکیل، د کیفیت لوړاوي معیارونو پوره کول، معیاري تجهیز او بودیجې باندي د اړتیا سره سم هر اړخیز بحث سوی دی.
عملیاتي پلانونه
د هارتیکلچر څانګه او اړوند استادان و خپلو ورځني موخو او ستراتیژیک پلان د عملي کولو له پار، بیلابیل عملیاتي پلانونه ترلاس لاندی لري لکه:
- د څانګي په کچه کلنی کاري او تدابیري پلان، چي د ستراتیژیک پلان په رڼا کښي د هر کال له پاره جوړ او پلی کیږي.
- ربع وار پلان، چي د کلني تدابیري پلان په رڼا کښي جوړ او تطبیق کیږي.
- د تدریس د ښه والي پلان، چي د هر سمستر د تدریسي چارو د سمون او تنظیم په موخه جوړ او تطبیق کیږي.
- د استادانو عملیاتي پلانونه، چي د هر سمستر په پیل کښي د استادانو له خوا د تدریسي، اکاډیمیکو او اداري چارو د ترسره کولو او تنظیم له پاره جوړ او وروسته تطبیق کیږي.
- د کلني علمي پروګرامونو له پاره هم د هر تعلیمي کال په پیل کښي عملیاتي پلان جوړ او وروسته تطبیق کیږي.
د کړنو لنډ راپور
• و پوهنمل علمي رتبې ته د پنڅو تنو استادانو ترفیع کول.
• پوهنوال علمي رتبی ته د د دوو تنو استادانو ترفیع کول
• د څانګي د غړو له خوا د علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو ارائیه کول.
• د استادانو له خوا د بین المللی او داخلي ژورنالونو له پاره د مقالو جوړول او سپارل.
• د څانګي ورځنی چاري په منظم ډول مخي ته وړل او په هره میاشت کښي نباتي علومو پوهنځی ته د راپور لیږل.
• مکتوبونو ته پر وخت جواب ویل
|
د محصلانو شمېر |
|||||||||
|
لسانس |
فوق السانس |
||||||||
|
۲۵ تنه |
۸ تنه |
||||||||
|
د استادانو شمير |
|||||||||
|
۱۵ |
|||||||||
|
برحال استادان |
|||||||||
|
شمیره |
د استاد نوم |
تخلص |
دنده |
د تحصیل درجه |
علمي رتبه |
څانګه |
د اړیکو شمېره |
ایمیل ادرس |
|
|
۱ |
نجیب الله |
مجددي |
د څانګي آمر |
دوکتور |
پوهنوال |
هارتیکلچر |
+۹۳۷۰۸۰۰۰۴۱۰ |
||
|
۲ |
نواب |
ناصر |
استاد |
دوکتور |
پوهنمل |
هارتیکلچر |
+۹۳۷۰۵۴۷۷۵۹۰ |
||
|
۳ |
دین محمد |
مشفق |
استاد |
ماسټر |
پوهنمل |
هارتیکلچر |
۹۳۷۰۰۳۰۸۵۵۳+ |
||
|
۴ |
رحیم الله |
همت خواه |
استاد |
ماسټر |
پوهنمل |
هارتیکلچر |
۹۳۷۰۶۶۴۴۲۲۸+ |
||
|
۵ |
ثنا لله |
ارغستانی |
استاد |
ماسټر |
پوهنیار |
هارتیکلچر |
۹۳۷۰۰۰۶۹۶۸۲+ |
||
|
د اړیکو شمیره |
|||||||||
|
۹۳۷۰۸۰۰۰۴۱۰+ |
|||||||||
|
ایمیل ادرس |
|||||||||
والسلام
د هارتیکلچر څانګه