د کیفیت لوړاوي کمېټې (۳مه) ګڼه پروتوکول نوبتي غونډه تر سره سوه.

admin@anastu
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۴۱
تضمين کیفیت 3 پروتوکول غونډه


د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کي د کیفیت لوړاوي کمېټې (۳مه) ګڼه پروتوکول نوبتي غونډه د پوهنتون د علمي مرستیال پوهنمل محبوب الله "احمدي" په مشرۍ، د کیفیت د لوړاوي آمريت د غونډو په تالار کي ترسره سوه، چي پر مهال یې د شورا ټول غړي حاضر وه او د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل سوه.
په پیل کي محترم احمدي صاحب ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د مقدماتي وینا تر څنګ یې د تېرو کړنو د تعقیب لنډ راپور وړاندي کړ. هغه څرګنده کړه چي د علمي برنامو د دوره‌يي بیاکتني پینل د علمي شورا له لوري تایید سوی، د کیفیت لوړاوي ټولي اصلي او فرعي کمېټې ارزول سوي دي، او د پاته چارو او اسنادو د تکمیل په موخه اړوندو معاونیتونو او پوهنځیو ته رسمي خبرتیاوي استول سوي دي.
وروسته د علمي برنامو د کلنۍ څارني د پروسې د پیل په اړه بحث تر سره سو. څرګنده سوه چي د کلنۍ څارني پلان د ټولو پوهنځیو سره له مخکي شریک سوی دی او ټینګار وسو چي مسؤلین باید یاده پروسه د پلان مطابق پیل او د ټاکلي نېټې سره سم یې بشپړه کړي. همدارنګه د اصلي او فرعي کمېټو د ارزونو تحلیل وړاندي سو، چي پکښي د ځانګړي هيئت له لوري د ارزوني راپور د ګډونوالو سره شریک سو. پرېکړه وسوه چي د دغو ارزونو پایلي دي د اړوندو پوهنځیو او کمېټو سره شریکي سي، څو د ضعف د نقاطو په اصلاح کي جدي پاملرنه وسي. دغه راز د دوهمي مرحلې لپاره د پاته اسنادو د سپارلو په اړه بحث وسو او ګډونوالو ته لازمي سپارښتني وسوې، ټينګار وسو چي په دې برخه کي باید جدي او پر وخت اقدامات تر سره سي.
په پای کي د اجنډا مطابق پر يو لړ متفرقه مسایلو بحث تر سره سو، د ګډونوالو وړاندیزونه او نظریات واورېدل سوه او اړونده موضوعاتو په هکله لازمي پرېکړي او سپارښتني وسوي او د دعا په ویلو سره غونډه پای ته ورسېده.
۱۴۰۵/۰۳/۲۴
د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د اناسټو پوهنتون او کندا فروټ وزیري ګلوبل شرکت ترمنځ د همکارۍ ګډه ناسته ترسره سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) او کندا فروټ وزیري ګلوبل شرکت ترمنځ د متقابلي پېژندني، علمي او څېړنیزي همکارۍ د پراختیا او ګډو فعالیتونو د ترسره کولو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په اناسټو پوهنتون کي درې ورځنی اصلاحي او تدریسي سیمینار پای ته ورسېد

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښووني پر اساس، د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۴۷
Background image

په اناسټو پوهنتون کې دیني او اصلاحي تدریسي سیمینار پیل سو


د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښې د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت پر بنسټ، د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز په ګډو هڅو، د افتخاري شیوخو کرامو. . .

BACK TO NEWS