وترنري علومو پوهنځۍ پيژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
د وترنري طب پروګرام د وترنري یو مسلکي دوره ده، چې په کې محصلان د وترنری طب مسلک د نظري پوهې او لابراتواري عملي، کلینیکي او ساحوي کارونو سره پوره بلدتیا تر لاسه او د خپلې همدې پوهې او مهارتونو څخه د حیواناتو د روغتیا، تولیداتو او د عامې روغتیا په ساتنه کې ګټه اخلي. د وترنري علومو پوهنځۍ په ۱۳۹۸لمریز کال کې د اناسټو پوهنتون په چوکاټ کې منظور او په ۱۳۹۹لمریز کال کې د کانکور له لارې د لومړۍ دورې محصلان جذب شول. دا پوهنځۍ په خپل جوړښت کې پېنځه مسلکي څانګې چې عبارت دي له؛ د حیواناتو تولید او مدیریت، پري کلینیک، پاراکلینیک، کلینیک او د غذایي موادو حفظ الصحه او تکنالوژي او یوه د اساسي علوم څانګه لري. دا پوهنځۍ د لوړو زده کړو وزارت او نړۍوالو معیارونو سره سم پېنځه کلنه تحصیلي دوره لري، چې په ټوله کې د ۲۰۷ کریدیتونو او ۴۴۹۶ عملي او نظري ساعتونو سره تدریس تر سره کېږي.
لرلید
د وترنري طب تحصیلي پروګرام د اکاډمیک اعتبار لرونکي علمي او عملي زده کړو په برخو کې په داخلي او نړۍواله کچه د اسلامي احکامو په رڼا کې چې پر دیني اصالت او دنیوي معاصرت ولاړ وي، په غوره موقعیت کې ځای پر ځای کول دي.
موخي
زده کړه ییزې موخې
د وترنري طب د رشتې فارغان باید:
• د حیواني ناروغیو د تشخیص، درملنې او مخنیوي له کړنلارو سره په مکمله توګه بلدتیا ولري؛
• د حیواناتو د روغتیا د مدیریت پوهه تر لاسه کړي؛
• د حیواني سرچېنه لرونکو غذایي موادو د حفظ الصحې او تکنالوژی اړوند پوره پوهه ولري؛
• د زونوز ناروغیو د تشخیص، درملنې او وقایې له کړنلارو سره بلدتیا تر لاسه کړي؛
• د علمی څېړنو اساسات د حیواني ناروغیو، زونوز ناروغیو او د مصئونه حیواني سرچېنه لرونکي غذایي موادو د تولید د ښه مدیریت په موخه وپېژني؛
• د حیواناتو د مدیریت او تولید اړوند مناسبه پوهه ولري؛
• د انسانی ټولنې د روغتیا د ساتلو او د ژوند د چاپیریال د ساتني په اړه پوره به پوهه ولري.
څانګي
کمېټې
• د کیفیت د لوړاوي کمېټه
• د آزموینو د انسجام او شکایات کمېټه
• د ستراتیژیک پلان کمېټه
• د تحصیلي نصاب کمېټه
• د څېړنو کمېټه
• د دعوت او ارشاد او فرهنګي چارو کمېټه
• د نظم او دسپلین او شکایاتو کمېټه
د ستراتیژیک پلان خلاصه
د وترنري علومو پوهنځي پنځه کلن ستراتیژیک پلان د دې لپاره جوړ شوی چې د علمي کیفیت، څېړنیز ظرفیت، زیربناوو، ادارې او ټولنیزو خدمتونو پیاوړتیا رامنځته کړي. دا پلان د پوهنځي د یوه قوي تعلیمي او څېړنیز بنسټ په توګه د بدلون لپاره تمرکز کوي، څو د حیواناتو روغتیا، مالدارۍ پراختیا، د خوړو خوندیتوب او عامې روغتیا په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
۱. د ظرفیت لوړول
د علمي کادر، اداري کارکوونکو او محصلینو د ظرفیت لوړول.
د وړ علمي کادر ګمارل او د لوړو زده کړو او روزنیزو پروګرامونو له لارې د مسلکي مهارتونو ښه کول.
د علمي کادر شمېر له ۱۲ څخه ۲۴ غړو ته لوړول او د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو فرصتونو زیاتول.
۲. د کیفیت ښه والی او تضمین
د کیفیت د تضمین پروسو پیاوړتیا.
د استادانو او محصلینو ترمنځ د کیفیت معیارونو په اړه پوهاوی زیاتول.
د تدریس کیفیت ښه کول او د علمي فعالیتونو څارنه.
۳. د څېړنو پراختیا
د څېړنیزو اسانتیاوو، لابراتوارونو، څېړنیزو فارمونو او ډیجیټلي کتابتون سرچینو جوړول.
د علمي مجلې پراختیا او د څېړنیزو فعالیتونو هڅول.
د علمي کنفرانسونو او له نورو بنسټونو سره د ګډو څېړنو ملاتړ.
۴ . علمي او تحصیلي نصاب پراختیا
د نظري او عملي تدریسي سیستمونو ښه کول.
د تحصیلي نصاب پیاوړتیا د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم.
د کریدیت سیستم پلي کول او ښه کول.
په زده کړو کې د برېښنايي زده کړو او معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا.
۵. د زیربناوو پراختیا
پلان د لاندې برخو د جوړولو او پراختیا ټینګار کوي:
تدريسي او اداري ودانۍ.
عصري لابراتوارونه.
څېړنیز فارمونه.
وترنري کلینیکي اسانتیاوې.
کتابتون او د برېښنايي زده کړو زیربناوې.
۶. اداره او رهبري
د رهبرۍ او مدیریت سیستمونو پیاوړتیا.
د شفافیت، حساب ورکونې او اداري فساد پر وړاندې مبارزې ته وده ورکول.
د څانګو، کمېټو او اړوندو ادارو ترمنځ همغږي ښه کول.
۷. ټولنیز خدمتونه
د وترنري مشورو او عملي خدمتونو سیستم جوړول.
د ټولنې د خدمت لپاره د عصري وترنري کلینیک پراختیا.
د وترنري تخصص له لارې د مالدارۍ او کرنې سکتور ملاتړ.
۸. د څانګو او پروګرامونو پراختیا
پوهنځی پلان لري چې لاندې نوې څانګې او د لوړو زده کړو پروګرامونه رامنځته کړي:
وترنري بایوټکنالوژي.
وترنري عامه روغتیا.
د چرګانو ناروغیو کلینیکي مدیریت.
۹. همکارۍ او بهرني اړیکې
له ملي او نړیوالو وترنري، علمي او څېړنیزو بنسټونو سره د همکاریو پراخول.
د څېړنو، روزنې او سرچینو د ترلاسه کولو لپاره مشارکتونه جوړول.
د SWOT لنډه ارزونه
قوتونه:
ځوان او هڅاند علمي کادر.
منظور شوی تحصیلي نصاب.
د څېړنو او علمي پرمختګ سره لېوالتیا.
له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو فرصتونه.
کمزورۍ:
د عصري لابراتوارونو او زیربناوو کمښت.
د تجربه لرونکو لوړ رتبه استادانو کمښت.
محدودې څېړنیزې اسانتیاوې او کتابتوني سرچینې.
فرصتونه:
د لوړو زده کړو سیستمونو ملاتړ.
له نړیوالو ادارو سره د همکاریو امکان.
د څېړنو او تولید لپاره د ځمکې او سرچینو شتون.
ګواښونه:
محدود مالي منابع.
د کارموندنې او بنسټیز پرمختګ ستونزې.
تمه کېدونکې پایلې
د پلان د بریالي تطبیق وروسته به:
د زده کړو کیفیت او د فارغانو مهارتونه ښه شي.
څېړنیز فعالیتونه زیات شي.
ټولنې ته به غوره وترنري خدمتونه وړاندې شي.
د خوړو خوندیتوب، مالدارۍ تولید او عامې روغتیا ملاتړ وشي.
یو پیاوړی او دوامدار وترنري تعلیمي سیستم رامنځته شي.
عمومي موخه:
د وترنري علومو د یوه عصري او لوړ کیفیت لرونکي پوهنځي جوړول چې وړ مسلکي فارغان وروزي، اغېزمنې څېړنې ترسره کړي او د حیواناتو روغتیا، د خوړو خوندیتوب او ملي پرمختګ کې ونډه واخلي.
عملیاتي پلانونه
اصلي موندنې / مهمې لاسته راوړنې (پښتو ژباړه)
۱. د علمي کادر پراختیا او ترفیع
څلور تنه علمي کادر غړي لوړو علمي رتبو ته ترفیع شول (۳ تنه پوهنمل او ۱ تن پوهندوی رتبه).
یو تن علمي کادر غړي علمي اثر ترتیب او د علمي ارزونې لپاره وړاندې کړ.
د پوهنځي یو تن استاد د مالیزیا په یوه معتبر پوهنتون کې د ماسټرۍ تحصیلي پروګرام پیل کړ.
۲. د تدریس کیفیت او علمي مدیریت ښه والی
سمستر وارې ارزونې په شفاف ډول ترسره شوې او راپورونه یې څانګو او د کیفیت لوړونې آمریت سره شریک شول.
سمستر آزموینې پر وخت ترسره شوې او پایلې یې اړوندو ادارو او محصلینو سره شریکې شوې.
د محصلینو علمي پروسې وڅارل شوې او مستندې شوې.
۳. څېړنیز او علمي فعالیتونه
د پوهنځي استادانو علمي مقالې په نړیوالو معتبره ژورنالونو کې خپرې کړې.
علمي مقالې ملي او نړیوالو ژورنالونو او علمي کنفرانسونو ته واستول شوې.
دوو تنو استادانو په علمي کنفرانسونو کې په بریالیتوب سره خپلې مقالې وړاندې کړې.
۴. ټولنیز خدمتونه او وترنري خدمات
د پوهنځي استادانو د مالدارانو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړل، چې پکې شامل وو:
د حیواني ناروغیو په اړه معلومات.
د حیواني درملو او روغتیايي محصولاتو د چمتو کولو او کارولو طریقې.
پوهنځي د حیواناتو د روغتیا په اړه د ټولنې د پوهاوي په لوړولو کې مرسته کړې ده.
۵. فراغت او ټولنې ته خدمت
د وترنري علومو پوهنځي لومړۍ دوره محصلین په بریالیتوب سره فارغ شول او د مسلکي خدمت لپاره ټولنې ته وړاندې شول.
۶. د محصلینو ملاتړ او ظرفیت لوړونه
د محصلینو لپاره علمي، تعلیمي، دیني، نظم او دسپلین، نصاب او کیفیت تضمین اړوند سیمینارونه ترسره شول.
محصلینو ته د پوهنځي پېژندنې، تحصیلي اصولو، نظم او د کیفیت معیارونو په اړه لارښوونې ورکړل شوې.
۷. عملي روزنه او کلینیکي پراختیا
د محصلینو د عملي فعالیتونو د ښه والي لپاره طرحې جوړې شوې.
د کلینیک او پاراکلینیک څانګو د علمي کادر غړو لپاره شفافې آزموینې ترسره شوې.
پایلې پر وخت اعلان او له اړوندو ادارو سره شریکې شوې.
۸. مسلکي روزنه او بنسټیزه پراختیا
درې تنه تخنیکران د درې ورځني روزنیز ورکشاپ لپاره کابل پوهنتون ته واستول شول.
درې نوې څانګې رامنځته شوې او د هغو لپاره مسؤلین وټاکل شول.
لنډیز
د وترنري علومو پوهنځي په علمي پراختیا، څېړنیزو فعالیتونو، کیفیت لوړونې، د محصلینو روزنې، ټولنیزو وترنري خدمتونو، د کارکوونکو ظرفیت لوړونې او بنسټیزې پراختیا کې پرمختګ کړی دی. دا لاسته راوړنې ښيي چې پوهنځی د یوه پیاوړي وترنري تعلیمي او څېړنیز بنسټ پر لور روان دی، چې د حیواناتو روغتیا او د ټولنې اړتیاوو ته د خدمت وړتیا ولري.
|
بروشور |
|
د وترنري علومو پوهنځۍ پېژندنه د وترنري طب پروګرام د وترنري یو مسلکي دوره ده، چې په کې محصلان د وترنری طب مسلک د نظري پوهې او لابراتواري عملي، کلینیکي او ساحوي کارونو سره پوره بلدتیا تر لاسه او د خپلې همدې پوهې او مهارتونو څخه د حیواناتو د روغتیا، تولیداتو او د عامې روغتیا په ساتنه کې ګټه اخلي. د وترنري علومو پوهنځۍ په ۱۳۹۸لمریز کال کې د اناسټو پوهنتون په چوکاټ کې منظور او په ۱۳۹۹لمریز کال کې د کانکور له لارې د لومړۍ دورې محصلان جذب شول. دا پوهنځۍ په خپل جوړښت کې پېنځه مسلکي څانګې چې عبارت دي له؛ د حیواناتو تولید او مدیریت، پري کلینیک، پاراکلینیک، کلینیک او د غذایي موادو حفظ الصحه او تکنالوژي او یوه د اساسي علوم څانګه لري. دا پوهنځۍ د لوړو زده کړو وزارت او نړۍوالو معیارونو سره سم پېنځه کلنه تحصیلي دوره لري، چې په ټوله کې د ۲۰۷ کریدیتونو او ۴۴۹۶ عملي او نظري ساعتونو سره تدریس تر سره کېږي. زده کړه ییزې موخې د وترنري طب د رشتې فارغان باید:
لرليد د وترنري طب تحصیلي پروګرام د اکاډمیک اعتبار لرونکي علمي او عملي زده کړو په برخو کې په داخلي او نړۍواله کچه د اسلامي احکامو په رڼا کې چې پر دیني اصالت او دنیوي معاصرت ولاړ وي، په غوره موقعیت کې ځای پر ځای کول دي. رسالت په داخلي او نړۍواله کچه د روغتیا، تولید او د حیواناتو د هوساینې او د عامې روغتیا د ساتنې په موخه؛ د وترنري محصلانو او متخصصینو ته د کیفیت لرونکي نظري او عملي زده کړو وړاندې کول.
متوقعه پایلې د وترنري د فارغینو څخه تمه کېږي، چې تر څو د لاندې مواردو په اړه پوهه او مهارتونه ولري:
|
|
کتلاک |
|
د پوهنځۍ د رئیس پیغام الحمدُ لله الذي علَّمَ بالقلم، علَّمَ الإنسانَ ما لم يعلم. والصلاةُ والسلامُ على سيدِنا محمدٍ، وعلى الهِ الطيبينَ الطاهرينَ، واصحابِه المنتجبين. وبعد؛ الله تعالي د انسان د ګټې او هوساینې لپاره حیوانات پیدا کړي او له موږ څخه یې غوښتنه کړې، چې له هغوی سره په نرمي، مهربانۍ او غوره چلند وکړو. هغه څوک چې د حیواناتو پالنه نه کوي او د هغوی لپاره مناسب چاپیریال نه برابروي، سمه ګټه هم نه ترې تر لاسه کوي. د حیواناتو روزنه د کرنې او اقتصاد یوه نه بېلېدونکې برخه ده، چې د ملي او نړۍوالو اقتصادي سیستمونو په پرمختګ کې مهم رول لري. د وترنري علومو پراختیا د حیواني محصولاتو پر کمیت او کیفیت مستقیمه اغېزه لري او د مؤثریت او مثمریت په رامنځته کېدو کې مرسته کوي. روغتیا او د غذایي مصئونیت د وترنري علومو د مهمو او مؤثرو برخو څخه دي، چې د وژونکو ناروغیو په مخنیوي کې حیاتي رول لري. په نړۍواله کچه، وترنري علوم د "یو صحت (One Health)" موخو ته د رسېدو لپاره ارزښتناکه علوم دي.که چېرې حیواني ناروغۍ کنترول نه شي، د انساني، حیواني او حتی نباتي ژوند لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي. د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون په جنوب غرب حوزه کې د وترنري علومو پوهنځۍ یو حیاتي علمي مرکز دی. د پوهنځۍ شتون د هېواد په کچه د متخصصو وترنر ډاکټرانو د شتون اړتیا پوره کوي او د علمي پرمختګ او هوساینې لپاره بنسټیزه ونډه لري. د وترنري علومو پوهنځۍ علمي کادر د تدریس، څیړنو او ترویج په برخه کې ژمن دی. هدف یې دا دی، چې پوهنځۍ په نړۍواله کچه معیاري کړي او ټولنې ته مسلکي او ژمن وترنر ډاکټران وړاندې کړي. موږ د الله تعالي دربار ته دعا کوو، چې دغه علمي مرکز د خپل هېواد، سیمې او د وترنري علومو مسلک ته د خدمت په لاره کې وځلیږي او د پوهنځۍ د کارکوونکو هڅې د جاريې صدقې په توګه ومنل شي. په درنښت پوهندوی احمدالله ظاهر د وترنري علومو پوهنځۍ د وترنري علومو پوهنځۍ پېژندنه د وترنري علوم د علومو هغه ارزښتناکه برخه ده، چې په ملي او نړۍواله کچه د غذایي بېامنۍ، غربت او ناروغیو د ګراف په راټېټولو کې پراخ او مؤثر رول لري. دغه برخه د کرنې او مالدارۍ له لارې د هېوادونو د اقتصاد په پرمختګ کې ځانګړی اهمیت لري. په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې مالداري د خلکو د عاید اصلي سرچېنه او مهم اقتصادي ارزښت لري، وترنري علوم خورا حیاتي ارزښت لري. د دې اړتیا پر بنسټ، په ملي او ځانګړي ډول، د جنوب لویدیځ حوزې لپاره د وترنري علومو پراختیا ته شدیده اړتیا لېدل شوې ده. د افغانستان د کرنېزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د یو ملي کرنیز پوهنتون په توګه اړ وو، چې د کرنې او د حیواناتو د روزنې ترڅنګ؛ د وترنري علومو په برخه کې هم پراخ فعالیتونه ولري. د وترنري طب پروګرام یوه مسلکي دوره ده، چې محصلان په کې د وترنري طب مسلک د نظري پوهې، لابراتواري عملي، کلینیکي او ساحوي کارونو سره پوره بلدتیا تر لاسه کوي. محصلان د خپلې پوهې او مهارتونو څخه د حیواناتو د روغتیا، تولیداتو او د عامې روغتیا د ساتنې په برخه کې ګټه اخلي. د وترنري علومو پوهنځۍ په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د افغانستان د کرنېزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون په چوکاټ کې منظور او په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کانکور له لارې د لومړۍ دورې محصلان جذب شول. پوهنځۍ په خپل جوړښت کې پېنځه مسلکي څانګې لري: • د حیواناتو تولید او مدیریت • پري کلینیک • پاراکلینیک • کلینیک • د غذایي موادو حفظ الصحه او تکنالوژي سربیره پر دې، یوه د اساسي علومو څانګه هم شته، چې د ټول پوهنتون په کچه د اساسي مضمونونو تدریس او اړوند لابراتواري او عملي چارې په غاړه لري. پوهنځۍ د لوړو زده کړو وزارت او نړۍوالو معیارونو سره سم پېنځه کلنه تحصیلي دوره لري. . ټول تحصیلي برنامه د ۲۰۷ کریدیتونو او ۴۴۹۶ عملي او نظري ساعتونو پر اساس تدریسېږي. د پوهنځۍ تشکیل په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د وترنري علومو پوهنځۍ له ایجادولو سره سم د لوړو زده کړو وزارت له لوري ۱۳ بستونه اختصاص شول، چې له دې جملې څخه ۹ د علمي کادر غړي او پاتې د اداري او خدماتي کارکوونکو بستونه په کې شامل وو. په دې پوهنځۍ کې د اساسي علومو غیر فارغ ورکوونکې څانګه د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا له منظوري څخه وروسته، ۸ برحاله استادان لري، چې د دې پوهنځۍ سره یو ځای شوه. د وترنري علومو پوهنځۍ د تشکیل چارت په لاندې ډول دی د پوهنځۍ د تأسیس څخه تر ۱۴۰۴ کاله پورې د محصلانو احصایه د وترنري علومو پوهنځۍ په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د پخواني حکومت له خوا د دې پوهنتون په چوکاټ کې منظوره او په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کانکور له لوري ورته محصلان جذب شول، چې تر اوسه یې ۱۲ فارغ محصلان ټولنې ته وړاندي کړي دي. یاده پوهنځۍ د خپلو کادري استادانو او اداري پرسونل لپاره منظم انټرنټ او سولري برېښنا سیسټم لري. پوهنځۍ په ټولنه کې د مسلک د پراختیا په برخه کې رغنده ونډه درلودلې ده. د یادونې وړ ده چې د پوهنځۍ چارې د شته محدودو امکاناتو او ستونزو سره سره منظمې روانې دي. د شفافیت او بریښنایي حکومتولۍ د ترويج په موخه؛ د محصلانو اړوند ټوله اسناد مو په منظم ابتدایي ډیتابیس کې ځای پرځای شوي دي. د ۱۴۰۰ لمریز کال د شروع څخه د کېفیت د لوړاوي پروسه مو د خپلو امکاناتو په چوکات کې پیل کړی ده. د دې لپاره چې محصلان د کار د بازار د غوښتنې سره سم وروزل شي، د نوي تائید شوي کریکولم څخه استفاده کیږي. د کېفیت او کمیت د لوړاوي په موخه د پوهنځۍ رهبري په ډیر کم وخت کې نه ستړی کېدونکې کوښښونه کړي دي، ترڅو د محصلانو لپاره ښه تدریسي چاپیریال، معیاری ودانۍ، لابراتوارونه او نورې اړینې اسانتیاوي برابرې کړي او دا هڅې روانې دي. د وترنري علومو پوهنځۍ کادري استادان او پرسونل، د ظرفیت لوړونې او لوړو زده کړو ته اړتیا لري. دې اړتیا ته په کتو یاده پوهنځۍ پر منظم پلان لري، چې پر بنسټ به یې علمي کادرونه وخت پر وخت د هېواد په دننه کې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه معرفي کړي. د پوهنځۍ اساسنامه د وترنري علومو پوهنځۍ لرلید او رسالت د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملی پوهنتون د لارښود مطابق ترتیب او د پوهنتون شورا ته وړاندی شوې او تائید دي. دا جوته ده چې با کېفیته زده کړې د وړ بشري ځواک په وړاندې کولو کې رغنده ونډه لري، ځکه نو یاده پوهنځۍ یو روښانه رسالت او لرلید لري؛ تر څو د هېواد په کچه د لیسانس داسې کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي، چې د ټولنې د پرمختګ، ښیرازي او سوکالي مصدر وګرځي. زده کړه ییزې موخې د وترنري طب د رشتې فارغان باید: • د حیواني ناروغیو د تشخیص، درملنې او مخنیوي له کړنلارو سره په مکمله توګه بلدتیا ولري؛ • د حیواناتو د روغتیا د مدیریت پوهه تر لاسه کړي؛ • د حیواني سرچېنه لرونکو غذایي موادو د حفظ الصحې او تکنالوژي اړوند پوره پوهه ولري؛ • د زونوز ناروغیو د تشخیص، درملنې او وقایې له کړنلارو سره بلدتیا تر لاسه کړي؛ • د علمي څېړنو اساسات د حیواني ناروغیو، زونوز ناروغیو او د مصئونه حیواني سرچېنه لرونکې غذایي موادو د تولید د ښه مدیریت په موخه وپېژني؛ • د حیواناتو د مدیریت او تولید اړوند مناسبه پوهه ولري؛ • د انساني ټولنې د روغتیا د ساتلو او د ژوند د چاپیریال د ساتنې په به اړه پوره پوهه ولري. لرليد د وترنري طب تحصیلي پروګرام د اکاډمیک اعتبار لرونکې علمي او عملي زده کړو په برخو کې په داخلي او نړۍواله کچه د اسلامي احکامو په رڼا کې چې پر دیني اصالت او دنیوي معاصرت ولاړ وي، په غوره موقعیت کې ځای پر ځای کول دي. رسالت په داخلي او نړۍواله کچه د روغتیا، تولید او د حیواناتو د هوساینې او د عامې روغتیا د ساتنې په موخه؛ د وترنري محصلانو او متخصصینو ته د کیفیت لرونکې نظري او عملي زده کړو وړاندې کول. ارزښتونه 1. د اسلامي، فرهنګي، اخلاقي او هېواد پالنې د اساساتو په رڼا کې د ځوان نسل په داسې روحیه روزل، چې د شفاف مدیریت او رهبري په مټ هېوادوالوته د خدمت لپاره په مؤثره توګه خپل مسؤلیت ترسره کړي. 2. د وترنري په ساحه کې د هغو فارغانو وړاندې کول، چې په سمدستي ډول د وترنري په ساحه کې کار وکړي. 3. د ساري ناروغیو د واقع کېدو څخه د مخکې مرستندویه څېړنه کول. 4. د تشخیصي-کلینیکې خدماتو او عامه پوهاوي پروګرامونو په وسیله په حیواناتو باندې رحم او انسانانو د صحت تأمینول. متوقعه پایلې د وترنري د فارغینو څخه تمه کېږي، چې تر څو د لاندې مواردو په اړه پوهه او مهارتونه ولري: • د حیواني ناروغیو تشخیص، تداوي او وقایه؛ • د حیواناتو د روغتیا او تولید مدیریت؛ • له غیر صحي محصولاتو څخه د حیواني صحي غذایي محصولاتو تفکیک؛ • د علمی څېړنو طرح، تر سره کول او د زونوز ناروغیو تحلیل، مخنیوی او مدیریت؛ • د حیواني سرچېنې لرونکو صحي او لوړ کیفیت غذایي موادو تولید؛ • د انسانی ټولنو او د چاپیریال د ګډو خطرونو څخه د ساتنې په موخه د واحد صحت (One Health) اړوند فعالیتونو تر سره کول. د علمي رتبو په اساس د استادانو احصایه څرنګه چې یاده پوهنځۍ نوې تأسیس شوې ده، نو د ځینو استادانو علمي رتبې تر اوسه لوړې نه دي. خو د استادانو قوي علاقه او ژمنتیا د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په برخه کې، او همدارنګه د علمي رتبو د چارو د منظم او اغېزمن پرمخ وړلو لپاره، دا ډاډ ورکوي چې دغه ستونزه به په تدریجي ډول حل شي او د استادانو علمي رتبو کچه به لا لوړه شي. د محصلانوشمولیت او کریکولم د وترنري علومو پوهنځۍ ته د محصلانو جذب د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د نافذه قوانینو او طرزالعملونو له مخې، د عمومي کانکور ازموینې له لارې ترسره کېږي. دغه تګلاره د هېواد د ټولو دولتي پوهنتونونو لپاره په یو شان ډول پلي کېږي. د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون تر چتر لاندې د وترنري علومو پوهنځۍ، چې یو ځوان تحصیلي بنسټ دی، د خپلو ټولو څانګو لپاره د هېواد د معتبرو او مخکښو پوهنتونونو له کریکولم څخه استفاده کوي. یاد کریکولمونه د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب د کمیسیون له لوري ارزول شوي او رسمي تائید یې ترلاسه کړی دی. د پوهنځۍ لاسته راوړنې د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د وترنري علومو پوهنځۍ، چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې تأسیس شوې ده، په لنډه موده کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي. دلته یوازې د تېرو دوو کلونو مهمې لاسته راوړنې یادېږي: 1. یو تن استاد په مالیزیا هېواد کې د ماسټرۍ پروګرام بشپړ کړی او دا مهال د دوکتورا سند د ترلاسه کولو په موخه بیا ځلي همدې هېواد ته تللی دی. 2. درې تنه استادان، چې له ډلې یې دوه تنه د دوکتورا او یو تن د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري، د پوهندوی علمي رتبې ته ترفیع کړې ده. 3. د پوهنځۍ استازو د تحصیلي نصاب د کلسترونو په ناستو کې فعال ګډون کړی او د نصاب د انکشاف او معیاري کولو په بهیر کې یې ونډه اخیستې ده. 4. د لوړو زده کړو وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې دایر شويو علمي کنفرانسونو کې د پوهنځۍ استادانو فعال ګډون کړی او خپلې علمي مقالې یې وړاندې او نشر کړې دي. 5. د اناستو پوهنتون د غذایي امنیت او مصئونیت په ملي کنفرانس کې د پوهنځۍ د پنځو تنو استادانو علمي مقالې وړاندې او خپرې شوې دي. 6. د هېواد په بېلابېلو ملي علمي ژورنالونو کې د استادانو څېړنیزې مقالې نشر شوې دي. 7. همدارنګه د استادانو یو شمېر علمي مقالې په معتبرو نړۍوالو علمي ژورنالونو کې هم خپرې شوې دي. د علمي کنفرانسونو او روزنیز پروګرامونو په لاره اچول د وترنري علومو پوهنځۍ د ولایت او زون په کچه په بېلابېلو علمي کنفرانسونو کې فعاله ونډه اخیستې او په دې برخه کې یې کلیدي رول لوبولی دی. سربېره پر دې، د پوهنځۍ په کچه د استادانو او اداري پرسونل د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه هم تطبیق شوي دي، چې له مهمو بېلګو څخه یې لاندې یادونه کېږي: 1) د NRC مؤسسې له لوري د Common Disease Control and Vaccination of Livestock تر سرلیک لاندې درې ورځنی تریننګ وړاندې شوی دی. 2) د CAAI مؤسسې له خوا په لبني محصولاتو کې د Aflatoxin M1 د تشخیص اړوند د څېړنیزې پروژې ګټل. 3) د پوهنتون د PDC مرکز له لارې د How to Write and Publish a Scientific Article تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې کول. 4) د پوهنتون د PDC مرکز له لارې د Food Safety and Hygiene په اړه یو ورځنی ورکشاپ وړاندې کول. 5) د کندهار ولایت د ښاروالۍ د غونډو په تالار کې د ښاروالۍ کارکوونکو، قصابانو او مالدارانو ته د کانګو ناروغۍ په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ وړاندې شوی دی. 6) د عامه پوهاوي په موخه د ډنډ ولسوالۍ مالدارانو ته د ریبیز (لیوني سپي ناروغۍ) په اړه سیمینار وړاندې شوی دی. 7) د پوهنتون د غوڼدو په تالار کې مالدارانو ته د حیواني خوراکې د تیارولو په اړه یوه ورځنی روزنیز ورکشاپ وړاندې شوی دی. د محصلانو په برخه کې لاسته راوړنې 1. محصلانو ته په عصري تکنالوژي تدریس کول. 2. د عملي کړنو په برخه کې د محصلانو لپاره اسانتیاوې برابرول. د پوهنځۍ اړیکې او علمي بهیر د وترنري علومو پوهنځۍ تر دې مهاله د نورو پوهنتونونو او ادارو سره د ګډو همکاریو له پلوه، د پوهنتون له آدرسه یو شمېر هوکړه لیکونه لري، چې وخت پر وخت ترې ګټه پورته کوي. د ټولنې سره د اړیکو قوت د وترنري علومو پوهنځۍ هڅه کوي، چې د ټولنې د اړتیاوو، کلتوري او فرهنګي ځانګړتیاوو، مذهبي ارزښتونو، ټولنیزو اړیکو، اقتصادي او سیاسي شرایطو، تحصیلي امکاناتو او طبیعي فرصتونو د دقیق تحلیل پر بنسټ داسې خدمات وړاندې کړي، چې د ټولنې د قناعت وړ او د اعظمي مؤثریت لرونکي وي. په همدې موخه، د پوهنتون د رهبرۍ تر چتر لاندې د وترنري علومو پوهنځۍ تل هڅه کړې ده، چې په خپلو مهمو پرېکړو او تصامیمو کې د ټولنې د بېلابېلو اقشارو لکه دیني علماوو، مسلکي او متخصصو اشخاصو، ځوانانو، د رسنیو استازو او نورو اړوندو لورو له فکري مشارکت څخه استفاده وکړي. د دې بهیر موخه دا ده، چې وړاندې کېدونکي خدمات له یوې خوا د ټولنې د پراخ قشر د قناعت سبب شي او له بلې خوا په متوازنه او عادلانه توګه ټولې برخې تر پوښښ لاندې راولي، تر څو له هر ډول قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصب څخه پاک اوسي. د یادونې وړ ده چې پوهنتون په تېرو څو کلونو کې د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه د ولایت په کچه بېلابېل پروګرامونه رهبري کړي او د تحصیلي بنسټونو یو مثبت او اغېزمن تصویر یې د ټولنې وګړو ته وړاندې کړی دی.
|
|
د اړیکو شمیره |
|
+۹۳۷۰۸۷۱۲۶۸۹ |
|
ایمیل ادرس |
په درنښت
د وترنري علومو پوهنځۍ