په انسټو پوهنتون کي د نوي رئيس او د مالي او اداري چارو مرستیال د معرفت غوڼده وسوه
د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د نوي رئيس محترم مولوي شبير احمد عباس صاحب او مالي او اداري چارو مرستيال مولوي روح الله مشال صاحب د معرفت غوڼده وسوه.
یاده معرفت غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، وروسته د یاد پوهنتون مخکني رئیس سید مولوي محمد داود آغا الهاشمي صاحب نوي رئيس، مرستيال او ميلمنو ته ښه راغلاست ووایه وروسته ئې وويل: موږ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره پر منشط او مکره (که زړه مو غواړي کنه)بیعت کړي او ان شاءالله د امر به ئې اطاعت کوو، ددې ترڅنګ د انسټو پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، کارمندانو، او مسؤلانو څخه غوښتنه کوم، لکه: څنګه چي مو زما سره په چارو کي همکاري کړې، د نوي رئيس او مرستيال سره به دو چنده همکاري کوئ.
له مولوي آغاصاحب وروسته د کندهار ولايت د رهبرۍ په نمایندګۍ د کندهار ولایت مقام د کارکوونکو چارو آمر مفتی ميرزا محمد دا آيت کريمة( اطیعو الله والرسول ) تر مفهوم لاندي ګډنوالو ته د اطاعت په بارک کښي مهمي سپارښتني وکړې او وې ويل: تغير په حکومت کي يو اصل دئ چي د خير القرون څخه راشروع دئ، چي اکثره وخت د کارونو د لا ښه والي له پاره کارول کېږي.
له مولوي صاحب وروسته د انسټو پوهنتون نوي رئيس محترم مولوي شبير احمد عباس صاحب وينا وکړه، مولوي صاحب لومړی د مشرتابه عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ته دعا وکړل او وې ويل: چي موږ د يو اعتماد او باور له مخي را استول سوي یو الله تعالی دي، وس راکړي چي خپل مسئولیت په پوره توګه سره ادا کړو؛ ددې ترڅنګ مولوی عباس صاحب وويل: چي د پکتيکا پوهنتون نوي رئيس مولوي آغاصاحب ته ډاډ ورکوم چي پکتيکا پوهنتون رهبري، استادان، کارمندان به ستا سره پوره همکاري کوي په هره برخه کي الحمدلله هلته پوره باور او همږغي سته هیڅ مشکل به په کارونو کښي نه درته پېښیږي، ددې ترڅنګ مولوي صاحب د تحصیلات عالی د اوسني مشرتابه څخه د مننې په پار وويل؛ چي محترم وزیر شیخ مولوي ندامحمد نديم صاحب د تحصیلاتو په کیفیت او کميت کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي دي او لاهم بوخت دي او زیاته ئې کړه، چي وزير صاحب زموږ له پاره د الله جل جلاله رحمت دئ زموږ په یاد دي په تېر نظام کي پوهنتون، استادان او محصلان، دسیاسي فعالیتونو ښکار ول، چي په دې سره افغانستان يو ډېر بد حالت ته تللي وو؛ خو الحمدلله اوس هر څه محفوظ دئ، فرصت سته بايد استادان محصلان خپل پوره وس او همکاري وکړي. په آخر کي مولوي عباس صاحب د انسټو پوهنتون رهبرۍ استادانو او کارمندانو ته وويل: زه يو مسافر يم ستاسو څخه پوره همکاري غواړم او ستاسو د نظرونو او مشورو له پاره زموږ دروازې هر وخت خلاصي دي.
له مولوي صاحب وروسته د انسټو پوهنتون نوي مالي او اداري چارو مرستیال مولوي روح الله مشال صاحب وينا وکړه مشال صاحب وويل: اطاعت د آمير په شرعي امورو کښي واجب دئ، هغه که په لوړه سطحه وي که په کښته زه مخکي د زابل رئيس وم اوس دلته مالي او اداري چارو د معاون په حیث يم که بېخي د يو فرد په شکل د خدمت موقع راکول سي هم به هیڅ انديښنه راته پيدا نه سي، ددې ترڅنګ مشال صاحب وويل: چي نوي رئيس ته پوره ډاډ او اطمینان ورکوم چي هیڅ کار به ستاسو بې مشوري او همږغۍ و نکړل سي او ستاسو آمر ته به لبیک وايم او دا اطاعت مو صرف د الله له پاره دئ نه د منصب او چوکۍ له پاره.
له مشال صاحب وروسته د انسټو پوهنتون د رهبرۍ،استادانو او کارمندانو په نمایندګی محترم پوهنيار ثناوالله ارغستاني صاحب وينا وکړه؛
ارغستاني صاحب نوي رئيس،معاون او راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او اطمینان یې ورکړی، چي د انسټو پوهنتون ټول پرسونل ستاسو د امر پوره کولو ته چمتو او ژمن دي تاسي هيڅ فکر مه کوی او د مخکني رئیس او معاون څخه ئې هم رضايت وښووی، چي د انسټو پوهنتون سره ئې د وفادارۍ ژوند کړي دئ په پای کي غوڼده دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
۱۴۰۴/۹/۴
د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت
