د مسلکي او پرمختیايي مرکز آمریت پېژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژی ملي پوهنتون «مسلکي پرمختیایی مرکز(PDC)» د لوړو زده کړو وزارت لخوا په ۱۴۰۲ هـ لمریز کال کښي منظور سوی دی یاد مرکز د پوهنتون د مهمترینو آمریتو د جملې څخه دی چي  مسلکي پرمختیایی مرکز  په تدریس، د ښي رهبري او مدیریت، څیړنو او نورو تخنیکي برخو کي د استادانو او کارمندانو  د مسلکي پوهي  د لوړولو په برخه کي د لازمو مسلکي روزنیزو برنامو او  امکاناتو په برابرولو ، مدیریت کولو ، رسولو او ارزولو کي کار کوي.

 

لرلید

د افغانستان دکرنیزو علومو او ټکنالوژی ملي پوهنتون مسلکي پرمختیایی مرکز به د هیواد په کچه د استادانو او کارمندانو مهارتونه د علمي او مسلکي پیاوړتیا یو نوموتی مرکز وي. 

 

رسالت

په مسلکي او تخصصي برخو کي به استادانو او کارمندانو ته د باوري اړینو  علمي منابعو په کارولو سره د نویو لازمي مهارتونو، کړنو او میتودونو انتقالول.

 

موخي

•    د تدریس زده کړو، مهارتونو او څیړنو د کیفیت لوړول.
•    د علمي، اداري او تخنیکي برخو د پیاوړتیا په موخه د نویو پرمختګونو سره سم پوهاوي ته وده او پراختیا ورکول.
•    د غوره مدیریت او رهبری مهارتونو ته وده او پراختیا ورکول.
•    د روزنیزو پروګرامونو د لاري د عوایدو لاس ته راوړل.
•    په ملي او نړیواله کچه د اعتبار لاسته راوړول.
 

مدیریتونه

د مسلکي پرمختیايي مرکز مدیریت

 

عملیاتي پلانونه

•    د اناسټو پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز (PDC)کارمندان او مشورتي بورډ غړي پيژندل.
•    د مشورتي بورډ سره د غونډو جوړیدل.
•    د کلني علمي پروګرام ارزوني راپور لیکلو ورکشاپ.
•    د پوهنځیو، څانګو او مرکزونو سره د روزنیزو برنامو پر اړتیاوو او په لار اچولو کي همږغي رامنځته کول.
•    د پوهنتون په ویب پاڼه کي د (PDC) مرکز اړوند معلومات نوي (اپډیټ) کول.
•    د نظم ډسپلین او اسلامي ارزښتونو اړوند ورکشاپونه جوړول.
•    د استادانو د تقرر، ثبت رتبه، علمي ترفیعاتو، علمي کنفرانسونو ثبت او وړاندي کیدل.
•    د څیړني او علمي مقالي لیکني اړوند روزنیز پروګرامونه.
•    ادادري کارمندانو ته د ارتقا کیفیت روزنیز پروګرامونه دایرول.
•    د فیلیالونو او خصوصي پوهنتونو د استادانو  او اداري کارمندانو سره د مسلکي ودي په برخه کي کار کول.
•    د بریښنایی زده کړو او  OBE-SCL اړوند ورکشاپونه استادانو ته دایرول.
•    د خصوصي او سکتوري ادارو  سره د ظرفیت لوړوني په برخه کي د اناستو پوهنتون پر رول بحث او همږغي رامنځته کول.
•    د نړیوالو موسساتو همکاري جلبول.
•    د محصلانو او استادانو ظرفیت لوړوني په موخه علمي کنفرانسونه او ورکشاپونه په لار اچول.
•    د مسلکي پراختیا اړوند برخه کي د پوهنتون او وزارت مقام هدايات او لارښوني عملي کول.
 

د کړنو راپور

•    د مسلکي پرمختیایي مرکز (PDC)   پیژندنه ،لیرلید، رسالت، موخي، پالیسي او تشکیلاتي جوړښت جوړ  سوي دي.
•    د مسلکي پرمختیایي مرکز (PDC)  د بورډ غونډي د مهال ویش سره سمي دایري سوي.
•    ټولو معاونیتونو، پوهنځیو ، امریتونو او مرکزونو خپل د کلني کنفرانسونو لیست مسلکي پرمختیایی مرکز ته را استولی دی.
•    د انستو پوهتون د استادانو او اداري کارمندانو علمي کنفرانسونه، ورکشاپونه او روزنیز پروګرامونه دایر سوي او ثبت سوي دي.
•    د استادانو د علمي کنفرانسونو لپاره چوکاټ جوړ سوی دی.
•    د اناستو پوهنتون د ټولو علمی کنفرانسونو، ورکشاپونو ، سمینارونو او روزنیزو پروګرامونو د پاره واحد فارمټ د حاضري جوړ سوی دی.
•    د وترنري پوهنځی استادانو لخوا د کانګو کریمیا بهوونکي تبه تر عنوان لاندي د کندهار ښاروالي د غونډو په تالار کي د عامه پوهاوي په موخه کنفرانس جوړ سوی دی.
•    علمی کنفرانسونو، ورکشاپونو ، سمینارونو او روزنیزو پروګرامونو د د ثبت د پاره دري ډوله فورمونه جوړ سوي او ټولو مربوطه شعبو ته استول سويدی.

 

دکارمندانو شمیر

1

برحال کارمندان

شمیره

د کارمند نوم

 تخلص

دنده

دتحصیل درجه

علمي رتبه

څانګه

د اړیکو شمیره

ایمیل ادرس

1

شیرمحمد

وفا

د مسلکي پرمختیایی مرکز امر

ماستر

پوهنمل

ځنګل پوهنه او طبعي منابع

0702373583

Sherwafa2@gmail.com

د اړیکو شمیره

0702373583

برېښنالیک

Sherwafa2@gmail.com

والسلام