د اګرانومۍ څانګي پيژندنه
بسم الله الرحمن الرحيم
د اګرانومي څانګي بنسټ په لومړۍ ځل په ۱۳۶۹هـ ش کال کي د کندهار پوهنتون، کرهڼي پوهنځۍ په چوکاټ کي د ليسانس زده کړو په موخه کښيښودل سو، چي د هيواد دکرنيز سکتور د اړتياوو او مسلکي کادرونو د روزنې لپاره مهم علمي اساس جوړ سو. ياده څانګه په ۱۳۹۱ هـ ش کي د افغانستان د کرنيزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون سره يوځاي سوه، چي خپلي علمي، څېړنيز او ښوونېز فعاليتونه يي د ليسانس او فوق ليسانس په کچه په برياليتوب سره پر مخ وړي او د علمي کادرونو روزنه، د بشري ځواک پراختيا، د علمي څېړنيزو پروګرامونو پلي کول او د کرنيزو تکنالوژيو د نوښتونو تطبيقول او ترويج د خپلي ستراتيژۍ برخه ګرځولې ده.
لرلید
د هيواد د کرنيز سکتور د پياوړتيا، ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره د مسلکي، مسؤلو کادرونو روزل، تر څو د لوړ کيفيت او ډېر مقدار کرنيزو محصلاتو د توليد له لاري د خوړو امنيت، د کروندګرو هوساينه او د هيواد اقتصادي ودي ته وده ورکړي او د نوښت محوره علمي مرکز په توګه غواړي د کرنيزو علومو په برخه کي د سيمه ييزو او نړيوالو معيارونو پر بنسټ د څېړنو، تدريس او ترويج يوه مخکښه مرجع سي.
ماموریت
د اګرونومي څانګه به داسي علمي، ښوونيز او څېړنيز چاپېريال رامنځته کوي، چي د معاصري ټکنالوژۍ او علمي پرمختګونو سره سم، د علمي څېړنو او تحصيلي پروګرامونو له لاري د محصلانو، د مسلک خاوندانو او کروندګرو ته د عملي پوهي، مهارتونو او حللارو وړاندي کولو زمينه برابره کړي او د پوهي او ټکنالوژۍ د شريکولو، د نويو علمي موندنو د تطبيق او د کرنيزو سيسټمونو د دوامدار پرمختګ لپاره ژمنه ده.
موخي
1. د علمي، مسلکي کادرونو روزنه چي وکولاي سي د هيواد د کرنيز سکتور اړتياوي پوره کړي.
2. د عصري اګرانوميکي تخنيکونو او ټکنالوژيو د مديريتي سيسټمونو ترويج او تطبيق.
3. د محصلينو د علمي وړتيا لوړول، تر څو وکولاي سي د ملي او سيمهييزو کرنيزو پروګرامونو په پلي کولو کي فعاله ونډه واخلي.
4. د کرنيزو علومو په برخه کي د سيمهييزو او نړيوالو علمي بنسټونو سره د همکارۍ او تجربې شريکولو پراختيا.
5. د کروندګرو او د کرنيزو ادارو لپاره د علمي مشورو، روزنيزو ورکشاپونو او ترويجي پروګرامونو برابرول.
کمېټې
د کیفیت لوړاوي کمېټه
د ستراتیژیک پلان خلاصه
د اګرانومي څانګې ستراتیژیک پلان د علمي کادرونو د پیاوړتیا، د تدریسی کیفیت د لوړولو، څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا، او د محصلانو د ظرفیت لوړونې پر بنسټ ولاړ دی. په دې چوکاټ کښي، اګرانومي څانګه هڅه کوي چي د استادانو تحصیلي کچه لوړه کړي او د داخلي او بهرني روزنیزو پروګرامونو له لارې مسلکي کړي، او د معاصرو تدریسي میتودونو لکه OBE او SCL په پلي کولو سره د تدریس اغېزمنتیا زیاته کړي.
همدارنګه، د تدریس د کیفیت د ښه والي لپاره د معیاري نصاب تطبیق، د نوې ټکنالوژۍ کارول، او د محصل محور تدریسي سیستم پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه سوېده، تر څو محصلین د عملي او نظري پوهې له پلوه لا پیاوړي سي. د څېړنیزو چار په برخه کښي، اګرانومي څانګه د ملي او نړیوالو څېړنیزو پروژو د پلي کولو، د علمي مقالو د خپرولو، او د لابراتوارونو د تجهیز او پیاوړتیا له لارې هڅه کوي چي تولید زیات کړي او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ووايي.
سربېره پر دې، د محصلانو د ظرفیت لوړونه د عملي زدهکړو، انټرنشپونو، او ساحوي پروګرامونو له لارې تعقیبېږي، تر څو هغوی وکولای سي په عملي ډګر کښي فعاله ونډه واخلي او نوښتګر فکر ولري. د کرنیزو نوښتونو د ترویج په برخه کښي، څانګه د کروندګرو لپاره علمي مشورې، روزنیز ورکشاپونه، او د عصري ټکنالوژیو معرفي کول مهم ګڼي، چي دا به د کرنیزو تولیداتو په ښه والي کښي مرسته وکړي.
په پای کښي، د داخلي او نړیوالو پوهنتونونو او څېړنیزو بنسټونو سره د همکارۍ پراختیا د دې ستراتیژۍ مهمه برخه ده، چي د علمي تجربو تبادله، ګډ پروګرامونه، او د نړیوالو معیارونو سره د برابرېدو زمینه برابروي. دا ټول اقدامات په مجموع کښي د اګرانومي څانګې د علمي پرمختګ، د کرنیز سکتور د پیاوړتیا، او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اساسي رول لوبوي.
عملیاتي پلانونه
• د استادانو لپاره د داخلي او بهرني روزنیزو ورکشاپونو تنظیم
• د تدریسي مهارتونو د لوړولو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړول
• په تدریس کښي د نوې ټکنالوژۍ (ICT) کارول
• د محصل محور تدریسي سیستم پیاوړتیا
• د ملي او نړیوالو څېړنیزو پروژو پیل او پلي کول
• په علمي ژورنالونو کښي د څېړنیزو مقالو خپرول
• د محصلانو لپاره عملي زدهکړې (Practical-based learning) تطبیقول
• د محصلانو د نوښت او ابتکار ملاتړ او تشویق
• د کروندګرو لپاره علمي مشورې برابرول
• د کروندګرو لپاره روزنیز ورکشاپونه او ترویجي پروګرامونه تنظیمول
• د عصري کرنیزو ټکنالوژیو معرفي او ترویج
• د داخلي پوهنتونونو سره د همکارۍ تفاهمنامې جوړول
• د نړیوالو پوهنتونونو او مؤسساتو سره علمي اړیکښي پراخول
• د علمي تجربو تبادله او ګډ سیمینارونه تنظیمول
د کړنو لنډ راپور
• استادانو په ورکشاپونو کښي ګډون کړي او علمی رتبو کښي پر مختګ راغلي.
• د OBE او SCL تدریسي میتودونه تطبیق سوي.
• محصل محور تدریسي سیستم پیاوړی سوي .
• د څېړنیزو پروژو پیل او څلورو پروژو کښي پرمختګ سويدي.
• د استادانو لخوا په علمي ژورنالونو کې مقالی نشر سوي .
• ټول عملي درسونه او ساحوي زدهکړې په بریالیتوب ترسره سوی.
• د محصلانو نوښت او ابتکارات ثبت سوی او ممتاز محصلان ستایل سوي .
• کروندګرو ته علمي مشورې او روزنیز ورکشاپونه برابر سوي .
• د داخلي پوهنتونونو سره د تفاهمنامو اړوند اړیکي او همکاری تر سره سوی .
• د نړیوالو پوهنتونونو سره ګډي څېړنیزی، عملی او تدریسی چاری مخته تللی دي.
|
د محصلانو شمیر |
|||||||||
|
لیسانس |
فوق لیسانس (ماستری) |
||||||||
|
۳۴ |
۱۱ |
||||||||
|
د استادانو شمير |
|||||||||
|
۶ |
|||||||||
|
برحال استادان |
|||||||||
|
شمیره |
د استاد نوم |
تخلص |
دنده |
د تحصیل درجه |
علمي رتبه |
څانګه |
د اړیکو شمېره |
ایمیل ادرس |
|
|
1 |
قدرت الله |
احسان |
د څانګی امر |
ماستر |
پوهنوال |
اګرانومي |
0700301188 |
||
|
2 |
خلیل الله |
زریال |
استاد |
ماستر |
پوهندوي |
اګرانومي |
0700402446 |
||
|
3 |
حکمت الله |
عبید |
استاد |
دوکتور |
پوهنمل |
اګرانومي |
0700326388 |
||
|
4 |
یما |
نوری |
استاد |
دوکتور |
پوهنمل |
اګرانومي |
0700305108 |
||
|
5 |
مختاراحمد |
فیض |
استاد |
دوکتور |
پوهنمل |
اګرانومي |
070006380 |
||
|
6 |
کرامت الله |
فاضل |
استاد |
ماستر |
پوهنمل |
اګرانومي |
0703891816 |
||
|
بروشور |
|
نه دی پرینټ سوی |
|
کتلاک |
|
نه دی پرینټ سوی |
|
د اړیکو شمیره |
|
0700301188 |
|
ایمیل ادرس |
په درنښت
پوهندوي قدرت الله احسان
د اګرانومی څانګی امر