خاوري پوهنه او اوبو لګولو څانګي پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
د خاوري پوهنې او اوبو لګولو څانګه د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملې پوهنتون د نباتې علومو پوهنځۍ په تشکیل کې نوی په فعالیت شروع کړیده، او یاده څانګه په کال ۱۳۹۱ هـ ش کې تاسیس سویده، په نوموړي څانګه کې ۶ تنه مجرب او مسلکي علمي کادری غړی شتون لری چی (۵) تنه یې د ماستری او (۱) تن یې د دکتورا تر کچي پوري د نړی په مختلفو هیوادونو کې لوړی زده کړي ترسره کړیدي، اوس مهال د مصحلینو سره په تدریس اوڅیړنو باندی بوخت دي. نوموړي څانګه اوس مهال د لیسانس په کچه محصلان لری، او ماستری په کچه محصلین نلری، خوشبختانه چې د راتلونکې کال د پاره په یاده څانګه کې د لیسانس په کچه محصلین جذب سویدي، د لیسانس او ماستری په کچه یې کریکولم د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلی نصاب ریاست له لوري تائید سویدي.
لرلید
د خاوري پوهني او اوبو لګولو ډیپارټمنټ به د یو علمي او اکاډمیک بنسټ له مخي ټولني ته تدريسي، څېړنيز او ترويجي خدمات وړاندي کوي او د ټولني د ستونزو په حل کي به لومړی مقام ولري.
مأموریت
د خاوري پوهني او اوبو لګولو ډيپارټمنټ هوډ لري چي د نړیوالو معیارونو له مخي د هیواد ځوان نسل داسي وروزي، چي د اسلامي روحیې له مخي د خاوري او اوبو مدیریت او په یاده برخه کي د ستوزو حل کول یې د لومړیتوتونو څخه وي.
موخي
- خاوره او اوبه چي ېبیعي منابع دي، په پایداره ډول یې مدیریت کول.
- او په ټولنه کي د خاوري، اوبو او ابیارۍ اړوند د ستونزو حل کول.
- د یو پایداره کرنیز سیستم لپاره د نوو نظریو، علمي پرمختیاوو او اختراعګانو څخه ګټه اخیستل.
- د یو علمي او اکاډميک بنسټ له مخي د خاوري، اوبو او ابیارۍ په برخه کي ټولنيز، اقتصادي او چاپيریالي مسایل بررسي کول.
کمېټې
- د څېړنو کمېټه
- د ستراتیژیک پلان کمېټه
- د ازموینو او شکایاتو کېټه
- د نصاب کمېټه
- د کیفیت لوړاوي کمېټه
د ستراتيژيکي پالیسۍ خلاصه
- د کیفیت لوړاوي او ادارې اړوند تګلاره
- د تدریس او محصلینو مربوط تګلاره
- د علي او څېړنیزو فعالیتونو مربوط تګلاره
- د داخلي او خارجي همکاریو تګلاره
- د منابعو د تنظیم مربوط تګلاره
- په ټولنه کي د ډيپارټمنټ د نقش مربوط تګلاره
عملیاتي پلانونه
- د څانګي ستراتيژیکه پالیسي/پلان جوړول.
- د څانګي د ځاني اروزوني راپور ترتیب کول.
- د څانګي د تدریس د ښه والي د پلان ترتیب کول.
- د لیسانس په کچه د محصلانو جلب کول.
- د ماسټرۍ برنامې لپاره تعلیمي نصاب ترتیب کول.
- د استادانو او محصلانو لپاره د تحقیقي چارو بررسي او په مرسته کول.
- د نوي سميسټر لپاره د څانګي د استادانو کاري انفرادي پلان او کورس پاليسي کتنه او تائید.
- د کال په جریان کي د څانګي د استادانو کلنی کنفرانس ارائیه کول.
- د سمیسټر په جریان کي د استادانو ارزونه.
- د سميسټر په پای کي د استادانو ارزونه
د کړنو لنډ راپور
- د خاوري پوهني او اوبو لګولو څانګه د لیسانس او فوق لیسانس په سطحه، تعلیمي نصاب جوړ کړی او تطبیق ته اماده دی.
- د خاوري پوهني او اوبو لګولو څانګه د تېرو څو کلونو راهيسي د استادانو سره په ګډه تدریس، تحقیق او ترويج په برخه کي کار کوي.
- د خاوري او اوبو په برخه کي د ضرورت په اساس مشورې ورکړي دي.
- د دې څانګي استادان په څېړنو، تالیف او ژباړه باندي بوخت دي.
د محصلانو شمیر |
||||||||
د لیسانس په سويه ۸ تنه محصلان لری په دریم ټولګې کې او دايې اولینه دوره دهپه دوهم ټولګې کې ۱۰ تنه محصلان لروپه لوموړي ټولګې کې (۳) تنه محصلان |
||||||||
برحال استادان |
||||||||
شمیره |
د استاد نوم |
تخلص |
دنده |
د تحصیل درجه |
علمي رتبه |
څانګه |
د اړیکو شمېره |
ایمیل ادرس |
۱ |
نصیرت احمد |
نصرت |
استاد |
ماستر |
پوهنوال |
خاوره پوهنه او اوبو لګونه |
+93700359378 |
n.a.nasrat@gmail.com |
۲ |
شریف الله |
شریفی |
استاد |
ډاکتر |
پوهنمل |
خاوره پوهنه او اوبو لګونه |
+93700388502 |
Sharefi@gmail.com |
۳ |
حمدالله |
حمیم |
استاد |
ماستر |
پوهندوی |
خاوره پوهنه او اوبو لګونه |
+93700913302 |
Hamdullah.hamim@gmail.com |
۴ |
خالد احمد |
یعقوبی |
استاد |
ماستر |
پوهنمل |
خاوره پوهنه او اوبو لګونه |
+93704513353 |
yaqoobikdr@gmail.com |
۵ |
محمدصادق |
صالحی |
استاد |
ماستر |
پوهنمل |
خاوره پوهنه او اوبو لګونه |
+93707989295 |
s.salihi@anastu.edu.af |
۶ |
وکیل احمد |
سیرت |
استاد |
ماستر |
پوهنیار |
خاوره پوهنه او اوبو لګونه |
+93707434399 |
w.seerat@anastu.edu.af |
|
|
||||||||
په درنښت
د خاوري پوهني او ابو لګولو څانګه