د کلینیک څانګي پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
کلینیک څانګه د وترنري علومو پوهنځی یوه مهمه او کلیدي څانګه ده. کوم، چي د کلینیکي مضامینو د بشپیړولو له لاري محصلین د مسلکي کيدو او فراغت مرحلې ته تیاروي. په دې ځانګه کي فارمکولوژي، توکسیکولوژي، کلینکي تشخیص، جراحي، داخله طب او تریوجینولوژي اساسي مضامین په نظري او عملي ډول تدریس کيږي. په ټوله کي پډې څانګه کي (30) درسي کریډیټونه او (480) درسي ساعتونه په بر کي نیسي چي، له دې جملې (272) نظري او (208) په عملي ډول تدریس کيږي. دا څانګه مجهر کلنیک درلودنکې ده چيري چي محصلین عملي کارونه، تشخیصي کړنلاري، د څارویو درملنه او وقایه ترسره کوي. کلینیکي مضامین محصلینو ته تشخیص، درملنه، وقایه او د څارویو صحت د خوندیتوب مهم مهارتونو سره آشنا کوي. محصلین په کلینیک کي په عملي ډول خپل مسلکي مهارتونه پیاوړي کوي، تر څو دا مهارتونه د ناروغ څارویو په درملنه کي په موثره توګه وکاروي. دا څانګه په کلینیکي برخه کي د علمي وړتیا په درلودلو سره کولای سي بېلابیلو سکتورنو ته د هغوۍ په کاري چارو کي مشورې، مرسته او لارښونه وکړي. سربېره پر دې، د هیواد مالداري او د ټولني لپاره د وترنري صحي چوپرړتیاو په برخه کي ازښتناکي هڅي ترسره کړي دا څانګه په عمده توګه د زراعت او مالدارۍ سکتورنو سره په پالیسي جوړونه، ستراتیژي، مقرارتو، کړنلارو، لارښونو، سروې ګانو او څېړنیزو پروژ کي مرسته او همکاري کوي. ددې تر څنګه د عامي روغتیا سره زونوټیک(څاروي او انسان ګډي ناروغۍ) په برخه کي مهمه همکاري کولای سي.
لرلید
کلینیک څانګه هڅه کوي چي د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ د علمي زده کړو، کلینیکي مهارتونو، د څارویو د رنځونو تشخیص، درملني او وقایې او د عامي روغتیا د خوندیتوب په برخه کي یو مخکښ علمي، مسلکي او څېړنیز مرکز په ډول وړ، ژمن او مسؤل وترنران وروزي تر څو د هیواد د وترنري سکتور د پرمختګ، څارویو د رنځونو کنټرول او د انساني روغیتا په برخه کي موثر رول ادا کړي.
رسالت
کلینیک څانګه د علمي زده کړو، عملي مهارتونو او څېړنو له لاري داسي مسلکي او ژمن وترنران وروزي چي د څارویو د ناروغیو تشخیص، درملني او وقایې په برخه کي مؤثر رول ولوبوي.
موخي
• د معیاري او ښه کیفیت لرونکي تدریس له لاري د مسلکي پوهي ترلاسه کول.
• د کلینیکي مضامینو په اړوندو برخو کي د محصلینو مسلکي مهارتونه پیاوړي کول.
• د علمي کنفرانسونو، سیمینارونو او لارښود پروګرامونو له لارې د علمي کادرونو، تخنیکي کارکوونکو او محصلینو ظرفیت لوړول.
• د تدریس، څېړني، علمي خدمتونو او د علمي ترفیعاتو د چارو د پرمختګ او پراختیا لپاره اغېزمن فعالیتونه ترسره کول.
• د پوهنتون دننه او بهر د اړوندو څانګو، ادارو او خصوصي سکتورونو سره فعاله او مؤثره همکاري رامنځته کول.
|
د محصلانو شمیر |
||||||||
|
نه لري |
||||||||
|
د استادانو شمير |
||||||||
|
۲ تنه |
||||||||
|
برحال استادان |
||||||||
|
شمیره |
د استاد نوم |
تخلص |
دنده |
د تحصیل درجه |
علمي رتبه |
څانګه |
د اړیکو شمېره |
ایمیل ادرس |
|
1 |
محمد هارون |
رحماني |
استاد/ د څانګي آمر |
ماستر |
پوهنیار |
کلینیک |
۹۳۷۰۷۰۸۲۹۲۱+ |
|
|
2 |
محمد میرویس |
ایوبي |
استاد |
لیسانس |
پوهنیار |
کلینیک |
۹۳۷۰۴۷۲۳۷۹۴+ |
|
|
د اړیکو شمیره |
||||||||
|
۹۳۷۰۷۰۸۲۹۲۱+ |
||||||||
|
ایمیل ادرس |
||||||||
په درنښت
د کلینیک څانګه