په اناسټو پوهنتون کې د علمي څیړنو په برخه کې د ظرفیت لوړاوي ورکشاپ دایر سو.

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۲:۱۳
د ظرفیت لوړاوي ورکشاپ

د شنبې په ورځ ۱۱/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټیکنالوژې ملي پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز او څیړنې امریت له لوري  یاد ورکشاپ په لاره اچول سوی وو، چي موخه یې د څیړنې په برخه کې د ظرفیت لوړول او د څیړنې کلتور ته وده ورکول وه، چې پکښې د مسلکي پراختیا مرکز او د څیړنیز مرکز آمرینو، استادانو او محصلانو ګډون درلود.
پروګرام د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل سو، ورپسي د څیړنې د اهمیت په اړه ویناوالو څرګندوني وکړي. 
پوهاند سید محمد کبیر آغا مین د پریزنټیشن له لارې د څیړنې، د څیړنې اخلاقو، اصولو، میتودولوژې، دڅیړنې ډولونه او یو شمیر نورو اړوند موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته هراړخیز معلومات وړاندي کړه او پوښتنو ته یې جوابونه وویل.
پروګرام د دوعا په ویلو سره پای ته ورسیدی.
د نشراتو امریت
۱۱/۱/۱۴۴۵
۷/۵/۱۴۰۲

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۹:۳۶
Background image

د اناسټو پوهنتون زدکړیالانو ته د پاڼه رژونکو میوو د مضمون په اړه عملي زدکړه ورکول سوه.

 د سه شنبې په ورځ ۱۴/۱/۱۴۴۵هــ ق نیټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون دنباتې علومو پوهنځي د هارټیکلچر څانګې د څلورم ټولګي زدکړیالانو د ښاغلي پوهنیار محمدادریس داوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۹:۳۰
Background image

د اناسټو پوهنتون او پوهنځیو د ستراتیژیک پلان د نها یې کولو په اړه غونډه دایره سوه.

د سه شنبې په ورځ ۱۴/۱/ ۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټیکنالوژې ملي پوهنتون د ستراتیژیک پلان دکمیټې له لوري د نوموړي پلان هر اړخیزتوب او بډاینې په موخه د بیاکتنې، نظر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۸:۲۸
Background image

د اناسټو پوهنتون زدکړیالانو د عملي زدکړو په موخه د کرنیزې ماشنرۍڅخه لیدنه وکړه.

 د دوشنبې  په ورځ ۱۳/۱/۱۴۴۵هــ ق نیټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون دنباتې علومو پوهنځي د کرنیزې میکانیزې څانګې د دوهم ټولګي زدکړیالانود ښاغلي پوهنیار محیب الله. . .

BACK TO NEWS