وترنري علومو پوهنځۍ پيژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د وترنري علوم د علومو هغه ارزښتناکه برخه ده، چي په ملي او نړيواله کچه د غذایي بې‌ امنۍ، غربت او ناروغیو  د ګراف په راټيټولو کې پراخ او مؤثر رول لري. دغه برخه د کرني او مالدارۍ له لاري د هيوادونو د اقتصاد په پرمختګ کې ځانګړی اهمیت لري. په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چي مالداري د خلکو د عاید اصلي سرچينه او مهم اقتصادي ارزښت لري، وترنري علوم خورا حیاتي ارزښت لري. د دې اړتیا پر بنسټ، په ملي او ځانګړي ډول، د جنوب لوېدیځ حوزې لپاره د وترنري علومو پراختیا ته شدیده اړتیا ليدل سوې ده. د افغانستان د کرنيزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون د یو ملي کرنیز پوهنتون په توګه اړ وو، چي د کرني او د حیواناتو د روزني ترڅنګ؛ د وترنري علومو په برخه کې هم پراخ فعالیتونه ولري. د وترنري طب پروګرام یوه مسلکي دوره ده، چي محصلان پکښي د وترنري طب مسلک د نظري پوهي، لابراتواري، عملي، کلینیکي او ساحوي کارونو سره پوره بلدتیا تر لاسه کوي. محصلان د خپلي پوهي او مهارتونو څخه د حیواناتو د روغتیا، تولیداتو او د عامي روغتیا د ساتني په برخه کې ګټه اخلي. د وترنري علومو پوهنځی په ۱۳۹۸ لمرېز کال کې د افغانستان د کرنيزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون په چوکاټ کې منظور او په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کانکور له لاري د لومړۍ دورې محصلان جذب سول.

وترنري پوهنځۍ څانګي

وترنري علومو پوهنځۍ په خپل جوړښت کې پينځه څانګي لري چي په لاندي ډول دي:

سربېره پر دې، یوه د اساسي علومو څانګه هم شته، چې د ټول پوهنتون په کچه د اساسي مضمونونو تدریس او اړوند لابراتواري او عملي چارې په غاړه لري. پوهنځۍ د لوړو زده کړو وزارت او نړیوالو معیارونو سره سم پینځه کلنه تحصیلي دوره لري. ټول تحصیلي برنامه د ۲۰۷ کریدیتونو او ۴۴۹۶ عملي او نظري ساعتونو پر اساس تدریسېږي.

 

اړونده معلومات...

د وترنري پوهنځۍ رئيس پيغام

د وترنري پوهنځۍ تشکيل
د پوهنځۍ د تأسيس څخه تر ۱۴۰۴ کال پورې د محصلينو احصايه

 

د پوهنځۍ  اساسنامه

د وترنري علومو پوهنځۍ لرلید او رسالت د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د لارښود مطابق ترتیب او د پوهنتون شورا ته وړاندي شوې او تائید دي. دا جوته ده چې با کېفیته زده کړي د وړ بشري ځواک په وړاندي کولو کې رغنده ونډه لري، ځکه نو یاده پوهنځۍ  یو روښانه رسالت او لرلید لري؛ تر څو د هيواد په کچه د لیسانس داسې کادرونه ټولني ته وړاندي کړي، چي د ټولني د پرمختګ، ښیرازۍ او سوکالۍ مصدر وګرځي.

زده کړه ییزې موخي

د وترنري طب د رشتې فارغان باید:

  • د حیواني ناروغیو د تشخیص، درملني او مخنیوي له کړنلارو سره په مکمله توګه بلدتیا ولري؛
  • د حیواناتو د روغتیا د مدیریت پوهه تر لاسه کړي؛
  • د حیواني سرچينه لرونکو غذایي موادو د حفظ الصحې او ټکنالوژۍ اړوند پوره پوهه ولري؛
  • د زونوز ناروغیو د تشخیص، درملني او وقایې له کړنلارو سره بلدتیا تر لاسه کړي؛
  • د علمي څېړنو اساسات د حیواني ناروغیو، زونوز ناروغیو او د مصئونه حیواني سرچينه لرونکي غذایي موادو د تولید د ښه مدیریت په موخه وپېژني؛
  • د حیواناتو د مدیریت او تولید اړوند مناسبه پوهه ولري؛
  • د انساني ټولني د روغتیا د ساتلو او د ژوند د چاپېریال د ساتنې په اړه به پوره پوهه ولري.

لرليد

د وترنري طب تحصیلي پروګرام د اکاډمیک اعتبار لرونکي علمي او عملي زده کړو په برخو کې په داخلي او نړیواله کچه د اسلامي احکامو په رڼا کې، چي پر دیني اصالت او دنیوي معاصرت ولاړ وي، په غوره موقعیت کې ځای پر ځای کول دي.  

رسالت

 په داخلي او نړیواله کچه د روغتیا، تولید او د حیواناتو د هوسایني او د عامي روغتیا د ساتني په موخه؛ د وترنري محصلانو او متخصصینو ته د کیفیت لرونکي نظري او عملي زده کړو وړاندي کول.

 

ارزښتونه

  1. د اسلامي، فرهنګي، اخلاقي او هيواد پالني د اساساتو په رڼا کې د ځوان نسل په داسي روحیه روزل، چي د شفاف مدیریت او رهبرۍ په مټ هيوادوالو ته د خدمت لپاره په مؤثره توګه خپل مسؤلیت ترسره کړي.
  2. د وترنري په ساحه کې د هغو فارغانو وړاندي کول، چي په سمدستي ډول د وترنري په ساحه کې کار وکړي.
  3. د ساري ناروغیو د واقع کېدو څخه د مخکي مرستندویه څېړنه کول.
  4. د تشخیصي-کلینیکي خدماتو او عامه پوهاوي پروګرامونو په وسیله په حیواناتو باندي رحم او انسانانو د صحت تأمینول.

 

په درنښت

پوهندوی احمدالله ظاهر

د وترنري علومو پوهنځۍ رئیس