حیواني علومو پوهنځۍ پېژندنه

حيواني علومو پوهنځۍ د هيواد د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ځانګړي اداري چوکاټ له خوا اداره کيږي، چې د يو عمومي مسؤول تر نظارت لاندي هره څانګه يې ځانګړی تشکیل او کاري بشري ځواک لري، چي په لاندي دیاګرام کې ورڅخه يادونه کيږي.

د حیواني علومو پوهنځۍ د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د ایجاد سره سم د (۴۰۲/۱۱۷۲) حکم په ۲۰/۱۰/۱۳۹۱ نېټه د پوهنتون په اکاډمیک تشکیل کې ځای پر ځای شوې ده. د دې پوهنځۍ له پیل سره سم څلور څانګې (د حیواناتو اصلاح او روزنه، وترنري، د حیواني محصولاتو ذخیره او پروسیس، او د مرغانو، ماهیانو او شاتو مچیو روزنه) رسماً منظور شوې.

د وخت د مسؤلینو له خوا د لوړو زده کړو وزارت ته د منظوري اخیستلو په موخه د (۱۱۱/۲۲۷) حکم په ۱۲/۲/۱۳۹۷ نېټه د مالدارۍ څانګه د ماسټري په کچه منظور شوه او د محصلانو د جذب حکم صادر شو. د همدې حکم له مخې، په ۱۳۹۷ کال کې د کانکور له لارې ۱۰ تنه محصلان د ماسټري پروګرام ته جذب شول. د یاد پوهنځي ګڼ شمېر استادان د ماستري او دوکتورا سندونو د ترلاسه کولو لپاره دننه او بهر هېوادونو کې په لوړو زده کړو بوخت دي. د همدې تفاهم له مخې، یاد محصلان د ۱۳۹۸ کال د میزان په میاشت کې د هند هېواد د IVRI (Indian Veterinary Research Institute) ته واستول شول.

د خوښۍ ځای دی چې د حیواني علومو پوهنځي وترنري څانګه د وترنري علومو پوهنځي ته ارتقا وکړه. د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د (۵) حکم په ۱۵/۷/۱۳۹۸ نېټه او د (۱۰۶۵) حکم په ۵/۸/۱۳۹۸ نېټه د ۲۱ بستونو (کادري، اداري، فني، محافظتي او خدمتي) په درلودلو سره د وترنري علومو پوهنځی د پوهنتون په چوکاټ کې رسماً منظور شو.

په ۱۳۹۹ کال کې د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي د لیسانس په کچه د انتقال او ادغام په پایله کې د مالدارۍ څانګه د حیواني علومو پوهنځي د ماسټري څانګې سره یو ځای شوه. اوس مهال د مالدارۍ څانګه د لیسانس او ماسټري په کچه برنامې پر مخ وړي.

 

لرلید

د حیواني علومو پوهنځی به د سیمې او نړۍ په کچه د معیاري محقیقینو په روزنه کې لوړ مقام ولري.

رسالت

په عصري ټکنالوژۍ سمبال تدریسي، علمي، څېړنیز او ترویجي چاپېریال برابرول او ټولنې ته د حیواني علومو سکتور د پیاوړتیا لپاره په ښه کمیت او کیفیت خدمتونه وړاندې کول.

هدف

پوهنځی غواړي د څېړونکو د روزنې په موخه داسې علمي او څېړنیز میتودونه او مهارتونه په کار واچوي چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د مالدارۍ سکتور د اصلاح او پیاوړتیا لپاره ګټور واقع شي.

ارزښتونه

  • وطن پالنه د یوې سپیڅلې اسلامي روحیې په شتون سره
  • معیاري او باکیفیته لوړې زده کړې
  • د څېړنې بډاینه
  • سالمه اداره او اغېزمنه رهبري
  • اکاډمیکه آزادي
  • حساب ورکونه
  • شفافیت او د فساد مخنیوی
  • د هر ډول تبعیض څخه ډډه کول

 

ښوونیزې موخې

  • د مالدارۍ، د حیواناتو اصلاح او روزنې، د حیواني محصولاتو ذخیره او پروسیس، او د الوتونکو، ماهیانو او شاتو مچیو روزنې په برخو کې د ظرفیتونو روزنه.
  • د حیواني علومو او تولیداتو په اړه د باکیفیته څېړنو ترسره کول.
  • د حیواني محصولاتو د کمیت او کیفیت پیاوړتیا.
  • د حیواني علومو په برخه کې معیاري څېړنې.
  • د حیواني محصولاتو لپاره د محلي نسلونو اصلاح.
  • د انساني ټولنې او حیواناتو ترمنځ د اړیکو پیژندل او عامه پوهاوی.
  • په ملي او نړیواله کچه له اړوندو ادارو سره هماهنګي.

 

اړونده معلومات...

د پوهنځۍ د رئيس پیغام

د استادانو علمي رتبې

د استادانو او محصلانو تعداد

د فارغانو احصايه

 

تحصيلي سوابق

د حیواني علومو پوهنځی د تدریسي، علمي، عملي او نظري فعالیتونو لپاره ۱۴ تنه استادان لري. له دې جملې څخه ۷ تنه د ماسټري او ۷ تنه د لیسانس سندونه لري. همدارنګه ۵ تنه استادان د ماسټري په پروګرام کې په زده کړو بوخت دي.

د حیواني علومو پوهنځۍ فعالي څانګي