د محصلانو چارو معاونیت پیژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

د محصلانو معاونیت د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون  یوه مهمه برخه ده چي د محصلینو د علمي، اداري او ټولنیزو چارو د تنظیم او همغږۍ مسؤلیت لري. دا معاونیت د محصلینو د اړتیاوو د پوره کولو، د فراغت د مراسمو د تنظیم، د اسنادو د وېش، او د محصلینو د ستونزو د حل لپاره ځانګړي کړنلاري لري، چي په ذریعه يې محصلینو ته د زده‌کړي ترڅنګ د مسلکي ژوند لپاره لازمي لارښووني او اسانتیاوي برابري کړي دي او هغوی یې د نظم، مسؤلیت او اسلامي ارزښتونو په رڼا کي د ټولني د خدمت لپاره چمتو کړي.

 

لرلید

د محصلانو چارو معاونیت د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون د رهبري، اداري  او علمي برخو سره په ګډه کار کوي ترڅو ټولنې ته داسي مسلکی،تخصصي او په کار پوه  بشري ځواک وروزي چې د ټولنې د پراختیا او هوساینې لپاره غوره او باکیفیته خدمات وړاندې کړي.

 

رسالت

په اسلامي او ملي روحیه د مسلکي او تخصصي بشري ځواک روزنه.

 

موخي

•    د محصلانو ظرفیت لوړول.
•    په پوهنځیوکې د تدریسې بهیر د لاښه والي لپاره تدابیر نیول.
•    د زده کړو کیفیت لوړولو په برخه کې هڅې.
•    په داخلي او خارجي علمي پروګرامونو او کانفرانسونو کې د محصلانو دګډون هڅه.
•    د محصلانو اړتیاوې په نښه کول او هغوی ته په موقع سره رسیدګې کول.
•    په مختلفو برخو کې د محصلانو لپاره د عامه پوهاوی او مشوره ورکولو پروګرامونه په لاره اچول.
•    داخلي او بهرني علمی مسابقې او فرهنګې فعالیتونه.د کتابخانې سربیره د محصلانو لپاره د معتبرو الکترونیکي علمی منابعو څخه د استفادې زمینه برابراول.
۲ـ د محصلانو د رهبرۍ د ښه والي او انکشاف ستراتیژیک هدف:
•    د محصلانو چارو اړوند ټولو قوانینو،مقرراتو، لایحو، طرزالعملونو او پالیسیو عملي کول.
•    د محصلانو په چارو کې دعدالت او انصاف څخه نظارت.
•    د محصلانو چارو اړوند د پوهنتون د کمیټو دفعالیتونو ارزوونه.
•    د مؤثریت او سانتیاوو په موخه د محصلانو اړوند د معلوماتو د ثبت پروسې تنظیم او عصري کول.
•    د ړونتیا او غیزمنتوب په موخه د الکترونیکې ډاټابیسونو څخه استفاده.
•    د محصلانو د لیلیې او بدعاشې امکاناتو په برخه کې اسانتیاوې. 
•    د تحصلي اسنادو دوېش څار او کنټرول.
•    د فساد په وړاندي کلکه مبارزه.

 

کمېټې

•    د ازموینو کمېټه.
•    د فرهنګي چارو کمېټه.
•     دمحصلانو چاروکمېټه.
•    د محصلانو د مشوره دهي کمېټه.
•    ورزشي کمېټه.
 

مدیریتونه

•    د محصلانو چارو عمومي مدیریت.
•    د محصلانو د خدماتو او انسجام عمومي مدیریت.
•    د فارغانو چارو عمومي مدیریت.
•    اجرائیه مدیریت.

 

د کارمندانو شمير

۵ تنه

برحال کارمندان

شمیره

د کارمند نوم

تخلص

دنده

د تحصیل درجه

علمي رتبه

څانګه

د اړیکو شمېره

ایمیل ادرس

۱

محمود الحسن

حسن

د محصلانو چارو مرستیال

ماستر

۰

د محصلانو چارو معاونیت

۹۳۷۰۷۷۵۸۵۶۷+

mohammadulhassanmohammdi@gmail.com

۲

همایون

هیواد

د محصلانو د ثبت او راجستر عمومي مدیر

لیسانس

۰

د محصلانو چارو معاونیت

۹۳۷۰۸۲۰۸۶۴۹+

Hewadhamayoon2024@gmail.com

۳

عبدالقیوم

حلمي

د محصلانو دخدماتو او انسجام عمومي مدیر

لیسانس

۰

د محصلانو چارو معاونیت

۹۳۷۰۸۳۳۵۸۸۲+

abdulqaiumhalimi@gmail.com

۴

احسان الله

سبحاني

د فارغانو عمومي مدیریت

۱۲ پاس

۰

د محصلانو چارو معاونیت

۹۳۷۰۸۳۲۸۶۷۲+

 

۵

حاجي محمد

عزیزي

اجرائیه مدیر

لیسانس

۰

د محصلانو چارو معاونیت

۹۳۷۰۸۳۹۹۴۷۸+

h.mohammad33703383@gmail.com

د اړیکو شمیره

۹۳۷۰۷۷۵۸۵۶۷+

ایمیل ادرس

mohammadulhassanmohammdi@gmail.com

والسلام