د اړیکو او انسجام معاونیت پېژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان د کرنیزوعلومو او تکنالوژی ملي پوهنتون (اناسټو) د پنځو معاونیتونو د جملې څخه یو هم د اړیکو او انسجام معاونیت دی چي په کال ۱۳۹۱ کي د پوهنتون د تأسیس سره سم ایجاد سوي چي اوس مهال یې مشرتوب ښاغلي پوهنیار فرید احمد(ولي) کوي، یاد معاونیت پخپل تشکیل کي دوه آمریتونه ( د د بهرنیو اړیکو آمریت او داخلي اړیکو آمریت) او یو د اجرائیه مدیریت بستونه لري. د اړیکو او انسجام معاونیت تر اوس مهاله توانېدلی دی چي د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون اړیکي په افغانستان کي داخل د مختلیفو پوهنتونو، امارتي ادارو، او د هیواد څخه بهر پوهنتونو، مؤسیساتو سره ټینګي کړي، ترڅو په مټ یې د کرهڼی او مالداری په برخو کي نوښتونه، اصلاحات او لاسته راوړني ولري.

 

لرلید

د اړیکو او انسجام معاونیت د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د هیواد په داخل او یا بهر کي د پوهنتونونو، مؤسیساتو او نورو ذیدخله ارګانونو سره د دوه/څو اړخیزو اړیکو د تنظیم او د هوکړه لیکونو لاسلیکولو لپاره کار کوي ترڅو پوهنتون د نړۍ د پرمختللو او پېژندل سویو پوهنتونونو او اکاډمیکو مؤسیساتو  په کتار کي و اوسي.

 

رسالت

د اړیکو او انسجام معاونیت به د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون د تدریس، تحقیق، تولید او ترویج په برخو کښي د نړۍ د مختلفو هیوادونو د پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو سره اړیکي جوړوي او د ګډو همکاریو د هوکړه لیکونو له لاري به د نړۍ د پرمختللو هیوادونو  پوهنتونو څخه مختلف نظریات، نوښتونه، مرستي، تحصلي بورسونه، د ظرفیت لوړوني برنامې لاسته راوړي چي د همدې لاري به پوهنتون نه یوازي د هیواد دننه بلکې د نړۍ مختلفو هیوادونو ته ور وپېژندل سي. 

 

موخي

•    اسلامي او شرعي ارزښتونو ته په احترام د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د ټکنالوژی، نړیوال منل شوي ميتودونو، او ماډلونو په کارولو سره د هیواد او سیمي په کچه د یو خوځنده، نوښتګر او پایداره ارګان په توګه معرفي کول.

•    د نړیوالو زیدخلو ارګانونو سره د هر اړخیزو اړیکو د جوړولو او برابرولو په مرسته د کره معلوماتو په عملي کولو او شریکولو سره د کرهڼي او مالداری په عرصو کښی موجوده شته ستونزو ته د پای ټکی ایښودل.
 

آمریتونه او مدیریتونه

۱: د داخلي اړیکو آمریت
۲: د بهرنیو اړیکو آمریت
۳: اجرائیه مدیریت  
 

د کارمندانو شمير

4

برحال کارمندان

شمیره

د کارمند نوم

تخلص

دنده

د تحصیل درجه

علمي رتبه

څانګه

د اړیکو شمېره

ایمیل ادرس

 

 فرید احمد

ولي

مرستیال

ماسټر

پوهنیار

هارتیکلچر

۹۳۷۰۴۰۲۷۱۳۷+

farid5318@gmail.com

 

کامران

سعید

داخلي اړیکو آمر

لیسانس

نلري

داخلي اړیکو امریت

 

 

 

حضرت اجمل

دانش

بهرنیو  اړیکو آمر

لیسانس

نلري

د بهرنیو اړیکو امریت

۹۳۷۰۶۸۷۳۷۸۷+

hazratajmal687@gmail.com

 

محمد الیاس

نظرزی

اجرائیه مدیر

لیسانس

نلري

اجرائیه مدیریت

۹۳۷۰۶۸۸۲۹۸۶+

ilyas.nazarzai@gmail.com

د اړیکو شمیره

+۹۳۷۰۴۰۲۷۱۳۷

ایمیل ادرس

farid5318@gmail.com

 

په درنښت