نوو محصلینو ته د ښه راغلاست او ممتازو محصلینو د تقدیر په موخه ځانګړې غونډه ترسره سوه.

admin@anastu
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۱۷
نوي محصلین

دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت له لوري د ۱۴۰۵-۱۴۰۶ تحصیلی کال نوو شامل سوو محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون‌ پېژندنې په موخه ځانګړې غونډه او مهم سیمینار ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د ممتازو محصلینو د هڅو او علمي لاسته راوړنو د درناوي په موخه هغوی ته د پوهنتون د رهبرۍ له لوري ستاینلیکونه هم ووېشل.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه. ورپسې د محصلانو چارو مرستیال مولوي محمودالحسن صاحب د ښه راغلاست په وینا کښي پوهنتون د علم او روزني مهم مرکز وباله او له نویو محصلینو یې وغوښتل چي له خپل ارزښتناک وخت څخه سمه ګټه واخلي، د ځیرکو موبایلونو له زیات او بې‌ځایه استعمال څخه ډډه وکړي او په زده‌کړو کښي له زحمت او هڅي کار واخلي.
وروسته د دعوت او ارشاد محترم آمر حافظ مولوي عطامحمد عظمت صاحب د دعوت او ارشاد د اهمیت په اړه مهمي سپارښتني وکړې او دا یې د ټولو ګډه دنده او وجیبه وبلله.
د غونډي په ياده او مهمه برخه کښي د پوهنتون رئیس مولوي شبیر احمد عباس صاحب نوو محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ علمي او اصلاحي وینا وکړه. نوموړي وویل: «که نن محصلین یاست، سبا متخصصین یاست؛ هڅه وکړئ چي د واقعي تخصص تر څنګ په دیني او اسلامي روحیه سمبال شخصیتونه هم جوړ شئ.»
رئیس صاحب محصلینو ته ډاډ ورکړ چي د پوهنتون رهبري، استادان، کارکوونکي او ټول علمي او خدماتي امکانات د دوی په خدمت ښي دي او له هغوۍ یې وغوښتل چي خپله ځواني، ځواک او استعداد د علم، ښو اخلاقو او سالم شخصیت جوړونې په برخه کښي ولګوي.
ورپسې د پوهنتون استاد پوهنمل سید حکمت‌الله انیس صاحب د پوهنتون د پېژندني په اړه هر اړخیز او معلوماتي سیمینار وړاندې کړ او نوو محصلینو ته یې د پوهنتون د علمي، اداري، تحصیلي او خدماتي برخو په اړه لازم معلومات ورکړل.
وروسته غونډه د خیر او برکت په دعا سره پای ته ورسېده.

د اطلاعاتو نشراتو او عامه اړيکو آمريت(اناسټو)
۱۴۰۵/۶/۲۴

تازه خبرونه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۸
Background image

اناسټو پوهنتون کښي د محصلانو د ظرفیت لوړوني په موخه د انګلیسي ژبي کورس پیل سو.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښي د محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړوني په موخه، د شنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تلي میاشتې پر ۱۸مه، د انګلیسي ژبي کورس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۷
Background image

اناسټو پوهنتون کې د رواني ستونزو د حل لارو او مشورې ورکولو مهارتونو په اړه سمینار وړاندې سو

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) محصلانو ته د «رواني ستونزو د حل لاري او د مشورې ورکولو مهارتونه» تر سرلیک لاندې سمینار د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تلي میاشتي پر ۱۶مه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په اناسټو پوهنتون کي د ساري ناروغیو، حفظ الصحې او لومړنۍ مرستي په اړه د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو

افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د کارکوونکو چارو آمریت اړوند د ارتقاء ظرفیت او اجرااتو ارزونې عمومي مدیریت او د داخلي اړیکو آمریت په مرسته، د عامې روغتیا ریاست. . .

BACK TO NEWS