غیر متشریع محصلینو ته اصلاحي سمينار وړاندي سو.

admin@anastu
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۱:۱۱
غیر متشریع محصلینو سمینار

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د دعوت او ارشاد محترم امر مولوي محمد سلیم "سلیم" صاحب محصلینو ته د «ږيري اهمیت» تر سرلیک لاندي اصلاحي سمينار د مسلکي او پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کي وړاندي کړ، چي پر مهال يې د ټولو پوهنځيو غیر متشریع محصلینو پراخ ګډون درلود او د قرانکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل سو.

مولوي محمد سلیم "سلیم" صاحب د ږیرې پرېښودو د شرعي ارزښت په اړه د اسلام له نظره هر اړخیز معلومات وړاندي کړل. هغه د ږیري د مشروعیت، د پرېښودو د حکم، د سنت نبوي د پیروي، او د مسلمان د ظاهري هویت د ساتني اړوند ټکي د قرآن. سنتو او فقهاؤ د اقوالو په رڼا کي تشریح کړل. نوموړي څرګنده کړه چي د رسول الله ﷺ په صریح امر کي راغلي: «أعفوا اللحى» یعني ږیري پرېږدئ او مه یې لنډوئ، او دا د مسلمان د شخصیت، وقار او د اسلامي امت د ځانګړي شعار برخه ده. همدارنګه یې د هغو کړنو یادونه وکړه چي د ږیري د کمولو یا د هغې د بدلون په اړه د شریعت له اصولو سره په ټکر کي دي، لکه تر قبضې د ږيري کمول، د ږیرې خرییل، یا د ږيري د طبیعي بڼي بدلول. هغه زیاته کړه چي د ږیري پرېښودل د فطرت له سنتو څخه ده او د مسلمان د ظاهري هویت د ښکلا او وقار سبب ګرځي.

وروسته د اناسټو پوهنتون د عملي چارو مرستیال ښاغلي محبوب‌الله احمدي صاحب هم محصلینو ته لنډه اصلاحي وینا وړاندي کړه، هغه د اسلامي ظاهري بڼي او د سنت نبوي د پیروي پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چي د مسلمان د شخصیت بشپړتیا په علم، اخلاقو او د سنتو په عملي کولو کي نغښتې ده، او د ږیري پرېښودل د همدې سنتو له مهمو برخو څخه ده. نوموړي محصلین وهڅول چي د خپل ظاهر، چلند او نظم په اصلاح کي جدي وي، څو د پوهنتون چاپېریال د اسلامي اخلاقو او عملي سنتو یوه ښکاره نمونه وګرځي.

په پای کي محصلینو خپلي پوښتني وړاندي کړې، چي محترم مولوي صاحب یې د شرعي دلایلو پر بنسټ ځوابونه ورکړل او یاد پروګرام د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

۱۴۰۵/۰۳/۲۷

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۸
Background image

د امیرالمؤمنین حفظه الله "د اهل سنت والجماعت عقیده" کتاب د درس لړۍ پیل سوه.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه د «اهل سنت والجماعت عقیده» کتاب د تدریس لړۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۸
Background image

د امیرالمؤمنین حفظه الله "د اهل سنت والجماعت عقیده" کتاب د درس لړۍ پیل سوه.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه د «اهل سنت والجماعت عقیده» کتاب د تدریس لړۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۱:۱۱
Background image

غیر متشریع محصلینو ته اصلاحي سمينار وړاندي سو.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د دعوت او ارشاد محترم امر مولوي محمد سلیم "سلیم" صاحب محصلینو ته د «ږيري اهمیت» تر سرلیک. . .

BACK TO NEWS