د غذايي امنيت او مصئونیت ملي کنفرانس دوهمه ورځ

admin@anastu
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۲۰:۲۰
Image

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د غذايي امنيت او مصئونيت ملي کنفرانس دوهمه ورځ هم په بریالیتوب سره پائ ته ورسېده چي پکي د مختلفو پوهنتونو مرستیالانو، استادانو او څېړونکو ګډون درلود.

په یاد کنفرانس کي د استادانو او څېړونکو لخوا په اجتماعي، حيواني او نباتي علومو کي مختلفي څېړنیزي مقالې د پوهنتون په درې (امام ابو حنیفه رحمه الله، امام بخاري رحمه الله او کمپيوټر لب)واړه تالارونو کي په يو وخت کي جريان درلودی او د مقالو دارائيو په پائ کي د ګډنوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل سول ترڅنګ يې د وړاندي سوو مقالو وړاندیزونه هم په نظر کي ونیول سول چي د اړوند ادارو او مسؤلینو سره به د کنفرانس په پای کي شریک سي.

د يادوني وړ ده چي کنفرانس به یوه ورځ نور هم دوام کوي چي آخري ورځ بلل کېږي وروسته به پائ ته رسېږي

۱۴۰۴/۸/۱۱

د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۳
Background image

اداري کارکوونکو ته د اور وژني په برخه کي يو ورځنی مسلکي روزنیز سیمسنار وړاندي سو

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د اورلګېدني د خطرونو د مخنیوي او د پېښو پر مهال د سم، چټک او پر وخت غبرګون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۱۷
Background image

نوو محصلینو ته د ښه راغلاست او ممتازو محصلینو د تقدیر په موخه ځانګړې غونډه ترسره سوه.

دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت له لوري د ۱۴۰۵-۱۴۰۶ تحصیلی کال نوو شامل سوو محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون‌ پېژندنې په موخه ځانګړې غونډه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۷
Background image

د عامي روغتیا ریاست او اطفائيې آمریت له مسؤلینو سره د اناسټو پوهنتون د مسؤلینو د همږغۍ ناستي تر سره سوې

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د رهبري په لارښوونه او د محترم رئیس صاحب د هدایت پر اساس، د پوهنتون مسؤلینو د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست او د کندهار ولایت د. . .

BACK TO NEWS