د حکمونو، فرمانونو او د امربالمعروف و نهی عن المنکر قانون عمومي بورډ غونډه تر سره سوه

admin@anastu
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۳۴
hukmuna

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د حکمونو، فرمانونو او د امربالمعروف و نهی عن المنکر قانون عمومي بورډ (۳مه) ګڼه غونډه، د پوهنتون د رئيس مولوي شبیراحمد"عباس" صاحب په مشرۍ د پوهنتون په ریاست مقام کي تر سره سوه چي د پوهنتون محترم معاون صاحبانو، د پوهنځيو ښاغلو رئيسانو او د بورډ ټولو غړو حضور درلود او د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت پېل سوه.

ورپسې محترم مولوي شبیراحمد "عباس" صاحب د ګډونوالو د ښه راغلاست تر څنګ په خپله وینا کي د معروفاتو د اقامې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چي د خیر، عدالت، صداقت، امانت، حیا، عفت او د خدمت پیاوړتیا د اسلامي ټولني د اصلاح بنسټ جوړوي. هغه زیاته کړه چي پوهنتون باید د نظم، اصلاح او اسلامي اخلاقو د خپرېدو نمونه وي. همدارنګه یې د امیرالمؤمنین شیخ صاحب د فارامینو په دقیق تطبیق او د مسؤلینو د جدي، مسؤلانه او همغږي عمل غوښتنه وکړه. ښاغلي عباس صاحب د ګډونوالو مسؤلیتونه هم روښانه کړل او ټینګار یې وکړ چي هر غړی باید د اسلامي اصولو په رڼا کي د محصلینو او کارکوونکو د اصلاح، لارښووني او همکارۍ لپاره هڅي وکړي او د شرعي اصولو د پلي کيدو په برخه کي ګډ کار ترسره کړي.

وروسته د غونډي د اجنډا مطابق د ځنګلونو د ساتني او د هغو د غیر قانوني قطع کولو د مخنیوي په اړه د فرمان د تشريح، د اداري اسنادو، مکتوبونو او رسمي لیکنو څخه د غير ضروري پرديو اصطلاحاتو بدلون او د جهادي اثارو د ساتني فرمان اړوند سمینارونو د ارائيه کولو وختونه تعین سوه. او همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مقام د دعوت او ارشاد ریاست څخه راغلي، دفراغت غونډي د مدیریت شرایط واورول سوه او د تطبیق لاري چاري يي وټاکل سوې او تر څنګ یې د افتخاري شیخ صاحب د درس وړاندي کولو لپاره هم وخت تعین سو.

په پای د متفرقه مسايلو په برخه کي د ټولو پوهنځيو څخه د غیر متشرع محصلینو لیست وغوښتل سو او پرېکړه وسوه چي د بورډ د غړو څخه د دوو غړو له لوري به ورته په اوونۍ کښي دوه ځله اصلاحي دعوت تر سره کيږي، تر څو ټول محصلین متشریع او د اسلامي اصولو سره ځانونه برابر کړي. ددې تر څنګ د اړونده موضوعاتو په هکله د ګډونوالو نظریات او وړانديزونه وارېدل سوه، لازمي پرېکړي تر سره سوې او د دعا په ویلو سره یاده غونډه پای ته ورسېده.

۱۴۰۵/۰۳/۲۰

د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۳
Background image

اداري کارکوونکو ته د اور وژني په برخه کي يو ورځنی مسلکي روزنیز سیمسنار وړاندي سو

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د اورلګېدني د خطرونو د مخنیوي او د پېښو پر مهال د سم، چټک او پر وخت غبرګون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۱۷
Background image

نوو محصلینو ته د ښه راغلاست او ممتازو محصلینو د تقدیر په موخه ځانګړې غونډه ترسره سوه.

دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت له لوري د ۱۴۰۵-۱۴۰۶ تحصیلی کال نوو شامل سوو محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون‌ پېژندنې په موخه ځانګړې غونډه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۷
Background image

د عامي روغتیا ریاست او اطفائيې آمریت له مسؤلینو سره د اناسټو پوهنتون د مسؤلینو د همږغۍ ناستي تر سره سوې

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د رهبري په لارښوونه او د محترم رئیس صاحب د هدایت پر اساس، د پوهنتون مسؤلینو د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست او د کندهار ولایت د. . .

BACK TO NEWS