حيواني جنیټک او نسلګیرۍ څانګي پيژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

افغانستان یو کرنیز هیواد دی چې ګڼ شمېر وګړي يې په دودیزه کرنه او مالدارۍ بوخت دي، نو له همدې امله د حیواني محصولاتو د کمیت او کیفیت لوړو لپاره د حیواناتو نسلګیري او جنیتیک څانګه په عصري علومو کې یوه حیاتي څانګه ګڼل کېږي چې د خوراکي توکو د امنیت، مالدارۍ د پرمختګ او د تولیدي حیواناتو د روغتیا د ښه والي لپاره مهم رول لوبوي. د دې څانګې ارزښت له دې څخه څرګندېږي چې په نړۍ کې د نفوس د زیاتېدو سره د حیواني محصولاتو، لکه غوښې، لبنیاتو، هګیو او نورو اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي. له همدې امله، نسلګیري    او روزنې پرمختللې طریقې په کار دي چې په مرسته یې تولیدي حیوانات د انسانانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره په غوره ډول رامنځ ته شي. د حیواناتو نسل اصلاح په جنیتيکي اصولو او قانونونو ولاړ علم دی چې د حیواناتو جنیتيکي جوړښت په داسې ډول بدلول دي چې د نسلونو کیفیت، حاصلات او د ناروغیو په وړاندې مقاومت زیات کړي. دا علمي څانګه د حیواناتو د نسل جوړونې په برخه کې له نوې ټیکنالوژۍ او بایوټیکنالوژۍ څخه ګټه اخلي، ترڅو د نسل انتخاب، نسل اصلاح او جنیتيکي انجنیري له لارې د حیواناتو په جنیتيکي جوړښت کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي. په پایله کې، د حیواناتو نسلګیري    او جنیتیک څانګې محصلین په علمي او مسلکي لحاظ داسې روزل کېږي چې د حیواناتو نسل ښه کړي، د خوراکي توکو تولید زیات کړي او د مالدارۍ په برخه کې د پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.

 

لرلید

د پایښت لرونکي او پرمختللي حیواني تولیداتو لپاره نسلګیري    د نړیوالو معیارونو سره سم پراختیا ورکول، د هر هيواد د ځايي شرایطو سره سم د غوره نسلونو روزل، د هغو ټکنالوژیو معرفي کول چې د حیواناتو روغتیا او تولید په ټوله نړۍ کې زیات کړي او د حیواناتو د جنیتیکي منابعو څخه ګټه واخلي تر څو د خوراکي او اقتصادي امنیت د ثبات سبب ورګرځي.

 

رسالت

د حیواناتو د تولید او روغتیا په برخه کې د پایښت لرونکي پرمختګ لپاره نسلګیري او جنیتیکي تخنیکونو کارول، ترڅو د حیواناتو نسلونه د چاپیریال سره په توافق کې قوي او اقتصادي تولید لپاره چمتو شي.

 

موخي

•    د تولید زیاتوالی: د شیدو، غوښو، او نورو حیواني محصولاتو کمیت او کیفیت زیاتول.
•    د ناروغیو مخنیوی او مقاومت: د حیواناتو په نسلونو کې د ناروغیو پر وړاندې مقاومت زیاتول.
•    اقتصادي پرمختګ :د کلیوالي اقتصاد پیاوړي کول، د غوره نسلونو له لارې چې ښه تولید او لږ لګښت ولري.
•    ژوندي منابعو ساتنه: د ځايي او نادره حیواني نسلونو د ژغورلو لپاره د هغوی ژنیتیکي شتمنۍ ساتل او پراخول.
•    چاپیریالي توافق: د اقلیمي بدلون سره د حیواناتو توافق ته وده ورکول ترڅو د سختو شرایطو سره مقابله وکړي.
•    تعلیمي او څيړنیز پرمختګ: د حیواني علومو د متخصصینو لپاره د نویو تکنالوژیو او علمي پرمختګونو چمتو کول.

 

کمېټې

۱ : نظم ، شکایاتو اوریدلو او دعوت او ارشاد کمیټه
۲: آزموینو کمیټه
۳: کیفیت لوړاوی کمیټه
۴ : ستراتیژیک پلان کمیټه
۵: علمي څېړنو او نشراتو کمیټه
۶: تحصیلی نصاب د پراختیا ،تطبیق او ارزونې کمیټه
۷: د فوق لیسانس کمیټه
۸: د مرستو د جلب او جذب کمیټه
۹: فرهنګي چارو کمیټه
۱۰: د محصلینو شورا او سپورت
 

د ستراتيژیک پلان خلاصه

 د حیواناتو جنیتیک او نسلګیرۍ څانګې ستراتیژیک پلان د څانګې د علمي، تدریسي، څېړنیزو او ټولنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا، د مسلکي کادرونو د روزنې او د هېواد د مالدارۍ د پرمختګ په موخه ترتیب شوی دی. د دې پلان اساسي موخه د حیواناتو د جنیتیک، نسل اصلاح، تولیدي وړتیا لوړولو، د اصیلو نسلونو د ساتنې او د نوې بیوتکنالوژۍ د کارونې په برخو کې د علمي ظرفیت لوړول او د نړیوالو معیارونو سره سم د متخصصو کادرونو روزل دي.
دا ستراتیژیک پلان د څانګې د لرلید، مأموریت، اساسي ارزښتونو او ستراتیژیکو موخو پر بنسټ جوړ شوی او د تدریس کیفیت لوړول، د علمي نصابونو معیاري کول، د عملي زده کړو او لابراتوارونو پیاوړتیا، د علمي څېړنو پراختیا، د جنیتیک او نسل اصلاح د عصري تکنالوژیو کارول، د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړول، د کیفیت تضمین او د ملي او نړیوالو علمي بنسټونو سره د همکارۍ پراخول یې مهم لومړیتوبونه دي.
په دې پلان کې د وضعیت د تحلیل (SWOT) له لارې د څانګې قوتونه، کمزورۍ، فرصتونه او ګواښونه ارزول شوي او د هغوی پر بنسټ د دوامدار پرمختګ لپاره مناسبې ستراتیژۍ ټاکل شوې دي. همدارنګه، د ستراتیژیکو موخو د تحقق لپاره مشخص فعالیتونه، د تطبیق مهالوېش، اړینې مالي او بشري سرچینې، د فعالیتونو د ارزونې شاخصونه او د څارنې او ارزونې میکانیزمونه په پام کې نیول شوي دي.
تمه کېږي چې د دې ستراتیژیک پلان په بریالي تطبیق سره به د حیواناتو جنیتیک او نسلګیرۍ څانګه د تدریس، څېړنې او ټولنې د خدمتونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي، د حیواناتو د نسل اصلاح او جنیتیکي منابعو د ساتنې لپاره علمي او تخنیکي ظرفیتونه پیاوړي شي، د تولیدي او تناسلي ځانګړتیاوو د ښه والي لپاره علمي پروګرامونه پراخ شي، د پوهنتون او مالدارۍ سکټور ترمنځ همکاري لا ټینګه شي، او داسې متخصصین وروزل شي چې د هېواد د مالدارۍ د دوامدار پرمختګ، خوراکي خوندیتوب او اقتصادي ودې اړتیاوې په اغېزمنه او علمي توګه پوره کړي. دا ستراتیژیک پلان د څانګې د راتلونکو فعالیتونو لپاره د علمي پرمختګ، نوښت، کیفیت او اغېزمن مدیریت بنسټیز لارښود ګڼل کېږي.
 

د کړنو لنډ راپور

•    د حیواناتو د جنیتیک او نسلګیرۍ په برخه کې د معیاري او عصري نصاب تطبیق.
•    د حیواناتو د جنیتیک، نسل اصلاح، انتخاب (Selection) او نسلګیرۍ په برخو کې د نظري او عملي تدریس ترسره کول.
•    د نسل اصلاح، تولیدي او تناسلي ځانګړتیاوو د ښه والي په اړه د علمي څېړنو ترسره کول.
•    د جنیتیک او نسلګیرۍ لابراتوارونو تجهیز او د عملي زده کړو د کیفیت لوړول.
•    د حیواناتو د جنیتیکي منابعو د ساتنې او دوامدارې استفادې لپاره د علمي پروګرامونو پلي کول.
•    د استادانو او محصلینو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه د سیمینارونو، ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو تنظیم.
•    د نوې بیوتکنالوژۍ، مالیکولي جنیتیک او مصنوعي القاح (Artificial Insemination) په برخو کې د علمي پوهاوي او عملي مهارتونو پراختیا.
•    د حیواناتو د نسل اصلاح او تولیدي موثریت د لوړولو لپاره د څېړنیزو پروژو طرحه او پلي کول.
•    له مالدارۍ فارمونو، خصوصي سکټور او اړوندو ملي او نړیوالو ادارو سره د علمي او تخنیکي همکاریو پراختیا.
•    د محصلینو لپاره په مالدارۍ فارمونو او څېړنیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو او انټرنشپونو زمینه برابرول.
•    په ملي او نړیوالو علمي کنفرانسونو، سیمینارونو او څېړنیزو پروژو کې د استادانو او محصلینو ګډون.
•    د کیفیت تضمین، ځان ارزونې او اکاډمیکو معیارونو د پلي کولو لپاره منظمې ارزونې ترسره کول.
•    د مالدارانو او اړوندو بنسټونو لپاره د نسل اصلاح، نسل انتخاب او د حیواناتو د جنیتیک په برخه کې تخنیکي مشورې او علمي خدمتونه وړاندې کول.
•     د حیواناتو د تولید، روغتیا او اقتصادي موثریت د لوړولو په موخه د ستراتیژیک پلان د موخو تعقیب او عملي کول.

 

د محصلانو شمیر

تر اوسه غیر فعاله څانګه ده

د استادانو شمير

۳ تنه

برحال استادان

شمیره

د استاد نوم

تخلص

دنده

د تحصیل درجه

علمي رتبه

څانګه

د اړیکو شمېره

ایمیل ادرس

1

احمد

رحیمي

استاد

لیسانس

نوماند پوهنیار

د حیواناتو جنیتک او نسلګیري

۹۳۷۷۷۳۱۸۱۹۳+

wsaarahimi@gmail.com

2

صدام

مومند

استاد

لیسانس

نوماند پوهنیار

د حیواناتو جنیتک او نسلګیري

۹۳۷۷۷۳۳۴۴۷۵+

sadammomand12@gmail.com

3

اکبرجان

زحمتي

استاد

لیسانس

نوماند پوهنیار

د حیواناتو جنیتک او نسلګیري

۹۳۷۰۶۸۱۸۰۱۲+

akbarjanzahmati@gmail.com

بروشور

 

کتلاک

 

د اړیکو شمیره

 ۹۳۷۰۸۳۳۶۰۱۱+-۹۳۷۳۱۳۱۳۱۳۳+

ایمیل ادرس

naeem.adil2017@gmail.com

په درنښت

د حیواناتو جنیټک او نسلګیرۍ څانګه