د مالدارۍ څانګي پېژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان د کرنيزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د دولت د فرهنګي پاليسي په رڼا او د ملي انکشافي پلان له مخي د ځوان نسل د سالمي مسلکي روزني په موخه په ١٣٩۱هـ ش (۲۰۱۳م) کال کې تاسیس او د څلورو پوهنځیو (حیواني علومو، نباتي علومو، اقتصادي علومو او وترنري علومو) په لرلو سره خپل فعالیت پیل کړ، چې د پوهنتون له تاسیس سره سم د حیواني علومو پوهنځي هم د ۴ څانګو (مالداري، د الوتونکو، ماهیانو او شاتو مچیو روزنې، د حیواناتو د نسل اصلاح او روزنه او د حیواني محصولاتو ذخیره او پروسس ) په لرلو سره په فعالیت پېل وکړ، چي په لومړیو کې یواځې د مالداري څانګي د ماسترۍ برنامې فعالیت لرلو اما کله چې د کندهار پوهنتون د کرهڼې پوهنځۍ د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون  کې ادغام شوه نو همزمانه د حیواني علومو پوهنځي په چوکاټ کې د مالدارۍ څانګې د لیسانس تحصیلي برنامه فعاله شوه چې تر دې مهاله یواځې د مالداري په څانګه کې عملاً محصلان نظري او عملي زده کړې کوي،اوس مهال د اناستو پوهنتون د حیواني علومو پوهنځۍ د مالدارۍ څانګه د لسانس او فوق السانس دواړو په کچه محصلین روزي. د حیواني علومو پوهنځۍ د مالدارۍ د څانګي د فوق السانس پروګرام د هندوستان  د IVRI (Indian Veterinary Research Institute) له خوا په علمي برخه کي  تمویل کیږي. د حیواني علومو پوهنځی مالداری څانګه   په عصري تکنالوژي سمبال ده او د متخصصو کادرونو په درلودلو سره د روزني د یوه مرکز په توګه دا وړتیا لري چې د حیواني علومو په بیلابیلو برخو کې د لسانس او فوق السانس تر کچي محصلین وروزي. د دي تر څنګ د خصوصي سکتور ، دولتي او غیر دولتي موسساتو په مرسته د مسلکي کسانو او څارویو د روزونکو لپاره د ریفریشر او ظرفیت جوړوني لنډ مهاله او اوږد مهاله کورسونه دایر کړي. په لمړي ځل و امکاناتو ته په کتو سره د دې پوهنځۍ یوازې  مالداري څانګي ته په ۱۳۹۷هـ ش کال د لوړو زده کړو وزارت په حکم د کانکور ازموینې له لارې ۱۰ تنه محصلان د ماسټري زده کړې پروګرام ته جذب او د ۱۳۹۸هـ ش کال د میزان په میاشت کښې د هندوستان هیواد IVRI (Indian Veterinarian Research Institute) ته د شوي تفاهم نامې له مخي ولیږل شول، او اوس مهال (۹) تنه نور محصلین د کانکور د ازموینی له لاری د فوق لیسانس برنامې ته جذب چي درسونه يې د هندوستان د (IVRI)  له د ګډي برنامي له خوا په انلاین شکل مخ ته بیول کیږي. 

 

لرلید

د مالدارۍ څانګه به د هیواد او سیمي په کچه د معیاری څیړونکو او مسلکي کسانو په روزلو کی لوړ مقام ولري.

 

رسالت

په عصري تکنالوژي سمبال تدریسي، علمي، څیړنیز او ترویجي چاپيریال د لسانس او فوق السانس په کچه برابرول څو ټولني ته د مالداري سکتور د پياوړتیا په موخه کمي او کیفي معیاري خدمتونه وړاندي کړي.

 

موخي

د مالدارۍ څانګه غواړي چی د څیړونکو او مسلکي کسانو د روزلو په موخه داسي علمي او څیړنیز میتودونه او مهارتونه په کار واچوي څو د هیواد او سیمي په کچه د مالداری سکتور د اصلاح کولو او پیاوړتیا لپاره ګټور وي.

 

کمېټې

1.    نظم ، شکایاتو اوریدلو او دعوت ارشاد کمیټه
2.    آزموینو کمیټه 
3.    کیفیت لوړاوی کمیټه 
4.    ستراتیژیک پلان کمیټه 
5.    علمي څېړنو او نشراتو کمیټه 
6.    تحصیلی نصاب د پراختیا ،تطبیق او ارزونې کمیټه 
7.    د فوق لیسانس کمیټه
8.    د مرستو د جلب او جذب کمیټه 
9.    فرهنګي چارو کمېټه
10.    د محصلینو شورا  او سپورت کمېټه
 

د ستراتیژیک پلان خلاصه

د مالدارۍ څانګي  علمي او تدريسي فعاليتونه داسي معياري کول چي په لوړه سطحه داسي علمي کادرونه وروزي ترڅو په ملي او سيمه ایزه کچي د هيواد د کرنیزي پراختيا وسيله وګرځي.
پورتنيو هدفونو ته د رسیدو په موخه د څانګي ستراتيژيک پلان په لاندي دوو برخو کي لنډيدلای سي:
1.    د تجديد سوي نصاب بشپړ تطبيق او په عصري ټکنالوژي پوه مسلکي کادرونو روزل.
2.    د حیواناتو د نسل اصلاح،  تولید، تغذیه او مالدارۍ سکتور  په برخه کي څیړني او تحقیقات تر سره کول ترڅو لوړکیفیت لرونکي حیوانی محصولات او نوی نسلونه ترویج او تولید سی.
 

عملیاتي پلان

١- د څانګي ورځني اکاډمیکې او اداري چارې پر وخت او اغیزمن ترسره کول
۲-د ځانګي په کړنو کې موثریت، ګړندیتوب او ښه والی راوستل 
۳-د څانګي او څانګو نظم او دسپلین رامنځته کول
۴-د څانګي  په نماينده ګي  د پوهنځي پوهنتون او نورو ملي او نړیوالو  غونډو، ورکشاپونو او سيمينارونو کي فعاله ګډون کول.
۵-د لوړو مقاماتو پرېکړو اجرا کول
۶- په ټولو اړونده اداري، علمي او تحصيلي برخو کي د اسنادو ترتيب او د څانګي اړونده جنسي، دفاترو، د محصلانو- استادانو او نورو اړونده چارو ته لازمه رسيده ګي او د دفاترو ښه تنظیمول او ترتیبول.
۷-د ۱۴۰۵ تحصیلي کال د سمسترونو منظم پیل او پای
۸- د څانګي میاشتني، ربعوار، سمستري او کلني راپورونه چمتو کول.
۱- د تشکیلاتو خاليګاوې د وړ کسانو په ګمارلو سره ډکول.
۲- د استادانو څخه د انفرادي سمستر وار پلانونو غوښتنه.
۳- د استادانو د اجراآتو څارنه او ارزونه کول.
۴- د استادانو څخه د سمستروار او کلني کړنو راپور اخیستل.
۵- دقیقې احصایې چمتو کول. او د اړتیا په صورت کې اړوند ادارو ته سپارل.
الف: تحصيلي برخه
۱- د ۱۴۰۵ تحصیلي کال لومړی او دوهم سمستر په بریالیتوب بشپړول.
۲- د نصاب بیاکتنه او اړتیاوو سره سم غني کول.
۳-محصلینو ته د کورس پالیسیو سپارل. 
۴- د تدريس ټول اصول (محصل محوري، عملي او ساحوي چاري په نظر کي ونيول سي او زمينه ورته مساعده سي
۵- د محصلانو لخوا د استادانو ارزونه. 
۶-د نویو محصلانو هرکلی او د کریډیټ سیستمو په اړه سیمینارونه.
۷- د کتابتون او آنلاین علمي سرچینو کارولو ته د محصلینو هڅونه
ب: عملي او اکاډمیک برخه
۱- د ځوانو استادانو لپاره د تدريسي اصولو، کریډیټ سیستم او د ارزيابي د ميتودونو په اړه ځانګړي ورکشاپونه تنظيمول
۲- د ټولو مضامينو مفرادات د نويو پرمختګونو،  اساسي او تکنالوژي د پراختياوو  سره سم نوي کول
۳- د څانګو دغونډواو د کميټو د غونډو په موخه د دقيقو او علمي اجنداؤ ترتيب کول او پر خپل وخت دائرول.
۴- د تدريس د اصولو او لوايحو له مخې د استادانو او محصلينو د افهام او تفهيم لپاره لازم تدابير نيول. 
۵- د استادانو له خوا د پلان له مخي د علمي سيمينارونه جوړول او ارايه کول.
ج: څیړنیزه برخه
۱- د څيړني په ميتودولوژي باندي د پوهاوي په موخه د ټولو استادانو لپاره په ځانګړي توګه د ورکشاپونو دايرول.
۲- د ټولني د ضرورت په نظر کي نيولو سره د څيړنيزو چارو تنظيمول او په دوامداره توګه د استادانو په وسيله د څيړنو ترسره کول چي نه يوازي په ملي کچه بلکه په نړۍ واله کچه د نشراتو افتخار ترلاسه کړي.
۳- اړونده کتابتونونو او سايتونو ته د استادانو او محصلانو هڅونه ترڅو دمطالعي او څیړني فرهنګ عام شي.
۴- هغه موضوعات چي استادانو ته د څیړنی لپاره سپارل شوی وي څیړنه پکښي تر سره کول
د:- د کیفیت څخه د تضمین برخه
۱- د څانګي د کیفیت د لوړاوي د پروسې څارنه او جریان.
۲- د ځان ارزوني د پروسې په جدي توګه پرمخ بيول او په دې برخه کي لازم پرمختګ کول/ د استادانو لپاره باید تقسم اوقات جوړ سی ترڅو هر استاد په خپل وخت ځان وارزوي.
الف : د تحصیلي سويې د لوړوالي په برخه کي
۱) په اړوند څانګو  کې د ۳ تنو استادانو استخدام.
۲) د ليسانس د سويي څخه د ماستري د دورې لپاره یو تن استاد معرفي کول.
۳) دوکتورا برنامې ته د دوه تنو استادانو استول.
ب: د استادانو ترفیعات
۱) د نوماند پوهنیار څخه پوهنیار ته ۲ تنه ،د پوهنیار له رتبې څخه د پوهنمل رتبې ته یو تن  د علمي کادر ترفیع کول . 
ج: د استادانو د کاري ظرفيت دلوړولو په موخه د تدريس د اصولو، د محصلانو د ارزوني او پرمختللي تکنالوژي څخه د ګټي اخيستني په لارو چارو د پوهيدو د سيمينارونو او ورکشاپونو دائرول
۱- د سیمې سوداګرو او پانګه‌والو سره د مرستو د جلب په موخه ناستې ترسره کول.
۲- په زون کي د ميشتو خارجي دفترونو سره وخت په وخت ليدنې، کتنې او مجلسونه کول او دهغه په جريان کي د مادي او معنوي مرستو جلب او جذب. 
۳- د معنوي مرستو د جلب او جذب په برخه کي د هيواد د پرمختلليو پوهنتونونو او يا د نړيوالو مرستندويه پوهنتونونو سره تل اړيکي ساتل ، د عملي سفرونو ، تحصیلي بوروسونو او د مرستو جلبول ( درسي مفردات، کاريکولم، د لارښووني لپاره د استادانو غوښتل او نور ) 
۴- دهغو مضامينو يا کورسونو د تدريس لپاره د استادانو ستونزو او د مرستندويه بنيادونو څخه درسي کتابونو راجلبول چي په اکاډميک لحاظ د هغه مضمون د تدريس صلاحيت ولري.
۱-د استادانو، کارمندانو او محصلینو ته د سیرت، صورت، حجاب او عباداتو په برخه کې عامه پوهاوی ورکول.
۲-د امربالمعروف او نهي عن المنکر د لارښوونو تطبیق او څارنه کول.
۳-د فکري انصراف، بغاوت او تخریب مخنیوی کول.
۴- د سیاسي اختلافاتو او بحثونو څارنه کول
 

د کړنو لنډ راپور

د څانګي فعالیتونه:
د مالدارۍ څانګه د حیواني علومو پوهنځی د انسټو پوهنتون تر چتر لاندې د لوړو زده کړو وزرات د اصولو او قوانینو په رڼا کې فعالیت کوي تر څو په ملي او د سهیل لویدیځې حوزې په کچه د مالدارۍ په برخه کې مؤثرې کړڼې ترسره کړي. 
یاده څانګه په دریو عمده برخو کې خپل فعالیتونه ترسره کوی چې عبارت له تدریس، څیړنې او ترویج څخه .
1.    تدریس((Teaching: 
اوس مهال د اناستو پوهنتون د حیواني علومو پوهنځۍ د مالدارۍ څانګه د لسانس او فوق السانس دواړو په کچه محصلین روزي.
د حیواني علومو پوهنځۍ د مالدارۍ د څانګي د فوق السانس پروګرام د هندوستان   د IVRI (Indian Veterinary Research Institute) له خوا په علمي برخه کي  تمویل کیږي،  او په نږدې راتلونکي کې د دوکتورا برنامې  هم په پلان کې لري. د ټاکل شوي  تحصیلی نصاب پر بنسټ د تدریس د عصري میتودونو پواسطه محصلینو ته تدریس کول او په دې برخه کې له نوو  او معتبرو کتابونو اوسرچینو څخه استفاده کول تر څو معاصر او پرمختللي معلومات او سرچینې محصلینو ته په خدمت کې ورکړل شي.
2.    څیړنې(Research): د مالدارۍ څانګه د انسټو پوهنتون د لابراتوار او د څیړنې مرکزونو څخه په استفاده د نړیوالو باوري څیړنو پر بنسټ څیړنې ترسره کوي او په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې یې نشر ته سپاري.
3.    پراختیا یا ترویج(Extension):  د مالدارۍ څانګه هڅه کوي چې د مالداري په برخه کې علمي تجربې او تیوري په عمل کې پیاده کړي او ټولنې ته یې وړاندې کړي. 
 

د محصلانو شمیر

۵۱ تنه

د استادانو شمير

۳ تنه

برحال استادان

شمیره

د استاد نوم

تخلص

دنده

د تحصیل درجه

علمي رتبه

څانګه

د اړیکو شمېره

ایمیل ادرس

۱

علاوالدين

مستمند

د څانګي آمر او استاد

لیسانس

پوهنوال

مالداري

۹۳۷۰۰۳۵۹۳۸۶+

eng.mostamand@gmail.com

۲

نعیم جان

عادل

استاد

ماستر

پوهنمل

مالداري

۹۳۷۰۸۳۳۶۰۱۱+

Naeem.adil2017@gmail.com

۳

سید حامد

سادات

استاد

ماستر

پوهنيار

مالداري

۹۳۷۰۵۰۹۰۸۲۲+

Hamed.sadat85@gmail.com

د اړیکو شمیره

۹۳۷۰۰۳۵۹۳۸۶+

ایمیل ادرس

eng.mostamand@gmail.com

 

په درنښت

د مالداری څانګه