د علمي چارو معاونیت پېژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان د نورو تحصیلي نهادونو په څېر د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون کي د علمي چارو معاونیت د خپل تشکیلاتي برخو سره یو ځای شتون لري چي د دغه تحصیلي نهاد ټولي علمي چاري د لوړو زده کړو وزارت د نافذه مقرراتو او لوایحو له مخي تنظیم او د دغه نهاد  لرلید او رسالت ته په کتو سره ټاکل سویو موخو ته د رسیدو لپاره هڅي کوي. دغه چاري د څلورګونو پوهنځیو (نباتي علوم، حیواني علوم، کرنیز اقتصاد او توسعه، او وترنری علوم) د شته (۱۷) تحصیلي څانګو په چوکاټ کې د (۱۰۳) تنو مجربو استادانو په مټ پرمخ رواني دي. د ليسانس علمي برنامې د تحصیلي کلیزي له مخي جریان لري او په  ۱۴۰۴ لمریز (۱۴۴۶ س.) کال کې د فوق لېسانس (ماسټرۍ) په پنځو(۵) علمي برنامو کي تحصیلي بهیر پیل سوی دی. 
همدارنګه علمي چارو معاونیت ته د پوهنتون د رئیس په نشتون کي د ریاست د چارو ترسره کول، د پوهنځیو له اړتیا سره سم د علمي او قراردادي کادرونو په ګومارنه کي علمي او اصولي اجراآت، د پوهنتون د اعتبار ترلاسه کولو په موخه د تضمین کیفیت اړوند ټول فعالیتونو ترسره کول، په پوهنتون کي د علمي پلانونو طرح او عملي کول، د پوهنتون علمي شورا ته د کاري پلان جوړول، د پوهنتون په اړه د مقررو، لایحو او طرزالعملونو څېړنه او ارزونه او د اړتیا په پر مهال لوړو مراجعو ته د تعدیل وړاندیز کول، د درسي نصاب ارزونه او د وخت له غوښتنو او نړیوالو معیارونو سره يې برابرول، د محصلینو د علمي او ساحوي کارونو د ترسره کولو لپاره د امکاناتو برابرول او همدا راز یو شمیر نوري دندي ورسپارل سوي دي.

 

لرلید

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون غواړي چي په ملي او سيمه ايزه کچه د کرهڼي او مالدارۍ د عصري کېدو په برخه کي د مسلکي او بشري ځواک په مټ د تدریسي او څېړنیزو خدمتونو په وړاندي کولو سره په ملي او سیمه ایزه کچه یو مخکښ پوهنتون واوسي.

 

رسالت

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون د علمي څېړنو په ترسره کولو او له عصري تکنالوژۍ څخه په استفادې سره د کرهڼي او مالدارۍ په برخه کي د ټولني اړتیاوو سره سم، د ليسانس او فوق ليسانس په کچه مسلکي او ژمن کادرونه روزي او د هیواد اقتصادی پیاوړتیا او ثبات په برخه کي خپل مسؤلیت ادا کوي.

 

موخي

•    د تحقیق، تولید او ترویج له لاري د کرني او مالدارۍ سکتور پیاوړي کول او د خوړو له اړخه د هیواد په ځان بسیا کول.
•    د کرهڼي او مالدارۍ په برخو  د نوي تکنالوژۍ ترویجول.
•    په مسلکي او تخصصي کچه د بشري ځواک روزل.
•    د فردي، کورني او ملي اقتصاد پیاوړتیا او د بې کارۍ کچه کمول.
•    د هیواد د کرهڼي، مالدارۍ، کرنیز اقتصاد او پراختیا او ټکنالوژۍ په برخو کي د ستراتیژیکو پالیسيو په جوړولو کي برخه اخیستنه او همږغي رامنځته کول.
 

کمېټې

•    د تقرر او علمي ترفیعاتو کمېټه
•    د تحصیلي نصاب د تطبیق او ارزوني کمېټه
•    د کیفیت لوړاوي کمېټه
•    د انګلیسي ژبي د ازموینو بورډ
•    د فوق لیسانس برنامو بورډ
•    د بریښنايي زده کړو بورډ
•    د مسلکي پرمختیايي بورډ
 

آمریتونه او مدیریتونه

•    د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو آمریت
•    د اعتبار ورکولو او کیفیت لوړاوي آمریت
•    د علمي کادر د مسلکي پرمختیايي مرکز آمریت
•    د فوق لیسانس برنامو آمریت
•    د علمي معاونیت اجرائیه مدیریت
•    د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو آمریت
•    د اعتبار ورکولو او کیفیت لوړاوي مدیریت
 

د کارمندانو شمير

(۸) نفره

برحال کارمندان

شمیره

د کارمند نوم

تخلص

دنده

د تحصیل درجه

علمي رتبه

څانګه

د اړیکو شمېره

ایمیل ادرس

۱

محبوب الله

احمدي

د علمي چارو مرستیال

ماسټر

پوهنمل

پري کلینیک

۹۳۷۰۶۴۸۶۸۵۲+

 

۲

محیب الله

وصال

د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو آمر

ماسټر

پوهنیار

اساسي علوم

۹۳۷۰۰۱۸۱۰۵۱+

 

۳

حکمت الله

انیس

د اعتبار ورکولو او کیفیت لوړاوي آمر

ماسټر

پوهنمل

اساسي علوم

۹۳۷۰۸۳۳۵۸۹۵+

 

۴

شیر محمد

وفا

د علمي کادر دمسلکي پرمختیایي مرکز آمر

ماسټر

پوهنمل

ځنګل پوهنه

۹۳۷۰۸۳۳۶۲۱۶+

 

۵

وکیل احمد

سیرت

د فوق لیسانس برنامو آمر

ماسټر

پوهنمل

خاوره پوهنه

۹۳۷۹۸۸۷۳۰۹۲+

 

۶

عبدالحکیم

ارین

د علمي چارو معاونیت اجرائیه مدیر

لیسانس

 

 

۹۳۷۱۱۹۶۱۹۰۷+

arianabdulhakim@gmail.com

۷

عبدالولي

ارین

د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو عمومي مدیر

لیسانس

 

 

۹۳۷۱۱۷۱۶۸۴۴+

 

۸

عبدالبصیر

کریمي

د اعتبار ورکولو او کیفیت لوړاوي مدیر

لیسانس

 

 

۹۳۷۰۵۶۹۹۰۸۹+

 

د اړیکو شمیره

۹۳۷۰۶۴۸۶۸۵۲+

ایمیل ادرس

arianabdulhakim@gmail.com

په درنښت