د اسد ۲۴ مه (یوم الفتح) ولمانځل سوه.

admin@anastu
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۵۶
فتح

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یوم الفتح په مناسبت، د عمومي مسجد په تالار کي شانداره غونډه تر سره سوه، چي د پوهنتون محترمي رهبرۍ، د پوهنځیو محترمو رئیسانو، درنو استادانو او ټولو اداري کارمندانو پکښي برخه اخیستې وه او د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل سوه.
په پیل کي د دعوت او ارشاد آمر، محترم مولوي محمد سلیم سلیم صاحب، ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یوم الفتح مبارکي وړاندي کړه. نوموړي د دې تاریخي ورځي پر ارزښت او اهمیت خبري وکړې او ویې ویل، چي یوم الفتح د افغان ولس په تاریخ کي د بریا، خپلواکۍ او د اسلامي ارزښتونو د حاکمیت له مهمو ورځو څخه ده. نوموړي زیاته کړه، چي د دې ورځي یادونه د تېرو قربانیو، هڅو او استقامت د درناوي ترڅنګ، د راتلونکو نسلونو لپاره د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې، یووالي، مسؤلیت‌پذیرۍ او د هېواد د آبادۍ په برخه کي د لا زیات کار او هڅو پیغام لري.
نوموړي همدارنګه پر دې ټینګار وکړ، چي د دې ستر نعمت د قدردانۍ په موخه باید د الله تعالی ﷻ شکر ادا کړو او د هغه نعمت د ساتني لپاره خپل مسؤولیتونه په پوره اخلاص او صداقت ترسره کړو. همدارنګه باید د الله تعالی ﷻ له لوري د دې راکړل سوي امن، ثبات او خپلواکۍ قدر وپېژنو، د دې نعمتونو د دوام لپاره دعا وکړو او د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په برخه کي خپل مسؤولیت ادا کړو.
وروسته محترم مولوي صاحب د مشرتابه حفظه الله تعالی ورعاه د اطاعت، د ښه حکومتولۍ، د ولس د خدمت او په شرعي نظام کي د خدمت کولو د ارزښت په اړه ګډونوالو ته تفصیلي سپارښتني وړاندي کړې. نوموړي ټینګار وکړ، چي د مشرتابه حفظه الله تعالی ټولو لارښوونو ته اطاعت او درناوی، د ښه حکومتولۍ د اصولو مراعات او د خلکو خدمت د هر مسؤول مهم مسؤولیت دی او باید هر څوک د خپلو دندو په ترسره کولو کي اخلاص، صداقت او امانتداري په پام کي ونیسي.
په پای کي د ټولو شهیدانو د قربانیو د قبولیت، د هېواد د امن او ثبات د ټینګښت او د اسلامي نظام د بقا او استحکام لپاره د خیر او برکت دعا وسوه او یاده غونډه پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي آمریت
۱۴۰۵/۰۵/۲۶
 

تازه خبرونه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۵۶
Background image

د اسد ۲۴ مه (یوم الفتح) ولمانځل سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یوم الفتح په مناسبت، د عمومي مسجد په تالار کي شانداره غونډه تر سره سوه، چي د پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۲
Background image

د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړني په موخه اصلاحي ناسته تر سره سوه.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړوني په موخه د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت له لوري، د (اطاعت کول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۴۴
Background image

د اناسټو پوهنتون په څېړنیز فارم کي د حیواني کلینیک د جوړېدو خښته کښېښودل سوه


د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) په څېړنیز فارم کي د یو باب حیواني کلینیک د جوړېدو ساختماني چاري د یو لړ مراسمو په ترڅ کي پیل سوې، چي د پوهنتون رئیس،. . .

BACK TO NEWS