په (اناسټو)پوهنتون کي د نشه يې توکو زيانونو او حل لارو په هکله معلوماتي سیمنار وسو

anastu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۳:۵۲
Image

نن چهارشنبه مطابق ۱۴۰۴/۸/۲۱ھ ل نېټه دافغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د نشه يې توکو د زيانونو او حل لارو په هکله معلوماتي سيمينار وړاندې سو.
یاد سيمينار، چي د پوهنتون د محصلانو د پوهاوي د لوړولو په موخه جوړ سوۍ وو لومړۍ پيل یې دقرآن کریم په څو مبارکوآيتونو سره وسو.
وروسته د محصلانو چارو مرستيال محترم مولوي محمودالحسن صاحب د اسلام له نظره د نشه يي توکو د دنيوي او اخروي زيانونو په اړه هر اړخيزي څرګندوني وکړې. نوموړي زياته کړه، چي هر هغه نشه‌يي شی چي انسان له عادي حالت څخه اړوي عقل یې تغير کوي حرام او ممنوع دی، او د قرآن کريم د دا آيت کريمة(وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ) تر مفهوم لاندي  راځي. هغه وويل، نشه د انسان صحت ته په تدريجي ډول زيان رسوي، په پيل کې يې خوند او لذت ښکاري، خو وروسته د درنو ناروغيو لامل ګرځي. دا چاره زياتره د بدو او بې‌کارو ملګرو د صحبت له اغېزې څخه رامنځته کېږي.

وروسته د پوهنتون يو تن استاد، پوهنيار محبوب‌الله احمدي صاحب، د مخدره توکو تعريف، ډولونه، او د نشه‌يي توکو د مخنيوي او خلاصون په اړه د نړيوالو پاليسيو له مخي مفصل معلومات له ګډونوالو سره شريک کړل.

په پای کې، محصلانو ته سپارښتنه وسوه چې د هر ډول مخدره موادو او نشه‌يي توکو څخه ځان وساتئ او د دې سيمينار پيغام خپلو نورو ملګرو او ځوانانو ته ورسوي. سيمينار د دعا په ويلو سره پای ته ورسېد.

۱۴۰۴/۸/۲۱
د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د انسټو پوهنتون نوي رئيس د اداري کارکوونکو سره د همږغۍ ناسته وکړه

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د ياد پوهنتون نوي رئيس مولوي شبير احمد عباس صاحب د اداري کارکوونکو او آمرانو سره د همږغۍ ناسته وکړه.

یاده ناسته چي د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د انسټو پوهنتون نوي مالي او اداري مرستیال د یاد معاونيت د اداري کارکوونکو او آمرانو سره د همږغۍ ناسته وکړه

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د مالي او اداري چارو نوي مرستیال، محترم روح‌الله مشال صاحب، په خپل کاري دفتر کي د اداري کارکوونکو او آمرانو سره د همږغۍ ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۲۹
Background image

د انسټو پوهنتون نوي رئيس د یاد پوهنتون له استادانو سره د همږغۍ ناسته وکړه

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کي د ياد پوهنتون نوي رئيس مولوي شبير احمد عباس صاحب د پوهنتون له استادانو سره د همږغۍ او همکارۍ ناسته وکړه 
یاده ناسته چي شروع یې د. . .

BACK TO NEWS